سياست او روانې چارې
د حقاني د شبکې مستقبل؟
میرویس
16.10.2014
ګرانو وطنوالو، السلام علیکم
نه دې څوک موږ وژني، نه مو په بل چا مرګ لوریږي.
داسې بریښي، د حقاني قاتله بدعتي ډله چې په ډیره بې رحمۍ يې زموږ وطنوال وژلي، ښخې یې کونډې کړې او ماشومان یې یتیمان او یسیران کړي، نن سبا خپل ناوړه اعمال جبیره کوي.
دحقاني د شبکې دویم لوی ښامار انس حقاني د ددې شبکې د لوی قوماندان حافظ رشید سره په افغانستان کې دننه نیول شويدئ. د حقانی بل ورور نصیرالدین حقاني پروسږ په اسلام آباد کې ووزل شو او بل وروریې بدرالدین حقاني او دغه راز ددې شبکې تکړه قوماندان ملا سنګین د بې پیلوټه الوتکو په بمباریو وژل شوي وو.
سره ددې چې د حقاني د شبکې لوی غړی او قوماندانان وژل شوي، بیا هم دا ترورستي شبکه ددورند په هغې بلې غاړې کي خوندې مرکزونه لري. د حقاني د مهمو قوماندانانو وژل کیدل ددې ډلې بقا د عظیم خطر سره مخامخ کړیده.
http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2014/10/141016_hh-anas-haqqani-arrest