د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

ترکیه غواړي د سیاسي طالبانو کوربه شي

اتل
20.10.2014

محترمو لوستونکو، السلام علیکم.
خبري رپوټوه وايي ترکیه غواړي چې د سیاسي طالبانو کوربه شي. که ترکیه دا کار وکړي، د جګړه مارو طالبانو موقف به څه وي؟ خو که د افغانستان مشکل ته د خاتمې وړکولو امنا شوې وي، نو بیا کیداي شي دا دپټي سر وي. که دالله جل جلاله په لطف او مرحمت په افغانستان کې لدې لارې صلحه راشي، هم به د افغان ولس او هم د طالبانو دپاره یو لوی برئ وي.

چون د افغانستان د مسئلې حل یوازې د افغانانو په لاس کې ندئ، ځکه چې په تیرو څو لسیزو کې د افغانستان بحران نړیوال ابعاد پیدا کړيدي، نو که نړیوالو او ګاونډیانو د مسئلې د حل دپاره په ترکیه کې د سیاسي طالبانو دپاره ددفتر پرانیستل منلي وي، او فیصله دا وي چې له همدې نقطې نه به یې پیل کوي، نو بیا د ترکیې له لارې ددې جریان پر مخ بیول ممکن دي.

رپوټ وايي:
له وسله والو مخالفینو سره د نوي افغان ولسمشر د چلند طریقه به متفاوته وي، د همدې لپاره له پاکستانه د سیاسي طالبانو بل ځای ته د ادرس د لېږد په لټه دی. ترکیه په تدریجي ډول د طالبانو لپاره د کوربه توب موقف ترلاسه کوي او د سولې شورا له منحل کېدو سره د طالبانو یو سیاسي بهیر په انقره کې په کار پیل کوي.
په ترکیه کې مېشت طالبان به هغه کسان وي، چې د ملاعمر د جنګي تګلارې دوام ردوي.
که امریکا او ترکیه همغږي ولري، نو احتمال دی چې امریکا له پاکستان څخه ترکیې ته د طالبانو کډه کول غواړي او پدې توګه طالبان د یو سیاسي جریان په توګه، چې په نږدې راتلونکې کې به د واک شریکان وي، راپورته شي.
http://www.taand.com/archives/32318


Re: ترکیه غواړي د سیاسي طالبانو کوربه شي

lawangin
20.10.2014

اتل خانه دا ارتجاعي دار بازي پرېږده !
يووارې ملا معتصم رډ ستر ګی cia رامخ ته که خو څه ونشول !
اوس بيا د دکونړ چوپړا او سدي هغه پرېميتيو د فلم کتاب مخ ته
اچوۍ چې نه یې عقل مني او نه دود !
هر هغه حرکت چې داسلامي امارت د شورا له خوا څخه نه وي او
رهبري یې نه مني خپله جزا به ويني !
زه ستا عقل ته حيران یم چې له کوم لوده څخه دې تښتولی
او غلا کړی دی !

[quote:f416115e5c="اتل"]محترمو لوستونکو، السلام علیکم.
خبري رپوټوه وايي ترکیه غواړي چې د سیاسي طالبانو کوربه شي. که ترکیه دا کار وکړي، د جګړه مارو طالبانو موقف به څه وي؟ خو که د افغانستان مشکل ته د خاتمې وړکولو امنا شوې وي، نو بیا کیداي شي دا دپټي سر وي. که دالله جل جلاله په لطف او مرحمت په افغانستان کې لدې لارې صلحه راشي، هم به د افغان ولس او هم د طالبانو دپاره یو لوی برئ وي.

چون د افغانستان د مسئلې حل یوازې د افغانانو په لاس کې ندئ، ځکه چې په تیرو څو لسیزو کې د افغانستان بحران نړیوال ابعاد پیدا کړيدي، نو که نړیوالو او ګاونډیانو د مسئلې د حل دپاره په ترکیه کې د سیاسي طالبانو دپاره ددفتر پرانیستل منلي وي، او فیصله دا وي چې له همدې نقطې نه به یې پیل کوي، نو بیا د ترکیې له لارې ددې جریان پر مخ بیول ممکن دي.

رپوټ وايي:
له وسله والو مخالفینو سره د نوي افغان ولسمشر د چلند طریقه به متفاوته وي، د همدې لپاره له پاکستانه د سیاسي طالبانو بل ځای ته د ادرس د لېږد په لټه دی. ترکیه په تدریجي ډول د طالبانو لپاره د کوربه توب موقف ترلاسه کوي او د سولې شورا له منحل کېدو سره د طالبانو یو سیاسي بهیر په انقره کې په کار پیل کوي.
په ترکیه کې مېشت طالبان به هغه کسان وي، چې د ملاعمر د جنګي تګلارې دوام ردوي.
که امریکا او ترکیه همغږي ولري، نو احتمال دی چې امریکا له پاکستان څخه ترکیې ته د طالبانو کډه کول غواړي او پدې توګه طالبان د یو سیاسي جریان په توګه، چې په نږدې راتلونکې کې به د واک شریکان وي، راپورته شي.
http://www.taand.com/archives/32318[/quote:f416115e5c]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more