سياست او روانې چارې
پښتنو لږ وشرمېږئ!
larghonay laraway
11.12.2014
نن مې د پاړسيوانانو سره فيسبوکي جنګ ؤ زیارمل صيب هم شاهد دی. په هغه بحث کې هغوی دا هم وويل چې پښتانه قبيله پالونکي دي. دوی په خپله د (پوپلزي، بارکزي، هوتک، الکوزي، احمدزي، منګل، شينواري، افريدي، يوسفزي، مومند او ...) له قبيلوي نومونو او خويونو څخه نه تېرېږي او پر مونږ افغان نوم تحميلوي.
نو نور خو لږ وشرمېږئ دا قبيلوي مفکوره او نومونه وغورځوئ!
Samsor Afghan
11.12.2014
د افغان کلمه په تاریخی توګه ډیر ارزښت لری په کلنو کلنو پری یاد شوی یو او زه نه پوهیژم چی زمونژ تاجک قومونه ولی دومره بده تری وړی؟
د افغان کلمه باید وڅیړل شی
او د تخلص په اړه د هرچا خپل حق دی چی کوم نوم پر ځآن ږدی مونژ اوس د تاجکانو په زړه پر ځان تخلص نه شو کیښودلی.
د هغوی هم حق دی چی خپل استدلال وکړی. خو دا کار یی په ګټه نه ده هسی بیځآیه غولیدلی. د افغان کلمه اوس پر هغوی ایښودل شوی چی ۱۰۰۰ کاله هم پری تیر شی دوی به افغانان شمیرل کیژی.
بیا هم تاکید کوم د هیڅ چا حق باید تری وا نخیستل شی چی په هر تخلص باندی ځآن خلکو ته ور پيژنی.
اشرف غنی له ځآن نه احمدزی لری کړ خو دا حق نه لری چی ماته هم وه وایی چی احمدزی تخلص مه کاروه.
او بل دا چی دا کارونه داسی نه کیژی چی که هغوی په ځآن د افغان کلمه ږدی نو پښتانه به خپل قومی تخلص نه کوی. ناممکن کار دی او حق یی هم نه لری.
د ډیماکراسی دا نه قانون دی او نه یی څوک پر چا قبلولی شی.
د تذکری خبره ملی ده باید وڅیړل شی.
larghonay laraway
13.12.2014
سمسور خانه يو وخت انسانان په مغارو کې اوسېدل او اوس هم که څوک په مغارو او سمڅو کې اوسي نو د چا ورسره حق نشته. خو د قبيلوي ژوند وخت تېر دی او پښتانه همدې قبيلويت د ورکې درشل ته ورنژدې کړې دي.