سياست او روانې چارې
ملگري ملتونه: طالبان د جنايتکارانو په شان عمل کوي
میرویس
10.02.2015
ګرانو لوستونکو، السلام علیکم
ملګرو ملتونو یو رپوټ خپور کړئ او د طالبانو د سلوک په باب یې څرګندونې پکې کړېدي. ملګرو ملتونو د طالبانو اعمال څیړلي او د تحلیل او تجزیې نه وروسته یې نتیجه ګیري کړېده. رپوټ وايې چې د طالبانو اعمال د جنایت کارو ډلو د اعمالو سره توپير نلری او دوی کوښښ کوې چې پدې طریقه ځان د قدرت په ګدئ کینوي.
====
ملگري ملتونه: طالبان د جنايتکارانو په شان عمل کوي
د ملگرو ملتونو د اټکلونو له مخې وسله والو طالبانو په تنظیم شویو جنایتو سره خپلي اړیکي زیاتي پراخي کړي دي. د دوشنبې په ورځ د ملگرو ملتونو د کارپوهانو په یوه خپاره شوي رپوټ کې ویل شوي دي چې د دې غورځنگ جنگیالي د حکومت کولو له پاره د یوه سیاسي بدیل پر ځاي، ډير زیات د «داړه مارانو» په توگه عمل کوي. په دغه رپوټ کې د نشه يي موادو د قاچاق وړونکو، غیر قانوني کان ایستونکو او د پیسو د تر لاسه کولو له پاره له يرغمل نيوونکو سره د طالبانو د اړیکو خبره شوې ده.
larghonay laraway
11.02.2015
خبره خو يې رښتيا کړې خو چې څنګه دومره په ځنډ پوه شول؟