نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
آيا( نوروز) لمانځل خورافات نه دي ؟؟
Anonymous
21.03.2005
ګرانو دوستانو سلامونه مې ومنۍ!
ما اورېدلي دي د ډېرو عالمانو نه چې نوروز لمانځل خورافات يا بې ځايه کار دی يو بدت دی ، عالمان دا وايي چې نوروز زردشتيانو پورې اړه لري ،کوم چې دپاړسيانو پخوانۍ مذهبي عقيده وه . او بل دا وايي چې دا ناجايزه کار دی ټولو مسلمانانو لپاره زمونږ پاک نبي ص) دامنه کړي. او فرمايلي دي چې که څوک د يو قوم سره دهغوئ مذهبي عقايد مني او مشابهت کوي يا يورنګ والئ ښيي نو هاغه سړئ هماغه قوم او تګلارې پورې اړه لري .بل دا چې کله حضرت محمد(ص) له مکې نه مدينې منورې ته هجرت کاوه نو دوئ وليدل چې يحودو او نسارا دادکال لومړۍ ورځ لمانځله ، نو دوئ (ص) دا خورافات وبلل او منه ېې کړل .
دا هم دليل ورکوي چې بلکې افغانانو لپاره خو بلکل سم نه دی پدې چې دنوروز لفظ په خپله د افغاني کلتور زېږنده نه ده . دا پاړسي لفظ دی او پاړسي وانان وايي چې پدې ورځې بايد چې داووه شيانويا خوراکونو لمانځنه بايد وشي کوم چې دوئ د عقيدې په بنا ګوري او وايي چې د (س) په توري ېې پيل وي يا مختاړئ وي . لکه ، سېب ، سمنک ، سبزي ، سرکه ،سنجت ، سير ، او څو نور داسې څيزونه ، نو په پښتو کې دا شيان علحده نومان لري که څوک ېې نقل هم وکي دبل کلتور دی پښتنو سره ښه نه ښکاري .
دا د اريايانو دباچا چې نوم ېې يما وه د هندوانو د پخوانيو اتوارو سره سم ده ته ېې عبادت کاوه نو هغه سره هم تړاو لري .
نور نو دوستانو مشرانو او استادانو که تاسو پرې رڼا واچوۍ چې تر کوم حده سمه يا نا سمه ده او په افغانستان کې ېې ولي لمانځو؟ نو به ستاسو مهرباني وي .
مننه
ستاسو يو افغان
احمدمجيب بياباني
Anonymous
21.03.2005
prida che da zawridli khalak p kal ke yewa d khoshalay wraz wolari.wos ghwari da ham wrna wakhli. tasi d eslam tika darano der da khalak wozawrawol
Anonymous
21.03.2005
ګرانولوستونکواومحترم احمدمجيب بياباني صيب سلامونه اوغوړي چارې
خوږودوستانودنوروزلمانځل دشيعه ګانوله رواجونوڅخه يوډيربدرواج دی چي له بده مرغه زمونږپه افغاني کلتورکښي يی هم ژورې ريښې زغلولې دي نور نونه دلته حضرت علي کرم الله وجهه ښخ دی اونه داسي کوم بل لوی ولي ښخ دی چي خلک دتبرکاتوحاصلولوپه خاطرهلته ورشي بلکي داټول چټيات دي
په لنډ توګه غيراسلامي رسم دی چي لمانځل يی په اسلام کښي نه دي روا ٠
نقاد
21.03.2005
سلام، او بیا :
تر کومه چې نوروز د یو ډول مذهبی مراسموپه توګه لمانځل کیږی، نو د مسلمانانوله پاره دا مراسم په بنسټیزه توګه مردود دي، په تیره بیا هغوی ته د اسلام له پلوه ارزښت ورکول لکه د سخي جنډه جګول او نور ګناه ده. خو که د یوې میلې یا دبزګرانو یا نیالګیو د کرلو د ورځې په نامه یې پالل او لمانځل آن که د ګلسرخ د جنډې په شمول هم وي، ډیر ښه دود بللی شوو. والسلام
pattang
21.03.2005
خداي دی ماته دپښتنو پاچايان په لاس راکړې ، دي دوؤسانو څومره خيانتونه کړې
او ملک ئي پردويو او مذخرفاتوته پرې ايښي دي٠
نه سخي شته نه مخي دخره هډوکې اهل تشيع خښ کړې او نوم ئي مزار شريف پرې ايښی دی٠ ته ګوره چې ان په کابل کې به د شيعګانود نوروز ميله 40 ورځې ولاړه
وه اوخپله پرو پاګنده به ئي پکښې کوله او بس٠
که دغه جاهلان طالبان يو څو مياشتې نور پاته وې نو دمزارې دقبر غوندې درب به
ئي دې دغه خره دهډوکو د مبذلې نه هم جګ کړی وه . خو ارمان ارمان يو تاريخي وخت له لاسه لاړ٠
د پښتنو د بيدارې او پوهې په هيله پتنګ
نقاد
26.03.2005
pattang ليکلي:
[quote:b2681894b3]خداي دی ماته دپښتنو پاچايان په لاس راکړې ، دي دوؤسانو څومره خيانتونه کړې او ملک ئي پردويو او مذخرفاتوته پرې ايښي دي٠
نه سخي شته نه مخي دخره هډوکې اهل تشيع خښ کړې او نوم ئي مزار شريف پرې ايښی دی٠ ته ګوره چې ان په کابل کې به د شيعګانود نوروز ميله 40 ورځې ولاړه
وه اوخپله پرو پاګنده به ئي پکښې کوله او بس٠ که دغه جاهلان طالبان يو څو مياشتې نور پاته وې نو دمزارې دقبر غوندې درب به ئي دې دغه خره دهډوکو د مبذلې نه هم جګ کړی وه . خو ارمان ارمان يو تاريخي وخت له لاسه لاړ٠ [/quote:b2681894b3]د پتنګ خانه سلامونه ! دا به سمه وي چې د واکمنانو تيروتنې ناوړه پايلې لري ، له يوه اولس پرته د هغه اولس د سرنوشت په اړه تصميم نيول له ناوړو پايلو خالي نه وي، که نور هيڅ نه وي دا خو په ګوته کوي چې نوموړی اولس ويده او د دولت او حکومت لرنې جوګه نه دی او ﻻهم يو بي خبره قبيلوي ژوند لري او د ملت اوملي ګټو بشکه هم د چا په شعور کې نشته . نو په دغسې وخت او شرايطو کې يې واکمنان هم له دووسۍ ، عياشۍ او کورنيو جګړو پرته بل کار نه لري . نه دوی دهغه ولس ارزښت پيژني چې دوی يې واکمني کوي او په ډيره ټيټه سترګه ورته ګوري ، نو يواځې د خپلو شخصي اغراضو او پوچو مرامونو له پاره ترې په جنګ جګړه کې کار اخلي او د مرميو خوراک يې کړي، او نه هم اولس د خپل واکمن دندې او مسوليتونه پيژني اونه خبر وي چې آخر د څشي له پاره مو پر واکمنۍ منلی دی او
څه ترې غوښتلای شو. د مطلق اطاعت له پاره ورته د الامير او السلطان ذل الله نعره د ﻻ مسؤل او واجب لاحترام له ډمبکي سره يو ځای غږيږي . نو دا صلأ اولس دی چې دووس واکمنان رامنځته کوي، ساتي او پالي، نه واکمن ، چې صرف د هغوی له لودګۍ او دووسۍ څخه ګټه پورته کوي .
خو را به شو دې ته چې که ته واکمن شې لکه ملا عمر، نو بيابه زمونږ د اهل تشيع ورونو مذهبي مناسک او سپيڅلي اماکن له منځه وړې؟ ايا دا کار د افغان اولس
غوښتنه ګڼل کيدای شي؟ آيا دا به هم د اهل تسنن په تيره بيا د پښتنو له ړانده اطاعت ، بي خبرۍ او غوليدنې څخه د ملا عمرپه څير د يوه بل واکمن ناوړه ګټه پورته کول نه وي؟ آيادباميانو د بتانو ړنګول يو سوچه وحشت نه و؟ آيا د ګل سرخ ميله د اهل تسنن له پاره هم يوه ښکلې ميله نه ده او د هيواد بيلابيل قومونه لکه د خپلواکۍ په جشن کې دلته هم يو دبل سره په مراسمو کې ګډون نه کوي، سره نږديکت ، پېژندګلوي او د هموطنۍ احساس تازه کول سره منځته نه راځي؟ ايا امير علي شير نوايي په خپل وخت کې دغه زيارت د يوه ضرورت له امله نه و جوړ کړی ، که دا له منځه ﻻړ شي ، نو بيا به اهل تشيع د علي زيارت ته عراق ته ځي او د کربلا حج به کوي ، او يا به ايران ته ځي ، نو ايا دابه ښه کار وي چې دافغانسان عايدات دې د عراقيانو يا ايرانيانو جب ته ولويږي؟ او داسې نور ډير اړخونه ....
ستا سې يو ورور : نقاد. والسلام .