سياست او روانې چارې
د عالمانو شوری او دداعش جنایات
اتل
02.10.2014
محترمو لوستونکو، السلام علیکم
دداعش دډلې د ظهور د مبدا نه بیا تر نن ورځې پورې، نه چا ددې ډلې صفت اورېدلې دئ او نه یې د کومو اسلامي او انساني کړو وړو خبر چا اورېدلئ دئ. دداعش ډله چې په سوریه او عراق کې هرې علاقې ته تللې ده د بې ګناه انسانانو د قتل، فرار کولو، اوتباهۍ نه پرته یې بل څه په ارمغان ندي وروړي. د اسلامي تعلیماتو پر وتلو عالمانوابو قتاده او شیخ مقدسي علاوه د پاکستان دیني علماوو هم د داعش اعمال غیر اسلامي بللی دي.
====
دپاکستان دعالمانو شورا، د داعش د ترهه ګری ډلی جنایتونه غندلی، او هغه یی، د اسلامی تعلیماتو په خلاف وبلل .
د ډان د خبری ویب سایټ د نننی رپوټ په اساس، د پاکستان د عالمانو شورا، د بی ګناهو خلګو وژل، د اسلامی تعلیماتو په خلاف وبلل، او د دغه هیواد له ځوانانو یی وغوښتل چی، د داعش په شان د ترهه ګرو ډلو سره له یو ځای کیدو څخه، ډډه وکړی .
دغی شورا، له مسلمانو مشرانو، اونړیوالی ټولنی څخه غوښتنه وکړه چی، داعش ته د ورته ترهه ګرو ډلو، جرړو ته پام وکړی .
دپاکستان د عالمانو شورا ټینګار وکړ : خبری اتری؛ د فرقه ای اودینی چارو په شمول، د نړیوالو مسایلو د حل یوځنۍ لار ده .
دغی شورا ټینګار وکړ : په اسلام کی د افراط پالنی، او ټروریزم لپاره، کوم ځای وجود نه لری، او هیڅ کومی ډلی ته؛ د بی ګناهو خلګو د وژلو اجازه نه ورکوله کیږی .
http://pashto.irib.ir/2010-05-09-11-16-57/2010-05-11-08-06-29