د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

madad

Anonymous
26.03.2005

ماته په پښتو کي ليکل اښاي مهرباني به وي


ډاکتر وطنمل
27.03.2005

aejaz ليکلي:
[quote:21383d8098]ماته په پښتو کي ليکل اښاي مهرباني به وي [/quote:21383d8098]
اعجاز خانه وروره ، ښه راغلاست او هرکله راشې! سلامونه او نيکې هيلې مې ومنه!
ستاسې خو ليکل ښه زده دي ، يواځې د جملو په جوړولو کې معياري پښتو ته اړتيا لرئ . په پورتنۍ جمله کې دوه ټکي ( کې، اښاي) سم نه دي : (کې ) بايد نه وي او حذف شي . اود (اښاي ) پر ځای بايد( وښايئ ) وليکل شي، نو جمله به داسې شي:

[color=blue:21383d8098]ماته په پښتو ليکل وښايئ، مهرباني به وي . [/color:21383d8098]

اوس هم د جملې لومړۍ برخه ( مبتدأ) د دوهمې برخې يعنې خبر سره جوښته نه ده، دغه دوه شکلونه يې سم دي :

[color=cyan:21383d8098]١ـ که ماته په پښتو ليکل وښايئ، مهرباني به مو وي .
٢ـ مهرباني وکړئ، ماته په پښتو ليکل وښايئ. [/color:21383d8098]
دغه راز که (( په پښتو ليکل)) په (( پښتو ليک)) بدل کړئ ﻻ به ښه شي :

[color=yellow:21383d8098]مهره باني وکړئ ماته پښتو ليک وښايئ [/color:21383d8098].
[color=cyan:21383d8098]که پښتو ليک راته زده کړئ، دا به مو لويه مهرباني وي . ... [/color:21383d8098]

[color=blue:21383d8098]اوس نو تاسې خپلې نورې پوښتنې وکړئ. والسلام . [/color:21383d8098]


Anonymous
27.03.2005

(( ١ـ که ماته په پښتو ليکل وښايئ، مهرباني به مو وي .
٢ـ مهرباني وکړئ، ماته په پښتو ليکل وښايئ.
دغه راز که (( په پښتو ليکل)) په (( پښتو ليک)) بدل کړئ ﻻ به ښه شي :

مهره باني وکړئ ماته پښتو ليک وښايئ .
که پښتو ليک راته زده کړئ، دا به مو لويه مهرباني وي . ... ))
XXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXX

زه داجملې پرې ورډېرووم :

مهرباني وکړۍ ماته پښتو ليکل وښاياست ٠

که پېرزو وکړۍ او ماته (( پښتوليکنه )) رازده کړۍ ...
...ماته پښتوليکنه راوښېوۍ
ماته د سمې پښتو ليکنې ښوونه وکړۍ

له کندز څخه ازاد نظر

[color=red:c517772f9f][/color:c517772f9f]


Anonymous
27.03.2005

ازادنظر

دکندهاراوسنۍ پښتو:

درخته
برګونه
شاخونه
سايه
سېب
سېبان
سېوان

ددغولغاتونو ژباړه د کنړ ، ننګرهار ، پکتيکا اوپکتيا ولايتونو کی :
ونه
پاڼې
څانګې
سؤرې ، سيورۍ
مڼه
منڼې

له کندز څخه ازاد نظر


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more