سياست او روانې چارې
د رحمت الله نبیل اعتراف د امریکا د مرګ ټیمونو پروژه افشاء کړه
lawangin
21.12.2014
لیکوال: عبدالرحيم (ثاقب)
تیره ورځ د ملي امنیت سرپرست رحمت الله نبیل ولسي جرګې ته په
خپلو استجوابیه څرګندونو کې پر یولړ واقعیتونو اعتراف کړ.
نوموړي د شته مدارکو او ارقامو له مخې د کابل ښار د نا امنۍ لامل
هغه د امنیتي شرکتونو په نوم ځانګړي تشکیلات وبلل چې خپل
صلاحیتونه د امنیتي ارګانونوتر واک او صلاحیت ډیر لوړ بولي.
نوموړي په تفصیلي ډول د دغو شرکتونو مربوط افرادو، د هغوی د
مرمۍ ضد نقلیه وسائطو، او همداراز د هغوی د سیکورټي ګارډ لخوا د
بي لایسنه وسلو د کارولو په اړه معلومات ورکړل چې د ده په خبره یې يواځې د کابل په ښار کې شمیر تر ۵۰۰ زیات دی او د هغوی د مرمۍ
ضد موټرونو ۸۰ سلنه يې د شخصي مالکانو پرځای د شرکتونو په نوم
ثبت او راجستر دي.
همداراز ښاغلی نبیل وویل چې د کابل ښار په خواو شا کې ۱۰۷ وسله
والې ډلې ځای پرځای شوې چې مستقیما د کابل په نا امنیو کې دخیلې
او د هغو ترڅنګ نوري ۱۰۳ غیر مسؤلې ډلې هم فعالیت لري.
د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې د رحمت الله نبیل د غه
بربنډوونکې څرګندونې د دې لامل شوې چې د وکیلانو نورو پوښتنوته
د هغه پاتې ځوابونه په سري غونډه کې وویل شي.
د کابل ادارې د یو لوړ رتبه امنیتي مقام په توګه د رحمت الله نبیل
هیښوونکې څرګندونې له څو اړخونو د تأمل وړ دی.
۱- د کابل په خواوشا کې ۱۰۷ وسله والې ډلې د چا لخوا رامنځته
شوې؟
۲ـ د دغو ډلو هویت څه او تمویل يي د چا پرغاړه دی ؟
۳ـ د کومو اهدافو او فعالیتونو لپاره رامنځته شوې دي؟
۴ـ د کابل ښار او له هغه نه بهر په کومو استقامتونو کې ځای پرځای
شوې دي؟
۵ـ د ۱۰۷ وسله والو ډلو ترڅنګ د ۱۰۳ غیرقانوني وسله والو ډلو
مفهوم دا افاده کوي چې لومړنۍ ۱۰۷ وسله والې ډلې مسؤلې او له
قانوني صلاحیت څخه برخمنې دي .
۶ـ که د غه ډلې قانوني صلاحیت او مسؤلیت ولري بیا نو د دولتي
رسمي تشکیلاتو ، دفاع وزارت ، ملي امنیت او کورنیو چارو وزارت
دنده او مسؤلیت څه دی؟
۷- ولي تراوسه پوري دولت او د هغه کشفي ارګانونه د دغو ډلو د
افشاء او له منځه وړلو په برخه کې اقدام نه دی کړى؟
مونږ مخکي هم ویلي چې امریکایان افغانستان ته د خپلو اهدافو د
ترلاسه کولو لپاره راغلي او دلته د دوي په مرستو جوړ شوي دولتي
تشکیلات له نامه پرته نور هیڅ ډول ارزښت نه لري.
دا چې ښاغلی نبیل د دغو ټولو قانوني او غیرقانوني وسله والو ډلو له
موجودیته خبر او د هغوي په اړه له اقدام کولو عاجز دی معنايي داده
چې د هغوی په رامنځته کولو کې تر دولتي سطحې په لوړه کچه داسې
اشخاص دخیل دي چې د هغوی تنفیذي او اجرایوي صلاحیت د ملي
امنیت ، دفاع وزارت او کورنیو چارو وزارت له صلاحیته پورته دی .
په کابل ښار او نورو ځینو ولایتونوکې د بهرنیو ځواکونو له تحرکاتو
څخه داسې څرګندیږي چې بهرنیان د کابل د اداري ترڅنګ له هغې
سره نورهم ځیني موازي تشکیلات فعال کړي چې هغوی په سري توګه
د بهرنیو ځواکونو په ګټه خپل فعالیتونه پر مخ بیايي.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پرمهال د ولسي جرګې ځینو
غړیو دا ادعاوکړه چې بهرني ځواکونه په شمالي سیموکې وسله والو
مخالفینوته ته وسلې ورکوي او دوی په خپلو سترګولیدلي چې د دغو
ځواکونو الوتکي د وسلو محمولې د مخالفینو تر کنټرول لاندې ساحو
کې را غورځوي.
ورته ادعاوې د مرکزي افغانستان په زابل ولایت کې هم وشوې.
هغه مهال چا د وکیلانو د غو خبروته اعتناء ونه کړه ، خو اوس چې د
رحمت الله نبیل په سویه لوړ پوړی دولتي چارواکی د کابل په خواوشا
کې د سلګونو غیر مسؤلو وسله والو ډلو په شتون اعتراف کوي ، هغه
د وکیلانو پخواني ادعاء هم سړی بيځایه نشي بللای.
امریکایانو په عراق کې هم د خپل اشغال پرمهال د نوري المالکي د
رسمي دولت ترڅنګ یوډول غیر مسؤلې ډلې د مرګ ټیمونه (Death
squads) په نوم تشکیل کړې چې په دغه هیواد کې یې د فرقه يي او
توکمیزو اختلافاتو په راژوندې کولو سره په لسګونو زره عراقیان په
یوه اوبل نوم په ډیره وحشیانه طریقه ووژلو او د عراقې ولس ترمنځ
یې داسې مذهبي ، او قومي درزونه راپیداکړل چې بالاخره یې خبره د
دغه یوموټي هیواد تجزیې ته ورسوله؛ ځکه د غو غیر مسؤلو ډلو د
مذهب او توکم په نوم دیوه او بل پرخلاف داسې جنایات ترسره کړل
چې په راتلونکي کې یې د هغوی دواړوقومونو په یوه هیواد کې تر یوه
دولت لاندې ژوند کول په قطعي توګه ناشوني کړل.
امریکایانو د اربکي سازی بدنامه پروژه هم د همدې غرض لپاره لومړی
په عراق کې ایجاد او بیا يي په کال ۲۰۱۰ کې د امریکايي جنرال
ډیویډ پیټروس په وسیله په افغانستان کې عملي کړه.
سره له دې چې د عراق او افغانستان اجتماعي او جغرافیايي وضعیت
یو له بله توپیر لري خو بیاهم د امریکایانو د اربکي سازي پروژي په
افغانستان کې د امریکایانو لپاره مثبته نتیجه ورکړه او هغه دا چې همدا
اوس په هغو سیموکې چې اربکیان شتون لري داخلي شخړي ، نا امني
او بشري جنایات تر هغو سیمو ډیرې دي چیرته چې امریکايان او
يانور بهرنیان شتون لري.
اوس چې ښاغلي نبیل د کابل په خواوشاکې د سلګونو وسله والو ډلو د
ځای پرځای کیدو اعتراف وكړ نو دا به د اربکي سازي د پروژې تر
څنګ هماغه د مرګ ټیمونو(Death squads )بله خونړۍ پروژه وي
چې د امریکایانو لخوابه د کابل چارواکو په خوښه په افغانستان کې را
منځته کیږي او دلته به هم د نورو نا امنیو ترڅنګ د سُني ،شیعه ،
پښتون اوتاجک اونورو قومونو ترمنځ د اختلافاتو په خپرولو سره خپل
اجرتي جنایتونه ترسره کوي.
په عراق کې د مرګ ټیمونه (Death squads) چې د امریکایانو لخوا
رامنځته شول په ابتداء کې د دغه هیواد په شیعه مذهبي مشر مقتدی
الصدر پوري وتړل شول ، خو مقتدی الصدر چې په ښکاره په عراق
کې له امریکايي اشغال سره خپل مخالفت څرګندوي ځانته د فرق
الموت (Death squads) منسوبول په ټینګه رد کړل.
د امریکایانو لخوا د مرګ د ټیمونو اصطلاح د لومړي ځل لپاره په لاتینې
امریکې کې د امریکايي اشغالګرو لخوا کارول شوي ، له هغه راوروسته
چې هرځای امریکایانو مداخله کړې هلته یې خپلې مداخلې ته د زمینه سازي په غرض د غه بد نامه تخریبي پروژه هم ورسره ایجاد کړې .
افغانستان چې هسې هم له تیرو دری نیمو لسیزو راهیسي د جګړو په
اورکې سوځي او اوس یې د واحد ملت ترمنځ ډیرې فاصلې رامنځته
شوې د دغې تخریبي پروژې په رامنځته کیدوسره یې ښايي نور هم
وضعیت نهايي خطرناک حالت خپل کړي او د پغمان د پیښې په ډول اویاهم په مسجدونو او نورو مذهبي او اجتماعي مراسموکې د انفجاراتو
لړۍ او یاهم د ژبې ، سمت او مذهب په نوم بي هدفه وژنې ورسره پیل
شي.
د کابل حکومت چارواکي چې د ملي یووالي ترشعار لاندې یې خپل
فعالیت پیل کړی که د امریکایانو له دغې خطر ناکې دسیسې نا خبره
وي باید ځان ورباندې خبر او مخنیوي یې وکړي او که د هغې په
رامنځته کولو کې له امریکایانو سره شریک وي نو بیا دې دا خبره په
یاد ولري چې افغانان کله هم د خپلو مقدساتو ، خپل هیواد او خپل ملي
وحدت پرضد دچا دسیسوته نه تسلیمیږي ، هغوی به یې د الله په
نصرت مقابله کوي او د خپل هيواد په اړه به د دښمن دغه عزائم هم
ناکاره کوي ، خو د دښمن د ناوړه عزائمو د پلي کولو شرم او ننګ به
په تاریخي لحاظ همدغو چارواکو ته پاتي کیږي.