د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

*** ګوندونه په ټپوكې


څاروان
29.03.2005

============ ګوندونه په ټپوكې
-------------------------------- له ښاښۍ مجلي څخه په مننه

[color=white:df59813391]جميعت:[/color:df59813391]
-------- خوله مې سپين ږيري سړي يوړه
لكه كاسه چې په ورخاړي ښويه شينه
[color=white:df59813391]افغان ملت:[/color:df59813391]
-------- پرېږده چې خړ سېلاب مې يوسي
په لامبوزن اشنا مې ډېره نازېدمه
[color=white:df59813391]جنبش:[/color:df59813391]
-------- خداى دې پنځم صنف كې ناكام كړه
چې ته ژړېږې مور دې اوښكې پاكوينه
[color=white:df59813391]طالبان:[/color:df59813391]
-------- پېزوان مې خړو اوبو يوړو
په غم شريكه ياره نيسه ګودرونه
[color=white:df59813391]پرچم:[/color:df59813391]
-------- كه غم له غمه شرمېدلى
په ما به نه راتل جوړه، جوړه غمونه
[color=white:df59813391]حزب:[/color:df59813391]
-------- جانانه! څه، څه به دي ياد كړم
چې ناكردې دې يادوم، ژړا راځينه
[color=white:df59813391]اتحاد:[/color:df59813391]
-------- خداى دې له دې نه حال بد تر كړه
چې سپينې اوښكې دې پر مخ باندې راځينه
[color=white:df59813391]حزب وحدت:[/color:df59813391]
-------- پېزوان په لوړه پوزه خوند كړي
دا ستا په پوزه نتكۍ لا مزه كوينه
[color=white:df59813391]محاذ:[/color:df59813391]
-------- هه! پخوانۍ مزه دې نشته
لكه د زرو كونګرو شور به دې كاونه
[color=white:df59813391]نهضت ملي:[/color:df59813391]
-------- د موزيګي شلېدليه كټه!
چې زه دې لنګه ټينګوم بازو دې ځينه
[color=white:df59813391]ملت:[/color:df59813391]
-------- دا ته د كوم ځاى نه پيدا شوى
چې په دېوال باندې دې سر راپورته كړونه
[color=white:df59813391]كنګره ملي:[/color:df59813391]
-------- د هلكانو زمانه شوه
مشران مجلس كې نه پرېږدي كورته يې شړينه
=============

څاروان


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more