د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د مارچ په 18 مه د نيويارک په ښارکښي د ښځي په امامت د جمعي اداسو ، او خطابه ئې هم ور کړه ٠ مقتديان ئې نر اوښځي په يو


ع کريم حليمي
21.03.2005

درنو او محترمو خويندو او وړونو سلام
د مارچ په 18 مه : د اسلام په تاريخ کښي د ا لمړی ځل دي چه ښځه د لمانځه امامت کوي ٠ د نر اود ښځو په عيني وخت کښي ٠
دغسي ګستاخۍ تر نننۍ ورځي پوري نه وه سوې ٠ پرهېزګارو مسلمانان ، د هند او شيعه پرپېزګارو ويل چه دا د امريکا توطئه ،دسيسه ،نقشه امېزه خيانت دي ٠

امامه Amina Wadud امينه نوميږي ٠ او امينه پروفېسره ده د Virginia Commonwealth University (ويرجنيا کامنويلت پوهنتون )
تخمينأ سل تنې مقتدياني به ئې حجاب داره ښځي وې نور نارينه ٠
او خطابه ئې هم ورکړه

د هند مسلمانانو يعني ملايانو ٠ امينه dismissive عدم رعايت ئې کړه ٠ د امامت ادعا چه امينې کړې ٠ علماوو وويل چه مراد ، هدف او مقصد د اميني په امامت کښي دا وو چه توجه د خبرنګارانو جلب کړي و ځانته ٠

ترجمه د :The telegraph
...............Calcutta , Idia
خبر نګار ٠ RASHEED KIDWAI


pattang
21.03.2005

حليمي صيب اوس په کرار کرار ملا کيږې .
ولې دلګير ئي درک دي نشته ؟
وروره دوي په اسلام کې ايوا نګيليوم يا لوتريزم منځ ته راولي ،اما مارتين لوتر
يوعالم سړې وه ، خوبوش غواړې چې خپل ځان مسلمانانوته داسې جوړ کړي لکه مارتين لوتر او د مسلمانانو په دين کې نوي اصلاحات راولې ?؟
))) که غوړه ښائسته ښځه( مورا) مخ ته شي په خداي قسم تمامه ورځ په اوداسه ورته ګرزم اوله مسجد نه به کور جوړ م او چړېتوب به ئي کوم (((

دپښتنو او مسلمانانو دويښيدو په مينه پتنګ.


Anonymous
22.03.2005

که ښځه او نر داسلام له نظره مساوي حقوق لري نو بيا مشکل چيرې دی؟ حليمي صيب تاسې خو يو روشنفکر ملاياست تراوسه ستاسې ليکنې په خوند لولم خو که تاسې دښځې مقام ته دټيټ والي په نظر ګوری نو بيا خو مجبوريم په خپل نظر له سره کتنه وکړم.


Anonymous
22.03.2005

دروند مېلمه صاحب سلامونه او ښې هيلي او هم درنو لوستونکو سلامونه
[quote:833f362ec5]بيا خو مجبوريم په خپل نظر له سره کتنه وکړم[/quote:833f362ec5]

دا خو يو واضح حقيقت دي ٠ چه زماد شخصيت تعين ستاسو په لاس کي دۍ
زه داحق نه لرم چه ځانته د شخصيت اندازه تعين کړم ٠
او دا چه زما ګوډي او ړندې ليکني په خوند لولې ٠ زما لپاره لوی تزئين دۍ
ستاسوڅه يوه نړۍ مننه !
پورته ليکنه ما د The telegraph څخه ترجمه کړې ده ٠ نظر د خبرنګار دۍ
انشأ الله که ضرورت وو ٠ زه به ورسته خپل نظر څرګند کړم ٠ غواړم چه نور ديني علما خپل علمي نظرونه ،د فقهي له نظر ، او دشريعت له نظره څرکندوني وکړي


Anonymous
23.03.2005

ګرانووطنوالو!

همدااوس مې د موضوع په هکله ليکنه کووله اونږدې ووم چې ختمه يې کړم خو ناڅاپي کمپيو ټر بند شو اوټول مضمون له پردې څخه غايب شو ٠ حيف زما دوخت چې بې وجدانه جاسوسان يې راضايع کوي ٠ داچې هرڅوک وي ، افغان وي که عرب يا انګرېز بس لعنت دی وي پرې ٠

ازاد نظر


Anonymous
23.03.2005

ټولودوستانوسلامونه مي واخلئ
ملعون سلمان رشدي چي په نيويارک دامينه ودودپه نوم دجعلي امامت سمبالولوچارې په غاړه درلودي اوپه خپله نوموړئ هم دجعلي مونځ له برخوالوڅخه ووله بده مرغه چي دمسلمانانوبي غورئ له امله يی داسلامي احکاموله توهين څخه تراوسه لاس نه دی اخستئ ٠
جعلي امامت مي ځکه ورته ووي چي جوماتونوکښي دنه اجازې له امله دغيرمسلمانانوعبادت ځای يا ګرجاګرکښي ادا کړل شو ٠داسلام دوښمنان چي کله داسلام سپکاوئ کوي نوغيرمسلمانانوته داسلام جامه ورغوندي اوداسي ښيی چي ګني داکارمسلمانانوکړئ اوداډيرکم امکان لري چي دامينه ودودپه امامت کښي دکوم مسلمان هم مونځ کړئ بلکي ښايی چي له يوي مخي ټول عيسوي مذهب خلک وي چي غوښتل يی اسلامي احکام ورو ورو اغيزمن کړي ٠
اوپه دي با ره کښي چي کوم ناپوهه مسلمانان دامينه ودود امامت تائيد اويادښځومساوات خبره کوي زما په اند داخلک غلط فهمئ کښي مبتلا دي چي بايد دي ته پام ولري چي اسلام پاک دين کښي نراوښځې ته په خپل خپل ځای حقوق ورکړل شوي اودمساوات معنی هيڅکله هم بايد داسي نه وي چي نارينه څه کوي هغه بايد ښځه هم وکړي چي دا کارله ممکناتووتلي خبره ده چي عملي کول يی محال دي ٠
دمثال په ډول دماشوم زيږول دښځې په غاړه دي مونږ نه شوکولای چي دامساوات برابرکړو چي يو وار دښځه ماشوم زيږوي اوبل وار دنارينه چي داکارناشونئ دی اومساوات ممکن نه دی نوچي ممکن نه دی بيا نو ولي دالله جل جلاله احکاموکښي ګوتي ووهواويايی ترپوښتنې لاندي راولوبلکي داټول دالله جل جلاله امتحانات دي چي معلوم شي څوک په حق لاره (( دالله جل جلاله احکاموته غاړه کيښودل که څه هم کله کله يی عقل نه مني )) اوڅوک ناحق لاره ځي اوداصحاب الجنه اواصحاب النارتوپيروشي ،

[color=red:ec6b6a2072]اوپه پای کښي الله جل جلاله دامينه ودود ته هدايت وکړي چي نورداسلامي احکاموله سپکاوي لاس واخلي اوکه هدايت نه نصيب نه وي بياچي کله امامت ته مخ ته کيږي نودومره حيض ورباندي راولي چي چي چي ٠٠٠٠٠٠ ٠٠بس ده
[/color:ec6b6a2072]


نقاد
23.03.2005

درنولوستونکو، که په يورپ ،سترالیایا امریکا کې د اسلام له ارشاداتوسره سم هر عمل ترسره شي مونږ یې ښه او په زړه پورې عمل بولو، خو که بد یا له اسلام مخالف عمل داسلام په نامه تر سره شي اوهغه هم بیا په امریکاکې، نو د ډیرو غندلو وړ دی .
د ښځې امامت ښایي د نراو ښځې دمساوات په تشه [color=red:e9e9eeb54d]بهانه[/color:e9e9eeb54d] تر سره شوی وي . داچې په اسلام کې تر څلورو ښځوپورې نکاح کول روا دي، ښایی نوموړې ملاامامه ملاګۍ آو مقتدیانې يې ترې بله ورځ دا نتیجه هم واخلی او د یوه پرځای له څلور میړونو سره نکاح وتړي او له څلور کسانو سره په یوځل سره له ډله ییز زېکس sex څخه کار اخیستل پیل کړي .
البته اسلامي احکام دمشخصو زماني اړتیاو پر بنسټ منځته راغلي دي،نو داچې ښځینه عالمه دې ښځو ته تر نارینه و بیل او جلا جمع ورکړي او له سړیو دې بیل جوماتونه ولري ـــ دغسې کومه اړتیا د اسلام د نزول په اوږدو کې نه ده رامنځته شوی، که نه ، ښایي جواز څه چې لازم او واجب شوی هم وای ، والله اعلم !
[color=blue:e9e9eeb54d]خو داچې د ښځوبيله جمع دښځينه عالمې په امامت تر سره کول هغه وخت نه واجب شوی او نه یې جاز ورکړی دی، د جهان هیڅ قدرت نشی کولی هغې ته لا اسلامي جواز ورکړي . نو بیاامریکااو د هغوی صلیبي او یهودي اسلام پوها ن څوک دي چې د اسلام پیښې وکړي او د خپلې چټلۍ دغه ډول بیلګې دې اسلامي نړۍ ته وړاندې کړي ؟ . والسلام . [/color:e9e9eeb54d]


Anonymous
23.03.2005

نقادصيب سلام
ستاسوليکنه مي ډيره خوښه شوه اومهمه ده چي بيا ستاسوپه څيرديموکراسي پلوه داسلام دوښمنانوپه ضد دومره جدي نظرلري
خوشحاله اوخوښ اوسئ



ع کريم حليمي
23.03.2005

درنو وړونو ، نقاد صاحب
السلام عليکم و رحمه الله و برکاته
نقاد صاحب ليکلي چه :درنولوستونکو، که په يورپ ،سترالیایا امریکا کې د اسلام له ارشاداتوسره سم هر عمل ترسره شي مونږ یې ښه او په زړه پورې عمل بولو، خو که بد یا له اسلام مخالف عمل داسلام په نامه تر سره شي اوهغه هم بیا په امریکاکې، نو د ډیرو غندلو وړ دی .
زه هم په دغه عقيده يم ٠ په لږ تفاوت

داسي نده چه ښځه د جمعي لمونځ نسي ورکولې ٠ ښځي ته شريعت حق ورکړي چه
د فرض لمانځه امامت و کړي ٠ هو اذان ئې بايد سړی وکړي ٠
د امت ميندو حضرت عايشي رضي الله عنها او ام سلما رضي الله عنها ډېر د جماعت
لمنځونه ورکړي ٠ او هم دري مذهبه موافق دي چه ښځه حق د امامت لري ٠
يوازي امام مالک موافق نه دۍ ٠
امام حنيفه يعني ابو حنيفه ، حنفي مذهب را وړي چه ښځه امامه به په صف کښي وي
مخته به نه دريږي لکه نر امام چه د صف په مخ کښي دريږي ٠
يعني ښځه يوازي ښځو ته لمنځ ور کولې شي ٠
شل کاله مخ کښي يوې ښځي په کور کښي د جمعي لمونځ ور کاوه او زمامېرمني
چه لقب ئې هم مېرمن دۍ ٠ لمانه ئې پښتنه وکړه ٠ کله چه زمونږ علمي حلقه کوو
چه د لمانځه وخت سي ډاکتر نسيمه موږ ته په جماعت لمونځ راکړي ٠
و مېرمني زړه نوو ښه دغه جماعت ته ٠
ماورته وويل چه نه ٠ زړه ورته ښه کړه ولي چه حضرت بي بي عايشې د مبارک
په حضور کښي ښځو ته جماعت ور کړيدي ٠


pattang
23.03.2005

ميلمه ګله !
که څوک رښتيا د افغان بچی وي او غواړ ې خپل اولس ته کار وکړي نو هغه بايد دخپل اولس له معنو ياتو او روحي سره سم کار وکړي نو زه په دي عقيده يم چې کوم
شيان چې نقاد ليکلې دي هغه دي مونږ دپښتنو دملت غوښتنه ده٠
وروره مونږ وتکا (wodka) خوړه وطن مو خرڅ کړ .
ددوهم ځل لپاره ويڅکي ( whisky) نشو خوړ ي٠
هغه کړه چې پلار او نيکه دي کول ٠

دپښتنولي په مينه پتنګ

[quote:295bdae54e="Anonymous"]نقادصيب سلام
ستاسوليکنه مي ډيره خوښه شوه اومهمه ده چي بيا ستاسوپه څيرديموکراسي پلوه داسلام دوښمنانوپه ضد دومره جدي نظرلري
خوشحاله اوخوښ اوسئ[/quote:295bdae54e]


نقاد
23.03.2005

آه شل ، سل او زر ځلې شکرونه کاږم او دالله تعالی داحسان منونکی یم چې ښځې ته یې دښځود امامت جواز ورکړی دی اود ګډ یعنې جمې دلمانځه له فضیلتونوڅخه یې ښځې هم برخمنې ګرځولې دي . اوس نو پکاردي چې د ښځوله پاره جوماتونه هم جوړ شي او د معروفو ، نیکو او ټولنیز ـ ګټورو امورو او آن دسیاسي افکارو دتبالې په برخه کې دتنویر مرکزونه وګرځي . په دې ډول به دافغاني اواسلامي پت ساتنې، دکورنیزو ، ټولنیزو ،نړیوالو او بشري مسؤلیتونو په وړاندې دافغاني ښځو او میرمنو په توګه بې سارې پیاوړتیا، بشپړ چمتووالی او ډاډمن برلاسئ حاصل کاندي او په ملت پاله او اسلام پاله اولسواکۍ کې به هم تر نارینه و وروسته پاتې نشي . د اسلام پراخه نظام باید د سیپارې ملا په سیپاره کې ښکیل او رامحدود نکړي . له محترم استاد حلیمي صاحب څخه ددې مسئلې د روښانه کولو له امله ډیره ډیره مننه کوم ، ځکه ډیرې پراخه علمي او منطقې نتیجې د اسلامي اولسواک ژوند له پاره په ګوته کوي! والسلام علی من التبع الهدا!


Anonymous
23.03.2005

څوسوالونه

شل کاله پخوا لا په پېښور کی ښځې د جومې مانځه دپاره جومات ته تلې ولی٠
کله چه دحج په وخت کی مکې معظمې ته وګورۍ نو د بيت الله ګړچاپيره د سړو سره يوځای ښځې هم لمونځ کوي هلته ولی ممانعت نشته چه ترټولو مقدس ځای هم دی ؟
تاسو وايۍ چه دجنت غوندی دهرمومن دارمان ځای ولی دمره ښخې ته بی ارزښته شي چه ان تر پخو لاندی يی راشي نو بنيادمانو جوړ کړي جوماتونه ولی نشي راتلې ؟
دښځواونرو جنتونه جودا جودا دي اوکه يوځای دي ؟
او بېنظيره ولی بيت الله ته ننوتی وه ؟

اوميد دی چه يوازی عاليمان جواب راکي !


ميلمه

pattang
23.03.2005

وروره ! تخنيکي داسي کار امکان نلري او ګناه د خپله دي په کمپيو ټر نه پوهيږي٠
کمپيو ټر دي ويروس لري ? او يا :
job stopping,..dailer , process killer , main memory
اويا غلطه تکمه دي وهلي دي : keyboard shortcut; hot key

[quote:e66ebb6e60="ازاد نظر"]ګرانووطنوالو!
همدااوس مې د موضوع په هکله ليکنه کووله اونږدې ووم چې ختمه يې کړم خو ناڅاپي کمپيو ټر بند شو اوټول مضمون له پردې څخه غايب شو ٠ حيف زما دوخت چې بې وجدانه جاسوسان يې راضايع کوي ٠ داچې هرڅوک وي ، افغان وي که عرب يا انګرېز بس لعنت دی وي پرې ٠

ازاد نظر[/quote:e66ebb6e60]


Anonymous
24.03.2005

پتنګ جانه تخنيکي هرشې امکان لري ، د انترنت پوليس او د خفيه ادارو اجنټان ، هاکرز ، سپامرز ، سپای ويير ، د وايرس د سافټ ووېر کمپنۍ ، کوکيس ، ايچ ټي ايم ايل ، ډووېلوپرز ، دانترنيت ځينې کمپنۍ ، متعصيبين ، اي مېل لکه هاټ مېل ډاټ کام او د ايډنټيټي تيفتس اوداسی نور دغه بې وجدانه کارونه کوي ٠ ددې ترڅنګه د اوږدې مودې تجربه لرم چې يو بې وجدانه دسپي زوی دخپلې مور اوخور لوڅ عکسونه دوايرس سره رالېږلي ٠ اوس خوډېر زيات امکانات موجودي چې دچا له کمپيوټر څخه ډېټا غلا شي ٠ داهم ممکنه ده چې دچاپه سايټ کی ليکنه کوې دهغه ايډمينيسټرېټر دی کنټرول کړي ٠
بس خبره داده چې زه پرې پوهېږم او ارمان داچې دغسې بې وجدانه دسپي زامن جرأت نه کوي چې ځان ښکاره کړي ٠

ازادنظر


Anonymous
24.03.2005

سلامونه
ښځه يواځي ښځوته دځينوخاصوشرأئطوسره امامت کوی شي امادسړيومونځ په ښځه پسي اويا په يوصف کښي سړي اوښځې ګډ دريدل نه دی روا همدارنګه ښځې دجمعې مونځ ته تلئ شي خوپه کورکښي هغوی ته مونځ بهتراوډيرثواب لري اوبيادکورانګړپه نسبت په کوټه کښي {{ چي څومره پټ ځای وي }} بهتر دی اوکه خدای مه کړه جمعې ته تللوکښي دفساداوبي پرده ګئ ويره وي نوبياخوښځې ته دجمعې لپاره له کوره وتل نه دي روا، بيادنيويارک دامينه ودودپه امامت مونځ خوله يوي مخي مردود دی ٠


Anonymous
24.03.2005

دروند میلمه ، همدااوس په یورپ کې ترکیانې او عربې ښځې د جمعې جمعې
(د جومې جمې) له پاره خپلو جوماتونو ته ځي او دنارینه و ترشا یا په ډډه پرتې کوټه کې د عین ملاامام پسې لمونځ کوي . په بیت الله شریف کې خو لا څکی څکی .
ولې په هر لانځه کې جمې ته تګ د حضرت عمر (رض) ذ خلافت له دورې راهیسې
پای ته رسیدلی او پښتنو خو آن دجومې په لمانځه کې هم د ښځو ګډون داسې له منځه وړی چې ته به وایې دغه قوم په تاریخ هډو مسلمان نه و. د ښځو ښکیلاک او زبیخاک د پښتون داسې جامه او « ناموس« ګرځېدلي چې دجنت لارې ( لکه د جمې لمونځ ) یې هم پرې تړلې دي .
داسلام په فووم کې داخبره روښانه شوې ده چې رسول الله مبارک هم د هر لمانځه په جمع لمونځ کې د ښځو له پاره له ګډون څخه په کور کې انفرادي لمونځ کول غوره
بللی دی . په دې برخه کې به عمر فاروق (رض) په هغه مباک هم ډیر ټینګار کاوه چې
ښخې دې په کورونو کې لمونځ کوي .
د ښخوامامت د سړوله پاره نه دی روا، خو:
[quote:6d69d344e7] ښځه يوازي ښځو ته لمنځ ور کولې شي ٠ [/quote:6d69d344e7]او دغه جواز هم ستونځه حلوي : د ښځو ه پاره بیل جوماتونه دهغوی ټولې دیني او مذهبي ستونځې له منځه وړي او له نارینه و سره سم او موازي حقق ترلاسه کوي،ددیني علومو کسبول په ښځینه جوماتونو او مدرسو کې د قاضي اومفتي په دندو د ښځو ګمارل هم ممکن کوي . دا بالکل د ښځو یو غورځنګ رامنځته کولی شي . مونږیې یاید ملاتړ کړو . نر علمي ځواب به تاسوته محترم حلیي صاحب او طالب جان وایی. والسلام.


Anonymous
24.03.2005

دوستانو سلام٠
داپتنګ ورور داسی ګډ دی او ودکا ،ودکا کوی ته به وايی چی دۍ داسی سوچه دی٠
پتنګ خانه ډيری ودکاو ی دی سره د روسی کلبسی په مسکو کښی خوړلی٠
نوکه دی زړه وی چی پيک په لاس عکسونه دی خپاره کړم بيا نو ږغ وکړه٠
که نه خوله چوپه نيسه او ځان مه رسوا کوه٠
خلاصه خلکو ته سپکاوۍ مه کوه چی خپله سپک نه شی٠
له خدايدی اباد غواړم٠ او خدايدی وکړی چی قبول هم سی٠ زموږ خوا دربديږی٠
ووسلام٠


Anonymous
24.03.2005

((ښځه يواځي ښځوته [color=blue:a9c6c8ac81]دځينوخاصوشرأئطوسره[/color:a9c6c8ac81] امامت کوی شي)) ،مهاجره وروره په [color=cyan:a9c6c8ac81]کومو خاصـــو شرایطو سره [/color:a9c6c8ac81]؟ والسلام


Anonymous
24.03.2005

لېونيه ته پتنګ څه کوي!
ته او خداي او وجداندي که د پتنګ عکسونه به نه ښکاره کوي!
پښتون سړی وتکا او کلبسه ? دا خو دشرم ځای دي ٠ روسانو ډير پښتانه مړه کړل
توبه زما ئي دا مردار مخونه بد ئيسی ٠

د عکسو په هيله پتنګ

[quote:6e83c47da4="Anonymous"]دوستانو سلام٠
داپتنګ ورور داسی ګډ دی او ودکا ،ودکا کوی ته به وايی چی دۍ داسی سوچه دی٠
پتنګ خانه ډيری ودکاو ی دی سره د روسی کلبسی په مسکو کښی خوړلی٠
نوکه دی زړه وی چی پيک په لاس عکسونه دی خپاره کړم بيا نو ږغ وکړه٠
که نه خوله چوپه نيسه او ځان مه رسوا کوه٠
خلاصه خلکو ته سپکاوۍ مه کوه چی خپله سپک نه شی٠
له خدايدی اباد غواړم٠ او خدايدی وکړی چی قبول هم سی٠ زموږ خوا دربديږی٠
ووسلام٠[/quote:6e83c47da4]


نقاد
24.03.2005

ورونو دا د پتنګ او کوم میلمه تر منځ شخصي خبرې اترې یادیالوګ به د چا دعلاقې ا و پاملرنې و ړ وګرځي؟ او که د ا دعلاقې وړهم وګرځي ،ایا مونږ دهرې اوهرچا د مینې ا و علاقو پسې ګرځیدلی شو؟ نو لطفأ له شخصي خبرواو دیالوږ څخه صرف نظر وکړئ . والسلام



ع کريم حليمي
25.03.2005

دروند او ښاغلې نقاد صاحب ، درنو لوستونکو سلام او ښې هيلي درته غواړم

[quote:5d53ae62b1]ورونو دا د پتنګ او کوم میلمه تر منځ شخصي خبرې اترې یادیالوګ به د چا دعلاقې ا و پاملرنې و ړ وګرځي؟ [/quote:5d53ae62b1]
مننه نقاد له داسي واضح او شفافي پښتني ٠ نه صاحب ، [u:5d53ae62b1]بلکي سر در دئ دۍ [/u:5d53ae62b1]٠

رذائل (بد خصلتونه)
د هغو بدو اخلاقو نوم دی چه الله تعالی ئې نه خوښوي او خپلو بندګانوته يې له هغو
څخه د ځان ساتلو او پرهېز کولو حکم کړی ، رذائل هغه ناوړه اخلاق دي چه د هغو مرتکب او کونکي د هغه په حضور کښي کنهکار کڼل کيږي ٠ او په بدۍ ئې هر پوه انسان پوهيږي او بدوالۍ ئې مني ٠د هغو څخه انساني افرادو او ټولنوته روحاني او
مادي تاوانونه رسيږي ٠ او د هغواجتماع او ټولنه ورباندي برباديږي ،
بلکي کومه جامعه او ټولنه کښي چه رذائل عموميت پيدا کړي ٠ نو دغه کار د ټولي اجتماع او ټولني د تباهۍ او بربادۍ موجب کيږي ٠ ددې شي د عموميت په اثر د هغه
قام د ديني او دنياوي ترقيو لاري بنديږي ٠ او د هغوۍ پر مخ د سعادت او نېک بختۍ دروازې تړل کيږي ٠

د رذائلو قرأني نومونه
منکر (ناشناسا)او فحشا (بې حيايی )او کلمه ورته ئې فاحشة (فحش )سيئه (بد )
سُوء ((بدي مکروه (ناپسنده) )) خطا (ناصواب يا هېر ) اثم (ګناه ) عدوان (زياتي)
او داسي نور ويل شوي دي ٠
له دې نومونو څخه به تاسي ته دا خبره ښکاره او څرګنده شوې وي چه په زذائلو سره
متصف کېدل څومره کرغېړن او د کرکي وړ کار دی ٠ [u:5d53ae62b1]او دا داسي کارونه دي[/u:5d53ae62b1]
چه دعقل او شريعت ، پښتنولۍ درو واړو په نظر کښي بد اېسي ٠


Anonymous
26.03.2005

محترم حليمي صيب !
کا شکي ستا پر مانا او ګټوره پورتنۍ ليکنه ستا سو ملګري په افغانستان او امريکاکښي هم ولونې او عمل پري وکړې خو متاسفانه چې هغوې د رزائلو اوفحشاؤ ټيکداري په افغانستان کې اخستي دي او ستا سو هم هيځ وخت ددوي
په پته کوم پيغام ندي لېګلی ٠

داسلام او پښتنولي په مينه پتنګ



ع کريم حليمي
27.03.2005

مېله وروره سلام
که څوک چاته مڼې راوړي ٠ او مېله ئې وخوري ٠ او خوړنکۍ د مڼو ووايي چه مڼي ډېري خوږې وې ٠ دا مانا چه مېلمه يو ورځ د مخه مڼي خوړلي وې تر دغو مڼو بد خونده وې ٠
ښه او بد موږ په تناسب پېژنو ٠ د نن حال نسبتأ پرون ښه دۍ ٠
نن رذائل سته اما پرون تر نن ډير وه ٠ که څنګه ؟؟؟
پرون لادن وو ٠ نن ټوله دنيا راغلې
دواړه پردي ٠ اما دترک عسکر پر ښه دي ،


Anonymous
28.03.2005

عزت منو میلمنو او ګاونډیانو !
هرکله راشئ او ستړی مه شئ
دمیلمنو قدر ،عزت او خدمت په عامه توګه د ټولو افغانانو او په خاصه توګه د ټولو پښتنو د کلتور یوه ځلانده اوقیمتی برخه ده، افغانان ددغه لوړ انسانی ژونددود په اساس دنړئ دنورو ټولنو سره توپیر لری او ددغه ملی ارزښت افتخار زموږ په نصیب شوئ دئ او دغه دپلار نیکه لاره او طریقه به موږ هم طی کوو.
خومیلمنو ته هم ددغه افغانی انسانی عمل په مقابل کی دکوربه دغړیو ، دهغوئ شخصیت او انسانی کرامت ته احترام کول ضروری او حتمی دی ، تر څو دغه انسانی ارزښت او رابطه دمیلمه او کوربه تر منڅ نوره هم دمینی ، احترام ، اعتماد او باورڅخه شتمنه او بډایه شی.
دټول افغان په فوروم کی ټول افغانان د لوستلو ، لیکلو او نظر ورکولو حق لری ، او هیڅ چاته دا جواز نشته چه څوک ددی حق څخه محروم کړی، لیکن یو اصل چه ډیر اساسی اهمیت او ارزښت لری، هغه دادئ چه دنورو شخصیت ته باید احترام وشی او د تیری څخه باید مصءون وی.دنظریو اختلاف او شخصی ذوق او سلیقی باید موږ تردی اندازی ونه رسوی چه هغه لو ی ارزښتونه لکه افغانیت ، اسلامیت او انسانیت ته د سپکوالی بډی ووهو ، دیوه انسان سپکوالئ او بي احترامی دټول انسانیت سپکوالئ او بی احترامی ده ، دیوه افغان بی عزتی د ټولو افغانانو بی عزتی ده ، دیوه مسلمان یا هندو او یا بودایی په دینی عقایدو او احساساتو تیرئ په اسلام ،هندوتوب او بوداییتوب تیرئ دئ، که په موږ خپل شخصیت ګران وی باید دنورو شخصیت ته هم په درنه سترګه وګورو ، که موږ د خپل دین قدر کوو دنورو ددینونو د سپکاو ی څخه باید پرهیز وکړو ، دغه دیوی ازادی انسانی ټولنی د ګډ او سوله ییز ژوند اصول دی چه باید زده او مراعات یی کړو.دغه شخصی تعرضونه چه محترم میلمه یامیلمنو او ګاونډی صاحب زموږ د یوه وطنوال ښاغلی پتنګ صاحب په نامه لیکلی زموږ ټولو دپاره د تأثر او ژور خجالت خبره ده
د ښاغلی پتنګ صاحب په تبصرو او لیکنو کی وطن پرستی ، افغان وولس ته خدمت ، دافغانی کلتور او ثقاقت رشد او ترقی په افغنستان کی د ازاد ، خپلواک او دافغانانو په خو ښه دیوه نظام جوړوونه ، دملی نوامیسو څخه دفاع ، د ټولو جنګی جنایت کارانو ، وطنفروشانو او ملی خایینانو رسوا کول دهغوی د محاکمی غوښتنه، دمتجاوزو او اشغالګرو قدرتونو د شیطانی کړن لارو صریح رد او بی له قیده او شرطه زموږ دوطن څخه وتل او دافغان وولس سرنوشت پخپله دافغانانو په واسطه ټاکل همیشه منعکس شوی دی. په وطن پرستانو باید موږ همیشه افتخار وکړو او دزړه په خونه کی ورته ځای ورکړو.
دټول افغان پاڼه زما په نظر نه دکوم ګوند او نه د کوم قدرت ددفاع دپاره ده ، نه د پهلوانئ او او زور معلومولو ډګر دئ او نه دچا د سپکوالی دپاره ده ، بلکه لکه چه دنامه څخه یی معلومیږی د ټولو افغانانو د موجوده کړاوونو، غمونو او بد مرغیو دله منځه وړلو او ټولو افغانانو د ارمانونو ،هیلواو امیدونو دپوره کیدو د پاره لاری او چاری لټول دی.
دنوی افغانستان د زیږدو دپاره چه د زور په ځای تقاهم ، د ټوپک په ځای قلم ، د سانسور په ځای دو جدان ازادی ، دغلامئ په ځای ازادی، ددښمنئ په ځای همکاری دامتیاز په ځای مساوات ، د بیګانه پرستئ په ځای دوطن پرستی دزورواکئ او پردئ واکئ په ځای دخپلواکئ دخیانت په ځای د خدمت د احساس او اصولو د قاءیمولو دپاره تلاش او هڅی دی.
درنو میلمنو او ګاونډیانو
زموږ وطن د ډیرو سختو او پیچلو معضلو او پرابلمونو سره مخامخ دئ ، زموږ ملی هویت ، ملی نوامیس ، ملی کلتور ، ملی تاریخ او شریکه خاوره د یوه لوی خطر سره مخامخ دی ، دا به ښه وی چه د شخصی تیریو په ځای ددی خطر سره د مبارزی په لارو چارو فکر وکړو، دیو بل د توهین او تحدید او سپکوالی په عوض دوطن او وولس دداخلی او خارجی دښمنانو پټی او ښکاره دسیسی یو د بل په مرسته شنډی او دیوی سالمی ، ازادی، خپلواکه او مرفه ټولنی د جوړیدو د پاره خپلی جسمی او فکری قواووی متحداا منسجمی او متمرکزی کړو او یو دبل په همکارئ سره د خپل پلرنی ټاټوبی چوپړ وکړو.

دازاد او خپلواک افغانستان په هیله

داود


Anonymous
28.03.2005

داودخانه وروره سلام!
لکه حليمي او نقاد غوندې وروڼه دې خداي ج تل آباد او ژوندي لري چې څومره نېکې او علمي او په پښتونولې ولاړې چارې ليکي چې مسلمان پښتون بايد پرې ووياړي٠ د تاسو دې هم کور ودان وي چې څومره ښکلې انګېرنه مو کړې او څومره مو عالي نظر وړاندې کړئ دي٠ زه خوښ يم چې د تاسو په شان وروڼه د ټول افغان ښکلې پښتو پاڼې کي رازياتيږي٠ بعضې وروڼه ډير زر له چوکاټه وځي او په شخصي مسايلو ورګډ شي چې ښه کار نشو ورته ويلئ٠ له دغه بحثو او نظرنو څخه مونږ هر يو کولائ شو ډيرې ښې مثبتې ګټې پورته کړو٠ نو هيله من يم چې راتلونکي کي وروڼه تل دغه اصل ته پاملرنه وکړياو له بې ځايه ليکنو ډډې وکړي٠ په درناوې
غروال


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more