د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

دانګام او سنګین ! د مکار دښمن مکارې لوبې !

حشمت ناصري
04.01.2015

دانګام باندې د طالبانو برید او ورسره د پاکستان پوځ او استخباراتو کره او روښانه مرستو او ملاتړ زمونږ ولس، حکومت او امنیتي ځواکونو لپاره ځینې مثبتې پایلې درلودې لکه؛
۱- ولس مو چې د ټولټاکنو د لانجو او ځینې نورو ستونزو له امله د پخوا څخه لا ډیر له یو بل څخه د لیرې کیدو حالت کې وه، د خپل ګډ او تورمخي دښمن په وړاندې بیرته سره یوځای سه، هر افغان د دانګام پیښه یو یرغل وباله، د افغانستان له هر ګوټ څخه خلکو د دانګام د خلکو او د خپلې خاورې د ساتلو هوډ وکړ.
۲- د افغان د کلمې لانجې ته چې زمونږ دښمنانو، د خپلو مشخصو کړیو په مرسته لمن وهله، ترڅو مونږ له پخوا لاډیر سره بیل کړي، د دانګام پیښې لکه په اور چې اوبه واچول سي داسې سړه کړه، هر افغان نور د خاورې ساتلو او دښمن ته د غاښ ماتوونکې ځواب په فکر کې سه.
۳- ټول ولس په یو غږ د خپل امنیتي ځواکونو تر څنګ ودرید او له هغو څخه ېې ملاتړ اعلان کړ، دو لس ملاتړ، ډاډ او تکیا په امنیتي ځواکونو، دوی ته ویاړ او غرور وروباښه. زمونږ امنیي ځواکونه ېې مليتوب خوا ته وهڅول او دوی ولس ته ژمن کیدل، د هیواد ساتل او یو موټئ اوسیدل خپل مسؤلیت وګاڼه، اردو او امنیتي ځواکونه مو په رښتیني معنی سره د ملي کیدو په درشل کې سوه.

نو! تور مخي دښمن ته یادې سوې پایلې؛ د ولس نږدې والئ، امنیتي ځواکونو ځواکمن کیدل، یو موټي افغانستان او غښتلي حکومت رامنځ ته کیدل، د منلو وړ نه وه.
ځکه ېې وغوښتل چې لکه پخوا بیا هم داسې یوه لوبه وکاروي، تر څو د فکري اړخه د کمزوري او احساساتي ولس پام په یو وار سره له دانګام څخه یو بل لوري ته واړوي، او داسې یو ګوزار دې ولس او خصوصاً امنیتي ځواکونو او مشخصاً ملي اردو باندې وکړي، تر څو دانګام کې خپله ماته ډیر زر په بریا او مونږ ته د تل په څیر ماتې راکړي.
څه فکر کوۍ؟
دا هیوادونه چې زمونږ په کابینه کې وزیران، ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ولسمشر ترڅنګ سلاکاران او پارلمان کې کرايي او اخیستل سوي وکیلان لري، نو په امنیتي ځواکونو کې به یو څو سرتیري، کنډک مشر، ټولئ مشر، ډګروال او ډګرمن یا جنرال ونلري، چې په سنګین یا د افغانستان کوم بل ګوډ کې بې ګناه خلک ووژني؟
بې له شکه چې لري ېې !
او یا هم کیدای سي داسې پیښې د ملي اردو له بې ظرفیتۍ، شخصي دښمنۍ، ناسم راپور، عقده مني او یا هرڅه په ترڅ کې رامنځ ته سي.
خو غلیم مو ترې د ګټې پورته کولو چانس له لاسه نه ورکوي.
.
د سنګین یا ورته پیښې د ولس له نظره!
داسې پیښې د منلو او بښلو وړ ندي، هیڅوک هم د خپل ماشوم، میرمن، مور او پلار یا خور او ورور مرګ نسي زغملای، د دې ولس هر وګړئ زمونږ د کورنۍ غړئ ده، په درد ېې دردمن کیږو او په خوشحالۍ ېې غوښې اخلو.
د پیښې د عاملینو محاکمه غواړو، او باید چې خپله سزا وویني.
خو !
د سنګین یا ورته پیښو څخه زمونږ دښمنان غواړي د ځینو مشخصو کړیو او اشخاصو پرمټ مستقیماً او د ځینو حتی اکثرو ځوانو د احساساتو او بې فکري څخه په غیر مستقثیم ډول څو اړخه ګټې پورته کړي، لکه؛
۱- د دانګام په څیر پیښې له ذهنونو، ټولنیزو رسنیو او خبرونو لیرې او د سنګین په څیر پیښې مطرح او لوېې کړي.
۲- د حکومت او ولس ترمنځ واټن لا زیات کړي او حکومت چې په لس هاوو او سل هاوو ستونزې لري، یوې بلې سترې ستونزې سره مخ کړي
۳- ولس ته خپل امنیتي ځواکونه بریدګر وروپیژني، نه پرې باور وکړي او نه هم ترې ملاتړ.
۴- ولس له ملي اردو څخه کرکه او طالب یا نورو مخالفو ډلو سره مینه پیدا کړي، او د هغوی پر خپل ملي اردو ترجیح کړي
۵- زمونږ د ولس د اتحاد، زغم، تدبیر، ظرفیت او احساساتو درجه هم مالومه کړي، او د خپل او خپلو ګوډاګیانو وس او توان هم په نمایش کیږدي، چې څنګه کولای سي یو لوی ولس لکه میچن په خپل ځان وڅرخوي.
۶- ترڅنګ ېې لس نورې ګټې موخې هم لري (کابینې لانجه، راتولنکې ولسي جرګې ټاکنې، د سیمې د حکومتو سیالي، د نړیوالو قدرتونو سیالۍ او ....)
بیا هم تکراروم، مونږ نه غواړو چې د سنګین په پیښه یا ورته پیښو چې زمونږ د امنیتي ځواکونو له لورې پیښیږي پرده واچوو، یا ېې د هیرولو او بخښلو کوښښ وکړو.
خو !
تور څټئ دښمن خو مو پیژندلئ، د دښمن مکارې لوبې او بې غیرته لاسپوڅي هم وپیژنۍ
مه پریږدې تر څو په غیر مستقیم ډول او په ناپوهۍ سره د دښمن د لوبو وسیله وګرځو.
پام مو وي چې؛
۱- هر هغه کسان یا ډلې چې د سنګین په څیر پیښې کې د ملامتو او ګناهکارو سرتیرو پرځای غواړي چې زمونږ امنیتي ځواکونو او ملي اردو ته په سپه وګوري او حکومت ته ګواښ وګرځي، هغه زمونږ خواخوږي نه زمونږ دښمنان دي
۲- هغه رسنۍ (ټلویزیون، راډیو، ورځپاڼه، ویب پاڼه یا ....) چې د سنګین په څیر پیښې پړسوي او د دانګام په څير یا نورې ترهګریزې پیښې له سره تیروي، زموږ رسنۍ نه د دښمن رسنۍ دي.
۳- هر د چارو کارپوه، حزب، ټولنه او ... چې قصداً د سنګین پیښې ته پکئ وهي تر څو مونږ په کې وسوزو، د دښمن چمچه ده.
۳- هر خیرن چې د ټولنیزو رسنیو لکه فیس بوک، ټویټر، ویب پاڼې او یا .... له لارې غواړي تر څو د شعرونو، ناولونو، کیسو، کیسه ګیو، انځورونو او .... له لارې سنګین ته ورته پیښې زمونږ په سترګو کې ژوندۍ وساتي، خو د دانګام په څیر پیښې او نورې هغه پیښې چې عام وګړي په کې وژل کیږيي له سترګو او قلم څخه غورځوی او یا ېې ستایي، هغه د دې خاورې بچۍ نه د بهرنیو کړیو ناجایزه اولاد ده. یادونه (څوک چې د خپل ملي، اسلامي او انساني احساس له مخې داسې پیښې غندي، دا ېې د انسانیت لوړه کچه بیانوي، زمونږ هدف د پردیو لاسپوڅي دي، چې غواړي دا پیښې وپړسوي، خو نورې پیښي لکه د یحی خیلو او کابل بریدونه ستايي یا سترګې پرې پټوي، او په دې ډول زمونږ ولس، وطن او حکومت کمزورئ کوي)
.
اصلي او د ټينګار وړ ټکي؛
تورمخي دښمن چې تر ټولو لوی ویاړ او لاسته راوړنه ېې د افغانستان د ملي اردو له منځه وړل او د ولس تر منځ د نفاق او تعصب تخم پاشل دي، تل ېې همداسې لوبې په لار اچولي او اوس او راتلونکې کې هم غواړي همداسې لوبې وکاروي، چې موخه ېې د خپلو ګټو ساتلو په خاطر؛ یو کمزورئ حکومت، خوار او ټوټې ټوټې ولس، تنظیمي او قومي امنیتي ځواک چې نه هیواد ته ژمن وي او نه د ولس له ملاتړ څخه برخمن اوسي.
چې پایله ېې د ولس، امنیتي ځواکونو او حکومت تر منځ د بې اعتمادۍ او واټن رامنځ ته کیدل او غزیدل دي.
.
څه کول پکار دي؟
وده او پرمختګ، هوساینه، اقتصادي پرمختګ، یووالئ، نړۍ سره سیالي کول، له اوسني ناورین څخه وتل، د خاورې او ولس ساتل او هرڅه مو سولې، امنیت او زده کړې پورې تړلي، چې بې له شکه دا هرڅه به هغه وخت لاس ته راوړو چې ځواکمن او په رښتینې معنی سره امنیتي ځواک ولرو.
نو مونږ باید په حکومت هم فشار راولو ترڅو امنیتي ځواکونه بامسؤلیته وروزي او لا غښتلي ېې کړي تر څو هیواد ته ژمن او د ولس ساتونکي اوسي، او دښمن ته هم باید اجازه ورنکړو، تر څو زمونږ امنیتي ځواکونه زمونږ په مټ له ګواښ او چلنج سره مخامخ کړي، پرڅای ېې باید د خپل حکومت او امنیتي ځواکونو غښتلي کولو او ځواکمنولو کې هڅه او مرسته وکړو.
.
نوټ : که مو داسې څه تر نظره راځي چې ناسم وي نو په اصلاح کې ېې ستاسو له مرستې څخه به منندوی اوسم، او که څه پاتې وي چې د بحث وړ وي نو هیله ده په خپلو نظرونو سره مو پاتې ټکي ورزیات کړۍ.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more