د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

دعامه قتل یوه عظیمه دسیسه شنډه شوه

میرویس
15.01.2015

ګرانو وطنوالو، السلام علیکم
هغه لس واړه راکټونه شنډ کړئ شوي چې کابل ته په ماشه سواره شوي وو، تر څو په لسګونو او حتي په سلګونو بې ګناه مسلمان ښاریان قتل او زخمي کړي او په خپلو وینو کې یې ولمبوی.

د افغان او اسلام دشمنانو د ملک په ډیرو برخو کې دې ته ورته جنایتونه کړیدي. دغه وژونکې ډلې چې د انسانیت پر خلاف جنایات کوي بیا د جهاد نو ورکوي، اصلاً دوی دداعش، القاعدې او نورو بهرنیو ترورستي ډلو ټپلو دپاره نیابتي جنګونه کوي او په بدل کې یې اجوره اخلي.
ملي امنیت وایي هغه لس راټونه یې شنډ کړي چې د کابل ولایت د خاکجبار ولسوالۍ اړوند سیمه کې په پلازمینه کابل ښار د برید لپاره تیار کړئ شوي وو.
ملي امنیت ویلي، چې په چاودیدونکو توکو بار یو موټر چې غوښتل یې کابل ښار کې ځانمرګې برید تر سره کړي د ملي امنیت لخوا د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ اړوند سمیه کې نیول شوی.
په احترام.
http://www.bokhdinews.af/pashto/internal-news/10791-


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more