د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

رڼا/پوهه! (رڼا تل په تیارې برلاسې ده)

حشمت ناصري
20.02.2015

د انسان جوهر د هغه خبرو پورې تړلی، او خبرې ېې له فکر څخه سرچینه اخلي، فکر او خبرې دواړه د انسان په کړنو او ټولنیز سلوک اغیز لري، او دا ټول سره یو ځای د انسان موقف په انساني ټولنه کې څرګندوي.
د انسان او آدمي د توپیر معیارونه هم همدا دي، او دا معیارونه د علم، زده کړې او پوهې په وسیله د انسانیت کچې او معیار ته رسیدای سي.
.
د یوې سترې تیارې لپاره یوه وړوکې رڼا کافي ده، توره تیاره شپه یوې شمعې یا څراغ سره رڼا کیدای سي، خو د ورځې مونږ په رڼا تیاره نسو راوستای.
که غواړو په رڼا تیاره برلاسې کړو نو
یا به رڼا مړه کوو، او یا هم هغه ځای ته به د رڼا د رسیدو مخه نیسو کوم ځای څې غواړو تیاره ېې وساتو.
.
انساني ژوند ته د رڼا وربخښلو وسیله زده کړه ده، انسان په علم سره کولای سي خپل چاپیریال ته ګټه ورسوي، هغوی څې غواړي انساني ټولنه په تیاره کې وساتي نو د زده کړې رڼا په کې وژني او هغه لارې څې دې ټولنې ته د پوهې رڼا راولي هغه لارې ټولې بندوي.
اوس زمونږ ټولنه همداسې یو حالت کې ده، په مونږ کې ېې د پوهې او زده کړې رڼا مړه کړه، او دا څوکاله ورځ تر بلې او میاست په میاست مو د بندو ښونځیو شمیر په زیاتیدو ده، نه مو پریږدي څې د پوهې له رڼا څخه برخمن سو.
.
که غواړو وطن او ولس مو له دې تیارې څخه وژغورو، زده کړې ته باید زور ورکو، دا زده کړه او دا رڼا یواځې د کتاب له کرښو او لیک لوست سره لاس ته نه راځي.
مونږ نام خدا ډیر علمأ، شیخ الحدیثان، پروفیسران، انجنیران، ډاکټران او سیاست پوهان لرو، ټولې ناخوالې او غمونه مو د همدو له لاسه دي. ټول همدا ارمان لرو څې کاش دا پوهان او علمأ مو نه درلودای.
باید له تاریخ او له نورو ټولنو څخه زده کړو څې څرنګه په تیارو او جهالت برلاسي سوي، کلتور، دود دستور، کړنې او ټولنیز چارچلند، فکر او آند، ناسته ولاړه او هر مثبت څه باید زده کړو، ځکه د دو ټولو مجموعې ته زده کړه ویل کیږي، او هغې ټولنې کې هوساینه، انسانیت او فضیلت موجود وي څې دا ټول اړخونه ېې په سړیتوب، انسانیت او شرافت منور وي.
مونږ یواځې د لوست لیک له اړخه نه یو ځپل سوي، دا څو لسیزې زمونږ کلتور، دود دستور، ټولنیز اخلاق او چار چلند، کورنی ژوند او سلوک، زمونږ فکرونه او ارمانونه او هرڅه پایماله سوي.
له هغو میړنو څخه مننه کوم څې د ستونزې ریښه ېې موندلې او د حل لار پسې ېې مټې بډ وهلي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more