سياست او روانې چارې
حق الله او حق العباد
میرویس
06.10.2014
ګرانو وطنوالو، السلام علیکم
دوی چې بې ګناه خلک قتل کوی، ایا د ددنیوي او اخروي عواقبو نه یې خبر دي؟
څوک چې په قتل مرتکب شي پدې دنیا یې جزا قصاص دئ او په آخرت کې به د حق الله یعنې د خدای تعلا پرحق باندې د تیري ځواب پخپله الله جل جلاله ته ورکوي، او حق العباد یعنې د بنده ګانو حق چې هغوی قتل کړي اودژوند حق یې ترې اخیستئ هغوی ته به ځواب ورکوي.
قاتل خو خامخا نه د الله تعالا حق ادا کولئ شي او نه هم د بنده ګانو. نو هغه به څنګه دا مسؤلیت پوره کوي؟ یوازنۍ لاره یې د کناهونو توغل یا کفاره ده. الله جل جلاله ویلي چې د بې ګناه انسانانو قاتلان یې د ترحم نه محروم دي او جهنم به یې ځای وي.
پا ک رب دې موږ پدې دنیا د کناهونو نه په امان کړي، او په آخرت کې د الله جل جلاله د عذابونو نه.
داچې په کوټه کې بې ګناه خلک چا وژلي او ولې یې وژلی خامخا به قاتل په دین او دنیا د خپلو اعمالو جوږابده وي.
====
کوټه : چاودنه کې ۵ کسان وژل شوي ۲۵ ژوبل
05.10.2014
د بلوچستان په سرښار، کوټه کې پرون ( خالي ) ماښام يو ځانمرګي برید کې پنځه کسان وژل شوي او تر پنځويشتو ډير زخميان شوي دي.
د چارواکو په خبره دا بريد په هزاره ټاون کې شوی. د دې سیمي یو اوسیدونکي محمد رضا د پيښي په اړه وویل:
(( داد ګڼې ګوڼې او بیروبار نه ډکه سیمه ده.
د ایدهي مرستندويه ادارې چارواکو ويلي چې په وژل شوو کې درې ښځې شاملې دي. لا تر اوسه د دي حملې زمه وارې چا نه ده اخيستي.