د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د ډیورنډ کرښی ډرامه تر څو؟

Samsor Afghan
08.12.2014

سلامونه او نیکی هیلی می ومنی،

خدای د وکړی چی ټول روغ او جوړ واست.

نن د یو زده کیاړ چی د نړیوالو اړیویکو زده کړی کوی راسره بحث وو خبره د د ډیورند په کرښه راغله رانه یی وپوښتل چی د ډیوروند کرښه اخر څنګه کوی؟
له د کرښی یوازی افغانستان دفاع کوی او که ها خوا پښتانه هم؟
او که دا کرښه تاسو نه منی اخر څه تری جوړوی؟ څومره وخت باد؟
آیا د افغانستان اوسنی حالت ددی دی چی د ډیورند کرښه هم وغواړی او ډوډی هم؟
تاسو د ډیورند د ردولو دلایل څه دی؟ آیا ها خوا پښتانه تاسی غواړی که پاکستان؟

ملګرو سوالونه ډیر ول خو ستاسو ځواب داسو پوښتنو ته څه دی؟
تاسو څه فکر کوی؟

په درنښت


Re: د ډیورنډ کرښی ډرامه تر څو؟

lawangin
09.12.2014

سمسوره لکه چې پنجيانو برس در کړی وي نو ځکه داسې موضع
مطرح کوې !
حقوقي او تاريخي برخې یې ډېرې دي له هغوی به زه تېر شم !
خو زه دا وايم چې د انګليس يو ګوډاګی هېڅ وخت دملت او قام په
سر فيصله نشي کولی اونه یې څوک مني !
پښتانه يوه کورنۍ ده نو دکورنۍ ويش د یوو ګوډاګي له خوا غیرې
منطقي او حقوقي دی !
پښتانه طبيعي ‌ګډ حقوق ، کلتور ، ژبه ،تاريخ او دوینې قرابت لري نو
پردې اساس یې جدایې نا ممکنه ده ! هو په تورخم د پنجاب بيرغ ولاړ
دی خو کله چې زه په پېښور ، نوشېره ، ...کې یم نو زه داسې احساس
کوم لکه چې په خپل کلي افغانستان کې يمه ،ځکه زما قام هلته شته چې
مونږ اوزه ورسره اړيکي لرو نو ورور له ورورهڅخه نشي جدا کېدی !
که په افغانستان کې داسلام ضد عناصر ورک شي او يو اسلامي
اقتصادي غښتلی دولت منځ ته راشي نو دپښتنو يوالی به بيا ډېر
مشکلات ونلري او ډېر به نږدې شي!!
که دافغانستان دا فاسد دولت او دفاسدې اولسي جرګې پرېکړه يې هم
دډېورند درسميت پېژندلو په برخه وشي بيا هم هغه مدار داعتبار ندی
ځکه يواځې ټول پښتان ددې خبرې حق لري او بل څوک نه !
دپښتنو په تقسيم کې ددوښمنانو خيالي او بې عقله خوشالي به وي
خو دپښتون دقام زوال دی چې هغوی یې هيڅ نه غواړي او نه یې
مني !!!

pattang

[quote:9c85e7b3cb="Samsor Afghan"]سلامونه او نیکی هیلی می ومنی،

خدای د وکړی چی ټول روغ او جوړ واست.

نن د یو زده کیاړ چی د نړیوالو اړیویکو زده کړی کوی راسره بحث وو خبره د د ډیورند په کرښه راغله رانه یی وپوښتل چی د ډیوروند کرښه اخر څنګه کوی؟
له د کرښی یوازی افغانستان دفاع کوی او که ها خوا پښتانه هم؟
او که دا کرښه تاسو نه منی اخر څه تری جوړوی؟ څومره وخت باد؟
آیا د افغانستان اوسنی حالت ددی دی چی د ډیورند کرښه هم وغواړی او ډوډی هم؟
تاسو د ډیورند د ردولو دلایل څه دی؟ آیا ها خوا پښتانه تاسی غواړی که پاکستان؟

ملګرو سوالونه ډیر ول خو ستاسو ځواب داسو پوښتنو ته څه دی؟
تاسو څه فکر کوی؟

په درنښت[/quote:9c85e7b3cb]


Samsor Afghan
09.12.2014

پتنګه سلامونه درته
صحت مو څنګه ده؟

نه نه ماته پنجاپیانو بورس نه دی راکړی او نه یی راکولی شی.

د خبری حقوقی برخه درسره منم.
اسلامی دولت او نوری خبری د ډیورند د کرښی پوری تړل هم کوم مفهوم نه شی ورکولی.

خبره داده چی د ډیورند په کرښه وژل روان دی ددی اخری حل به څنګه کیژی؟
روزانه په هیواد کی شل او دیرش کسه پری وژل کیژی.

هندوستان یی په رسمیت پيژنی.
امریکا یی منی
روسیه یی منی
چین او نور لوی هیوادونه هم زمونژ په خوا نه دی.

اوس به یی یو بل حقیقت هم ولیکم هغه دا چی دا کرښه قومونو په خپل منځ کی نه ده راوستلی دا د انګلیس او امریکا په خوښه ویستل شوه.
نو بیرته یی واک هم د قومونه په لاس کی نشته دا هسی ځآن غلطول دی چی ولا د د پښتنو قومونو کار دی دوی باید دا کار فیصله کړی.
نو محترمه
اوس یی لار را ښيه؟
اخر څه؟
اخر څه وخت؟
اخر څنګه؟
اخر په کوم واک؟
او ولی؟

په درنښت


lawangin
09.12.2014

[quote:e55b77fec2="Samsor Afghan"]پتنګه سلامونه درته
صحت مو څنګه ده؟[/quote:e55b77fec2]
مننه صحت مې ښه دی !

[quote:e55b77fec2]
نه نه ماته پنجاپیانو بورس نه دی راکړی او نه یی راکولی شی.
[/quote:e55b77fec2]

ما پنجابيان ندي ليکلي بلکې پنجيان چې له هغوی نه بد دي او افغاني
هويت نه مني !

[quote:e55b77fec2]
د خبری حقوقی برخه درسره منم.
[/quote:e55b77fec2]

نو چې حقوقي یې منې نو ولې خپل حق نه غواړې ؟؟

[quote:e55b77fec2]
اسلامی دولت او نوری خبری د ډیورند د کرښی پوری تړل هم کوم مفهوم نه شی ورکولی.
[/quote:e55b77fec2]

مفهوم خو پردې ورکولی شي چي زمونږ کوز وروڼه په اسلام ډېر
کلک ولاړ دي يواځې دسرو خولويو فلمي هلکان یې انتي اسلام دي نو پر دې اړه روابط نور هم نږدې کيږي او سرحد سستېږي !

[quote:e55b77fec2]
خبره داده چی د ډیورند په کرښه وژل روان دی ددی اخری حل به څنګه کیژی؟
روزانه په هیواد کی شل او دیرش کسه پری وژل کیژی.
[/quote:e55b77fec2]

که صليبي اشغال او دکابل فاسد رژيم ورک شي نو وژنه به هم ختمه
شي !

[quote:e55b77fec2]
هندوستان یی په رسمیت پيژنی.
امریکا یی منی
روسیه یی منی
چین او نور لوی هیوادونه هم زمونژ په خوا نه دی.
[/quote:e55b77fec2]

فاسد هندو خو دشمالي غلو کلک ملګری دی او اوس ار بکيان دوی په
غاړه اخيستي دي او روزي یې نو هغوی چې دکشمير اولس ته ازادي
نه ورکوي نو پښتنو ته کله ! دهغوی هدف ضعيف پاکستان دی او له
تاجکو د نظارله شورا سره کار کوي چې دپاکستان په زخمو مالګې
دوړه وي ! ته که حيسيت ولرې اقتصادي او سياسي استقلال ولرې
نو بيا به روسيه ، امريکا او نور ستا خبرو ته ار مرو خوږ ږد‍ي !
يو وطنپال او اسلام پال دولت به دپښتنو يو والی قانوني غواړي اوکه
دغسې رنډۍ وي لکه اوس نو له هغې دچا سترګې نه شر مېږي هر
څوک خپل کار پرې کوي !

[quote:e55b77fec2]
اوس به یی یو بل حقیقت هم ولیکم هغه دا چی دا کرښه قومونو په خپل منځ کی نه ده راوستلی دا د انګلیس او امریکا په خوښه ویستل شوه.
نو بیرته یی واک هم د قومونه په لاس کی نشته دا هسی ځآن غلطول دی چی ولا د د پښتنو قومونو کار دی دوی باید دا کار فیصله کړی.
[/quote:e55b77fec2]

نو چې ندی یې راوستلې باید په هيڅ صورت یې قبوله هم نکړي !!!

[quote:e55b77fec2]
نو محترمه
اوس یی لار را ښيه؟
اخر څه؟
اخر څه وخت؟
اخر څنګه؟
اخر په کوم واک؟
او ولی؟
په درنښت
[/quote:e55b77fec2]

کله چې يو اسلامي پاک دولت منځ ته راشي او اقتصادي انقلاب منځ
ته راشي نو د مصنوعي نالتي خط دواړه خواوو ته به پښتانه ډېر ډېر
سره نږدې شي لکه چې دکريم ټاپو له اوکرائن څخه لاړه همداسې به
پښتونخوا هم له پنجابه لاړه شي !
دلته بل سياست په کار دی !
اول شرائط اماده کول بيا غوښتنه !!!

pattang


Samsor Afghan
10.12.2014

پتنګه اشنا؟

چی کرښه یی در باندی یی ایستلی په زور ده قبلولی هم شی او بل دا چی ستا قبولی او نه قبولوته خو بیخی څوک وخت نه درکوی.

(اسلامی دولت) هر څه هوایی نه راځی یو باعث باید ولری او بل دا چی اوسنی دولت مو بلکل اسلامی ده او دا خلک چی پکی کار کوی دا کفار نه دی مسلمانان دی.
که طالبانو ته معطل یی بیا هم خطا ایستل شوی یی ځکه طالبان القاعده او دا نور داعش او مردارخواره او قاتلان خو بیخی د کفارو په لاس جوړشوی دی نو بیا به ښه اسلامی دولت را منځ ته شی.
او بل دا چی یو سل کاله نور هم صبر وکړو ممکن بیا دا مرداره کرښه له منځه ورکه شی.
اشنا دا اوسنی نسل د پاکستان تر نامه لاندی د پولی ها خوا ته ژوند کوی چی دویم او دریم نسل را منځ ته شی بیا به ښه خپل هدف ته ورسیژو؟؟؟؟؟؟.

په درناوی

د حل لاره باید منطقی وی


larghonay laraway
11.12.2014

د پتنګ خبرې سمې دي.
اوس بايد ډيورنډ کرښه همداسې چې څنګه ده ويې ساتو خو ترې تېر نه يو.


Samsor Afghan
11.12.2014

پتنګه نو معطل شه اسلامی دولت ده.

اسلامی دولت بیخی سرحد نه منی داده داعش در روان دی ټول هیوادونه به یو هیواد شی انډوخر به شروع شی.

پښتانه اوس هم د شاعر په کلام غولیدلی.

د ډیورند کرښه کومه عادی خبره نه ده ټول هیواد تری نا کرار دی دا خبره بی اهمیته پاتی کیدلای نه شی. روازنه پری مړه کیژو.
د کور څلورم دیوال یی در ړنګ کړی خو مونژ لګیا یو کوډلی پکی جوړوو. د هیواد امنیټ چی تامین نه شی عمرونه به مو همداسی تیرشی خو د نړی د نورو قومونو ته به همداسی بی اهمییته یو.
پښتون ته څه ور پاتی دی؟
کومه بله خبره ډیره مهمه ده؟ د ژوند هدف مو څه ده؟ او په څه لګیا یو؟

درناوی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more