سياست او روانې چارې
طالبان پر ولس کختي راولي.
میرویس
13.10.2014
ګرانو لوستونکو، سلامونه.
طالبانو په انتخاباتو کې د ولس ددې فیصلې په مقابل کې چې د خبلې رایې له لارې یې طالبان مردود کړل او دموکراتیک حکومت یې مرجح وباله، پر ولس باندې د فشار په نیت د غزني په یو شمیر ولسوالیواو د فراه د ګلستان په ولسوالۍ باندې د کختۍ د راوستو اقدامات کړیدي.
طالبانو نن سبا د فراه د ولایت د ګلستان د لسوالۍ ټولې لارې بندې کړیدي، اوددې ولسوالۍ خلک یې د اقتصادې محاصرې په برمته کې نیولي دي. رپوټونه وايي چې پدې کار کې ډیر لاس د خارجي طالبانو دئ او د ګلستان ولسوالۍ ته یې ټولې تللې لارې ماین ګذاري کړیدي. پدې ولسوالۍ کې د خوراکی موادو، لباس او نورو ضروري شیانو کختې راغلې او ولس د ګڼو مشکلاتو سره مخامخ دئ.
د طالبانو دغه اعمال په ولس کې د ترور اچول دي چې په اسلام کې ناروا دي او دوی خارجي ترورستان راولي اسلام بدنام کوي او افغان ولس کړوی.
خو طالبان دې پدې پوه شي چې په زور کلي نه کیږي، د طلم او ستم مړاندې پرې کیږي، که نن وي که سبا.
http://www.bokhdinews.af/social/18277-