د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د افغان دولت هلی ځلی د فساد د منځه وړلو په مُوخه!

Hashmat Kahn
16.10.2014

اداری فساد نه یوازی پیسی ضایع کوي بلکه د مرستندویو پروژو د بشپړتیا مخه هم نیسی. افغان ولس چې طبیعی سر چینو ته اوس مهال سخته اړتیا لري له هغو نه بی برخه کوي او په نتیجه کې خلک په خپل دولت بی باوره کیږي. نوي ټاکل شوي جمهور رئیس‌ ډاکتر اشرف غنی احمد زي ویلی د فساد ورکول او د قانون پلی کول د هغه د کار د لومړیتوبونو څخه شمیرل کیږي او هیڅکله به هم فساد د هغه په دولت کې ځای ونلري. سر بیره پر دي ډاکتر اشرف غنی هغه خلک هم وګواښل چې په اداری فساد کې ډوب دي او زیاته یې کړه چې د هغوي په وړاندي به جدي ګامونه پورته کړي. فساد د ښه دولت داري او د پرمختګ لوي دښمن دي او باید ریښې یې له بیخه وچې شې. خلک او دولت باید د مرستی او همکاري لاس یو بل ته ورکړي تر څو فساد ختم او خپل هدف ته ورسیږي.
ستاسو په اند کومي ستونزي شتون لري چې د ډاکتر اشرف غنی احمد زي د ژمنو مخه ونیسې؟

په درنښت
حشمت
دامریکا د متحده ایالاتودعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواترو تیم


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more