د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

اکثره پښتانه فکر دي ٠ نه فکر کونکي


ع کريم حليمي
15.03.2005

درنو او محترمو لوستونکو سلام
متل دي چه وايي غوږ دي سپي يوړۍ ٠
که يوه سري ته وويل سي چه غوږ دي سپي يوړۍ ٠ فکر کونکي (متفکر )اول خپل غوږ ته ﻻس ور وړي او ګوري چه غوږ مي پر ځای دي کنه ٠
که چيري غوږ نه وي پر ځای که په سپي پسي ور وځغلي ممکن بده به نوي
چه دغه سړي ته زه فکر کونکي وايم
او مقابل کښي که يو سړي ته وويل سي چه غوږ دي سپي يوړۍ ٠ نو دئ پر مټانو تو
ګړي او پايڅې را پورته کړي او په سپي پسي ورځغلي ٠ دغه سړی نو يوازي فکر دي

نن ورځ داسي پېښه ده ٠ چه اکثره پښتانه د خلګو خبره باسواده په دغه ناجوړي اخته دي ٠ کله چه يوه د بنسټپالو نويشته و لولي ٠ نو نارې غلبلې په هر مجلس او بحث ئې داوي چه : وطن ولاړي دين ولاړۍ او پښنولي ولاړه ملک مستعمره سوو ٠

پښتانه د لويه سره د علم او پوهي شوکيان نه دي ٠ د پېسو شوکيان دي او پښې ئې پسي موچ کړي ٠
که چيري د اعلانو په بامبارډ کي يوه ليکنه په لاس ورغله نو بيا لولي ئې ٠ چه وئې لوستل نو دلته دئ فکر شي او بس ٠
اعلانات همېشه يک طرفه ليکنه وي ٠ او مقابل طرف باندي ئې خاور ور اړه ولي وي ٠ او دپښتانه داسي څه خوښيږي ٠ چه ليکنه بل کړي وي او دده له پاره يئ فکر هم کړي وي ٠ چه دئ د تحليل ، تفکيک څخه خلاص وي ٠ تيار ګوله وي چه وېخوري ٠
دغسي پښانه ته نو فکر ويل کيږي

او فکر کونکي پښتانه نو هم د بامبارډ د اعلانو ورکي ګوري او هم کتابونه لولي ٠
او تحليل ،تفکيک ئې کوي ٠ د رښتيا او خلاف
او حقيقت ته د مخالف د حقيقت په سترکه ګوري ٠ او قناعت ٠٠٠٠٠
اود موافق طرف اعلانات او ليکني هم په غور لولي که چيري پر اصولو ئې تېری کړي وي ٠ نو بيا ږغ پورته کوي چه تېر وتنه شوې ٠ او د اصلاح ، تصحيح کولو د پاره
اقدام هم کوي

او هغه څو چه يوازي فکر وي ٠ دئ نو بيا هيڅ نه مي ٠ يوازي هغه مني چه ورته ويل سوي دي ٠ که مخالف داسي څه ويل چه د ده پخپله کټه پکښې وي ٠ هم ئې نه مني
دغه سبب دي چه د پښتنو بحثونه مجلسونه غونډي همېشه د ناکامۍ سره مخامخ دي ٠ او په ټولنيز ژوندکښي ځلور ګامه مخته اخلي او شپږي شاته ٠

ښه به داوي چه څه واورېدل سوه يا ولوستل سوه ٠ چه تحليل سي ٠ که د تحليل قوه نه وي ٠ دئ فکر دي ٠
اول فکر کول په کار دي ، تعامل انصاف يعني منصف ٠ او دوهم بيا نو پوهه پکار ده
که چيري دغه دوه حالته اول په انسان کښي نه وي ٠ نو پوه په درد نه خوري

هيڅ بله ليکنه نه لولي چه نور دوستان يا پښتانه څه واي په دې باب


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more