د موضوعګانو سرپاڼه
سياست او روانې چارې
د فساد پر ضد مبارزه !
Hashmat Kahn
12.12.2014
افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د خپلو کاري په لومړیو ورځو کې په ټول افغانستان کې د فساد او بی امنیو پر ضد د مبارزې اعلان وکړ. ولسمشرغنی وویل د کابل بانک د قضیې بیا پرانیستل به د فساد پر ضد لومړي ګامونه وي او هغه کسان چې د کابل بانک په قضیه کې ککړ دي محکمې ته به راکاږل کیږي او عدالت به پې پلی کیږي. د لوي څارنوالي د راپور له مخې تر دم مهاله ۳۰۰ میلونه امریکایی غلا شوي ډالر ترلاسه شوی او ګن شمیر کسان په زندانونو کې په دي تړاو اچول شوی ډي. د یادونې وړ ده چې ډاکتر عبدالله عبدالله د اجرایه رییس هم په څو ځایونو کې په کلکه د ولسمشر غنی له دریز څخه ملاتړ اعلان کړي.
تاسی د کابل بانګ د قضیې د بیا پرانیستلو په اړه څه نظر لري؟
په درنښت
حشمت
دامریکا متحده ایالاتودمرکزي قومنداني دبریښنایې خبرواترو تیم