د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

میرمن(ښځه) مېنه/جایداد نه بلکه مينه ده !

حشمت ناصري
10.02.2015

مېرمنې مو باید خپلې مینې وګڼو نه مېنې/جایداد
هغو ته مينه ورکړو، کوم څه چې د هغو حق ده
"د ايمان په اعتبار سره ستاسو کښې کامل ايمان والا هغه څوک دی چه د هغه اخلاق اوخوی ښه وي او تاسی کې بهترين اوغوره هغه دی چه د خپلی ښځی سره يی سلوک ښه وي." (حدیث)
مېرمن د ژوند تر ټولو غوره او نږدې ملګرې کړو دې سره به مو په خپل ژوند کې خوند او مینه وي
هم به جان وي او هم به جانان
هم خرما او هم ثواب
ځکه
ښځه د انسان د زړه د آرام او تسکین لپاره پیدا سوې، نو دا آرام او تسکین هم د ښځې په مینه پیدا کیږي
"همدغه رب العزت دی چې تاسو يې خلق كړي ياست د يوه انسان څخه اوګرځولې يې ده( پيدايې كړه ) د دغه انسان څخه ښځه په خاطرد دې چې د ده زړه اّرام او تسكين شي." (الاعراف، ۱۸۹)
.
آیا "ښځه" یواځنی څه نه ده چې له جنت څخه مونږ ته راپاتې ؟
.
وعاشروهن بالمعروف [سورة النساء ٤سپاره، ايت ١٩]
(په ځانګړي ډول دهغو ښځو سره چې ستاسو مېرمنې دي) حسن سلوک اوښه رويه کوئ .
اکمل المؤمين ايمانا احسنهم خلقاً،وخيارکم خيارکم لنسائهم (حدیث)
کامل مومنان هغه دي چې دهغوى اخلاق ښۀ اونيک وي، په تاسوکې غوره هغه دي ، چې خپلومېرمنو ته ښه/غوره وي.
.
خو !
که مېرمنې مو خپلې مېنې (جایداد او دارایي) وګڼلې نو بس رابطه به لکه د
بزګر او کروندګر سره د مځکې یا سوداګر او د هغو د سوداګانو او ....... وي
کله ګټه او کله تاوان
کله سېل، کله باران
کله حساب، کله کتاب
نه خرما او نه ثواب
هر وخت ستړی او ستومان
نه د ځان نه د جانان
.
‫#‏ټوکه‬
هندو ستړی او خدای ناراض


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more