سياست او روانې چارې
پاکستاني طالبانو ۱۲۶ زده کونکي وژلي او ۱۲۲ یې ټپي کړيدي.
میرویس
16.12.2014
ګرانو وطنوالو، السلام علیکم
نن ټول مسلمانان او په تیره بیا پښتانه په پیښور کې په يوه سکول باندې د طالبانو په حمله چې ۱۲۶ طالب العلمان پکې ووژل شول او ۱۲۲ پکې ټپي شول افسوس کوي او معصومو ماشومانو چې د پښتون قام د بقاضامنان وو، دویر په ټغر ناست دي.
د پاکستاني طالبانو ټي ټي پي وياند محمد خراساني ددغې حملې دذمه وارۍ قبلوله کړېده. نن د افغانستان او پاکستان د پښتنو او ټولو مسلمانانو د زړه نه ویني څاڅي چې ولې دغه ماشومان طالبانو ووژل؟ دطالبانو دغه عمل د طالبانو دپاره طوق لعنت، دماشومانو د پلرګنۍ او پښتون قام او ګرد اسلام دپاره دداسې دردونکې غمیزې مثال دئ لکه د کربلا فاجعه.
رپوټونه وايي چې په پيښور کې په ښونځي باندې حمله کونکو پخپلو کې په عربي ژبه خبرې کولي. د القاعدې ترورستي ډله چې د پاکستاني طالبانو سره په ګډه د مسلمانانو او پښتو په قتلونو کې لاس لري، کوښښ کوي چې د طالبانو او ولس تر
منځ آشتي نا پزیره دښمني پیدا کړي، ترڅو پدې علاقه کې د ځان د بقا دپاره خوندي ځای تضمین کړي.
طالبان چې د اسلام نغارې ډنګوي د القاعدې د بدعتي ترورستانو تر فشار لاندې اسلامي ارشادات، پښتونولي او انساني اصول او معیارونه نقض کوي. د طالبانو دغسې اعمال اسلام، پښتو او انسانیت ته توهین دئ.
د تاند، بي بي سي، خبریال ډات کام په شمول ګڼ شمیر رسنیو پدې ارتباط رپوټونه خپاره کړیدي.
د پاکستان صدراعظم نواز شریف پېښور ته ورغلئ چې پخپله د حالاتو جاج واخلي او په ملک کې یې درۍ ورځې ماتم اعلان کړیدئ. هغې ویلې پدې کې دې څوک شک نه کوي چې حکومت او پوځ به د تروریزم جرړې د ابد دپاره وباسې او ملک به د هغوی دشر نه بچ کړي.
http://www.khabarial.com/?p=129617
larghonay laraway
20.12.2014
دا ټول د پاکستان د حکومت او ای ایس ای کارونه دي. هغوی د پښتنو د وژنې په قصه کې نه دي بلکې په دې کار هم له امريکاپيسې اخلي.
چې دا دی القاعده مونږ هم وژني پيسې راکړه چې کنټرول يې کړو!
میرویس
25.02.2015
لرغونئ لاروئ صاحب، السلام علیکم
ورور جانه، ددې حملې مسؤلیت خو د پاکستاني طتالبانو مشر ملارادیو یا ملا فصل الله په غاړه واخیست. پدې کې شک نشته چې دا ډله د القاعدې تر اٍثر لاندې ده، خو د سکول کوم حمله کونکي چې نیول شویدي ټول پاکستاني پښتانه طالبان دي. موږ ته پکار دي هر څوک چې ترور کوی، که پښتانه وي او یا بل څوک ویې غندو.
په مولا دې سپارم.