سياست او روانې چارې
د درنې مبارزې يوه درنه خاطره
larghonay laraway
29.10.2014
د درنې مبارزې يوه درنه خاطره
د پېښور سخته ګرمي وه
افغان ملت ګوند د اوس په څېر مسخه شوی نه ؤ
د ملتپالنې د دښمنانو له وېرې په زيرخونو کې مبارزه روانه وه
يوه درنه مېرمنه
يوه پښتنه مېرمنه
يوه ريښتونې مبارزه
او يوه سپېڅلې ملتپاله به هم کله کله د افغان ملت زيرزميني دفتر ته راتله
خو زه ورته حيران وم
په راز يې نه پوهېدم
چې دا پتمنه مېرمن
نه چای څښي،
نه اوبه څښي
ټوله ورځ کار کوي
يوه ورځ مې له يو بل ملګري وپوښتل
چې دا لا څنګه ښځه ده
په دې ګرمۍ کې نه تږې کېږي؟
هغه راته وويل
ښه تږې کېږي
خو د دفتر تشناب ورته مناسب ځای نه ښکاري چې د چي او اوبو ځواب په کې ووايي
نو کار کوي او بېرته وچې شونډې ځي.
تر دې وروسته راباندې لا ګرانه شوه
يوه ورځ مې په کابل کې وليده
پوښتنه مې ترې وکړه چې سياسي حالات څنګه دي
له معامله ګرو افغان ملتو يې سروټکاوه
ما ورته وويل څنګه له افغان ملت سره خو به دې پرېکوڼ نه وي کړی
ويې خندل
ويې ويل
ملي فکر
او ملي مبارزه
زما په وينه کې اخښل شوې ده
که زه له افغان ملت سره وم
او که نه وم خو ملتپاله وم او يم به
خو دا چې کله کله مې په نورو غونډو کې وينئ
دا هم عجيبه فلسفه لري
په ننګرهار کې ښځينه ټبر ډېرې غونډو ته نه ځي
نو چې هر استاد او پېژندګلوی کومه غونډه جوړوي
نو هغه د ښځو تشه په ما ډکوي
عذر او زارۍ کوي
او زه هم ورځم
خو د خپل فکر
خپلې عقيدې
او خپلې لارې خلاف خبره مې نه ده کړې
او نه يې کوم
درنه مېرمن وه
درنه استاده وه
درنه او پښتنه مبارزه وه
اروا يې ښاده
او ياد يې تل
موعظې به يې زمونږ په غوږونو کې انګازې کوي
ملتپال لرغونی لاروی
[https://scontent-b-mxp.xx.fbcdn.net/hphotos-xpf1/v/t1.0-9/10471267_382132088613543_8114598723027788795_n.jpg?oh=008ba670f357da6183efccf1118fe929&oe=54B1D7A3]