د موضوعګانو سرپاڼه
نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
رڼا
pashton
19.03.2005
اوښکه پر اوښکه کيږده سيلاب ترې جوړ کړه
لاس دې په لاس کې راکړه پښتون راټول کړه
غم د پرون مه کوه نن د خوځون وخت دی
په اتفاق سره مو بيداره تل بخت دی
قدم قدم چې لاړ شو منزل به ټول لنډ شي
مونږه کراره نه ځو کاروان مو ډير کم دی
خدای که پښتو کړ راويښ قطار به خپله سم شي
دا د مختګ دی تړون پښتون قلم به خوځي
دا د پښتو پتنګ به هر ګام ډيوې سره ږدي
لمر به ځلاند اوچت شي نورې تيارې به نه وي
شي د پښتو به سپرلی د ښتې بيديا به ښکل کړي
دا دې د ننګ ټاټوبی، وايم جهان به جوړ کړي
پسرلی پښتون