د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

نوي ډار ته هرکلې که ښه له بدو اڼوول ؟

Anonymous
20.03.2005

ګرانووطنوالو!

هرهغه څه چې ستاسو دخوښۍ سبب کيږي اومراسم يې په خېر سرته رسي دمبارکۍ مستحق دي٠ مبارکي د خوښيوڅو شېبو ته (( مخه ښه)) نه ده بلکه هغو دولسو مياشتو ته د هيلوامېل دې چې د مالومو اونامالومومسؤليتونوسره خپل وار ته ګوري٠ نو لوی خدای دی وکړي چې دګرانو هېوادوالو کال په خوښۍ نوې شوې وي اودغه خوښي پايښت ولري ٠ که چېرې زما هيواد وال د پخوا په څېر نوي ((باو)) ته رنګ الوتي انتظار کوي او په خپله راتليزه ډاډمن نه وي نو زمونږ مبارکيانې به هم د((وږي سرته پراټې)) لټول وي٠
په هررنګ ، موضوع د نوروز ده او ددعا سره به ووايو چې خدای دی رسمي اوغېررسمي ټوپکوال په سمه واړوي چې افغان اولس نور بېغمه شي ، دژوند خدايي حق يې ومنل شي ، دملي اوبين المللي تروريزم له ډاره خلاص شي ٠
ويل کيږي چې په افغانستان کی د نوې کال پېل د لمريزتاريخي دود په تکرار کيږي او د خوښيو اودلمانځنې په مراسمو ورته هرکلې کيږي اوداسې منل کيږي چې ګواکې هرڅه کټ مټ هماغسې سرته رسيږي لکه په زرونوکاله مخکی خو زه چې ورته کښته - پورته وګورم نو ډېر داسې څه پکې وينم چې هم په ښه شګوم اوهم په بد ورګډېدای شي٠ ددې په څنګ کی داشک هم وي چې ريښتيا هرڅه کټمټ هماغسې لکه د زراتوشتراپه زمانه کی چې مرووج وو، ترمونږ رارسېدلي که نوښتونه او زياتوونې پکی شوي ؟
زه فکر کووم چې ((هفت مېوه)) به د زرګونو کلو دود وي او زه يې ډېر ښه او زړه پور ګڼم ٠ داسې دود په مذهب پورې تړل کېدای شي خو ښه به داوي چې سړې يې ديوه مثبت اوازاد دود په توګه ومني ٠ خو د حضرت امام اودحضرت علي زيارتونوته ټولېدل او ددغوزيارتومخې ته اوږده جنډه درول ، ددغو جنډو څخه رنګارنګ ټوکران پېچل او بيا دغه ټوکران بخې بخې کوول او چيرړۍ يې د تبرک په توګه په ځان موخل اويا دغه جنډې ښکلول او مسحه کول د خندا او خجالت شيان دي ٠ دغسې شيانو ته اسلامي بڼه ورکوول کيږي خو هيڅ اسلامي بنسټ نه لري ٠ زه فکر کووم دارنګه شيان په تقلبي شکل رامنځ ته شوي او يواځې په مزارشريف او د کندز ولايت په حضرت امام اولسوالۍ کی سرته رسي او د هېواد په نورو ولايتونو کی د ستورنه دې ٠
نوروز ته (( ميله ی ګل سرخ )) هم وايي او په مزار اوحضرت امام کی يې ((جنده بالا )) هم بولي ٠ دنوروزبل ښه روايت دادې چې خلک په دغه اوورپسې ورځو د ونونوي نيالګي کښېنوي ٠ دنوروز دمېلې بله تماشه بز کشي وي چې دغه هم په څو شمالي ولايتونو کی رواج لري او په ايرانيانو اوپښتنو سيمو کی رواج نه لري خو دملي لوبو څخه ګڼل کيږي ٠ بزکشي که څه هم د سپورت سره نښلول کيږي خو دمذهبي اخلاقو څخه نه ګڼل کيږي ٠ دروايات مطابق ، دغسې لوبې په پخوا زمانو کی د انسانانو په وجود او کوپړيو شوي اوويل کيږي چې اصلي تاتاري دود اودستور دې ٠
دکندز دولايت يوه اولسوالي د حضرت امام په نوم ياديږي چې ډېر لوی زيارت پکی په همدغه نامه وجود لري٠ روايات داسې دي چې دغه زيارت د يو معزز شخص په کوپړۍ جوړشوې چې کفارو پرې بزکشي کړې ٠
که له دې څخه وړاندې دفطرت په موجوداتو د ملنډو دغه لوبې ته نظر وکړو نو انساني وجدان هم دداسې لوبې منلو ته نه راضي کيږي ځکه چې دخالق مخلوق ته په سپکه اوبې ارزښته کتل کيږي ٠ خالق ددې سيارې پرمخ هيڅ شې بې ارزښته نه دې پيداکړې، يواځې پوښتنه داده چې څوک پرې څومره پوهيږي ٠

الله مو مل شه

له کندز څخه ازاد نظر


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more