د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

انګیزه ! بیا هم (مورده پرستي)

حشمت ناصري
17.02.2015

ته او خدای
څې کله انګیزه ژوندوۍ وه، زمونږ غیرت، پښتو، شملې او بای چانسه مسلمانۍ دا اجازه راکوله څې؛
وېې ستایو؟ انځورونه ېې پورته کړو؟ اتله ېې ونوموو؟ ملالې سره ېې پرتله کړو؟ او ....
اوس ېې د مړینې او ژوند انځورونه خپروو، دا اجازه چا درکړې غیرتي پښتونه ؟
دا مو په یاد وې څې انګیزه یوه میرمن وه
ښه که چیرې انګیزه زمونږ اتله وه او مونږ پرې ویاړو
بیا نو راځۍ دغه جهالت (د پښتو غیرت) ته نور شا کړو، خپلې لور او خور ته زمینه مساعده کړو تر څو له هرې یوې څخه یوه انګیزه جوړه سي او په زرهاوو تر انګیزې تکړه میرمنې ټولنې ته وړاندې کړو، بیا به انګیزې پسې نه ژاړو او د انګیزې په مرګ به چغې نه وهو څې؛
وطن مو بې انګیزې سه او یاربه توفیق
دا اوس مو په ټولنه کې څو د انګیزې په څیر میرمنې او پیغلې سته څې په ستایلو ارزي؟
غیرت، پښتو او کلتور مو د امني څې وېې ستایو؟
همدا اوس څې مونږ انګیزې پسې ژاړو، له مونږ څخه څو کسان مو خپل خور او لور تعلیم او زده کړې ته پریږدي؟ آیا غیرت مو دا اجازه راکوي څې د انګیزې په څیر راپورته سي، د ولس غږ پورته کړي او ولس، هیواد او دین ته مو خدمت وکړي؟
.
انګیزه، پتیال او داسې په سلهاوو پیغلې او ځوانان لاړل، خو زه باور لرم څې ولاکه خو مونږ غیرتي، پښتون او په دین مین ولس له خپل خره راکوز سو، انګیزې او داسې په سلهاوو پیغلو له مونږ څخه غیرت اخیستی او مونږ ته ېې ژړا، ګیلې او ښیرې راپریښي.
.
اوس که انګیزه ژوندۍ پاتې وه، او زمونږ پرځای د بشر حقونو نړیوال سازمان، ملګري ملتونو او داسې په لسګونو نړیوالو سازمانونو نازولې وه، مډالونه ېې ورکړي وای او خدای مکړه نوبل جایزه ېې ګټلې وه، بیا به مو هغه وخت خدای خبر څومره تهمتونه، ښکنځلې او بهتانونه پسې لیکل؟
.
فیلنګ نر پښتون،خړ پښتون، زیږ پښتون ....
آخر مونږ پښتانه، شمله ور او غیرتي خلک یو، څه هسې خوسې چټي خبر خو نده!
مونږ په ژوند نه، په مرګ خپل خلک ستایو.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more