د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

غزل ===> ډاکټر بشير احمد پرهر


هيواد شېرزاد
13.03.2005

لاندې شعر د وړانګې ويبپاڼې www.wranga.com د فورم څخه اخستل شوی دی.
[size=24:1d028a8b6f]:::::::::::::::::::::: غزل[/size:1d028a8b6f]
ډاکټربشير احمد ((پرهر )) - ننګرهار

څه مې پوښتې اشنا چې څنګه زندګي شوه تېره
ستايارانه وه بس دچرسو په لوګي شوه تېره

دبڼو لاندې يې کتل چې پښه يې وخويېده
زه له زړګي نه ، اوهغه له شنه منګي شوه تېره

کنډولی مات وه ډيوه مړه وه اوستار ګونګی وو
بس يوه شپه وه چې په ما اوپه ساقي شوه تېره

دلته دمينې دوښمن دومره زورور دي خدايه
لېونۍ غلې په مزار دلېوني شوه تېره

نور له يارانو دعانه غواړم ښېرې غواړمه
چې ستا دمينې جنازه مې په زړګي شوه تېره

ته يې جدا کړې ګرانه ياره مانه يې ته واخستې
اوس به يې څه کړم چې خاني که غريبي شوه تېره


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more