د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

خبرونه (خبرونه د خندا سره )

شمشاد شينواری
24.03.2005

.................................................خبرونه
................................وړاندي کيږی د پښتو خاص خاص خبرونه
نن يو غريب مزدور ښاغلی ګولي شالي شمکور د خولي ١٢ غاښونه هغه وخت ووتل څه وخت چې هغه په خپل کور کي د حلوا پليټ ته ناست وو.

کله چې د دې نه د قصابانو مشر ټيپر شاه خبر شو نو دومره غوصي واخيسته چې د شمړو ډک کنډول يې په سر راواړ په بريتو يې لاس را کيښود او به جړک جړک يې وخندل.

خلک اسمان ته وختل خو ټاټکی ګل خان کاکا خرګاډي ته نشي ختلی.

نن يوي لاري د خرګادي سره ټکر وکړو په خرګاډي کې لس کسه کابل ته روان وو خو د هسپتال په تګ کاميباب شول.

نن ماښام شوده ګل چرسی په جومات کې لس کسه د سپلونه محروم کړي دي.

نن په سبزی منډي کې يوه خټه دماکه وشوه چې په هغی کې لس کدوان مړه و درې سخت زخميان شول کله چې د دي نه مرچکی لالا خبر شو نو دومره غوصه واخيسته چېد لاري په جنګله کې دغوصی نه سور واوړيده.
کله چې د دي نه کيله بی بی خبره شوه. نو ويې ويل چې مونږ به تر هغه جګړه کوو تر څو مونږ د مړو کدوانو بدله وانه خلو.

.................................راځو د سپورټ خبرونه ته.........................
نن دپاکستان او انډيا تر مينځه سخت لوبه وه. نو د پاکستان په ټيم کې نيم سير غوړي کم وه چې په هغی باندي کامران اکمل، عاصم کمال او محمد سميع پښي او لاسونه غوړي کړي وي.

.........................................موســـم .......................................
موسم څه خاص خبر نه شته خو که نن ماسپښين چې هر جا کدال خوړلي وي د هغه په خيټو کې د ګړز ګړز امکان دي.
او نن به لمر به د ورځی په ١٢ بجی راخيژي او د شپی په ١٢ بجی به پريوزي.

( سرخوړلو خبرونو سره وخوړلو د الله پامان )


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more