نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
*** خر په جيل كې!
څاروان
15.03.2005
----------------------------------- خر په جيل كې!
نړيوالو خبرونو په دې وروستيو كې يو په زړه پورې خبر خپور كړي ؤ. خبر په كولمبيا كې د يوه خره په اړه ؤ چې د ترافيكي قوانيونو څخه د سرغړاوي په ګناه درې ورځې په جيل كې واچول شو. د خبر په تفصيل كې راځي چې [پاڅو] نومې خره له يوه انسان سره چې په موټر كې سپور ؤ، ټكر كړى چې دواړه ټپيان شوي ، [color=darkred:decca8feb8]خر ترافيكو د اشارو په نه مراعات درې ورځې جيل ته اچولى،[/color:decca8feb8] خو د خره خاوند او د بشر د حقوقو ادارو د ترافيكو پر چارواكو نيوكې كړې چې ولې يې له خره سره داسې ظلم كړي دى د هغوى په اند په خره د انسانانو د ترافيكو قوانين نه عملي كېږي او بايد پرې نافذ نه شي.
په هر صورت له دې خبر څخه د خرو مظلوميت له ورايه ښكاري، پر دوى هم درانه بارونه باروي او هم يې د نورو د قانون زولنې په پښو كې لويدلې وي.
د امريكا په وروستيو ټولټاكنو كې د اولسمشر جورج بش اصلي سيال سناتور جان كيري خپل انتخابي نښان خر ټاكلى ؤ. نه پوهېږو چې هغه د مظلوميت اوسادګۍ په دغه سمبول كې څه ګټه ليده، خو پايله يې ښكاره شوه چې نن په نړۍ كې خره چيرته او څنګه دى او څه حالت يې دى؟!
راځو د خره په اړه خبر ته بايد ووايو چې د بشر د حقوقو ادارې چې د كولمبيا يي خره پر بندۍ كيدو خپه دي حق په جانب دې، البته د وى استدلال سهي نه دى چې وايي د ترافيكو قوانين پر خرو نه عملي كېږي! د دې ادارو او چارواكو استدلال بايد داسې واى چې خر عاجز دى ځكه تل دغم پيټې پرې بار وي، تل محكوم وي او د هوښيارو تر ستم لاندې وي. له خره سره تبعيضي چلن كېږي.
[color=white:decca8feb8]خره ته يې خپله همدغه سادګې او عاجزي غم ده. تاسو وګورئ. تر اوسه به په تاريخ كې چا د ليوه او پړانګ د جيل ته تلو خبر نه وي اورېدلي چې تل يې داړې د بل په وينو سرې وي،[/color:decca8feb8] نه په چا د تارفيكو د قانون په نه مراعات نيولي وي او نه به يې په ځنګلي ټولنه كې پرڅيرولو او ژلو!
دلته د انېښنې ټكى همدغه دى چې [color=indigo:decca8feb8]خر تل په سزا محكوم وي. خو ليوه، پرانګ، زمري او آن هغه چالاكې ګيدړې ته چې د ليوه بادار آغا بلې ! ده څوك پورته نشي كتلاى.[/color:decca8feb8]
د كولمبيا د خره له برخليك نه عبرت اخيستل په كار دى او په رښتيا چې دا ډېره د عبرت وړ خبره ده.
د شفيقي ليكنه
له سهار ورځپاڼي څخه په مننه.
=================
د صليبي ښكيلاكو ځواكونو او د بوش د مريدانو څخه د هيواد د ازادي په هيله
څاروان