د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د حرامو حلال ګڼل کفر دئ.

اتل
01.10.2014

محترمو لوستونکو، السلام علیکم
دیني عالم عبدرالرب رسول سیاف ویلي چې د حرامو حلال ګڼل کفر دئ.
ملا محمد عمر په طالبانو باندې مکراً امر کړئ چې په عامه محضر کې چاودنې او حملې ونکړي.
د ملامحمد عمر زوم او دیني عالم ملا معتصم آغا جان ویلي چې په حکومتي مامورینو او عسکرو حملې ناروا کار دئ.
طالبانو یو ځل بیا د اسلامي ارساداتو خلاف په کابل او ده سبز کې په عامه محضر کې بمونه چولې او یو شمیر بې کناه مسلمنان یې وژلي او زخمی کړیدي.

اسلام خودکشي او د بې ګناه انسانانو وژل حرام کړیدي، خو طالبان له یوې خواد الله جل جلاله د اوامرو نه سر غړونه کوي، او له بلې خودکشي استشهادي حملې بولي، او حرام حلال ګڼي.
====
دکابل په دوو جلا سیمو کې دوو ځانمرګو بریدونو لږترلږه د ملي اردو اووه سرتېري وژلي او ۱۹ نور کسان ټپیان شوي.

یوه ځانمرګي چاودېدونکو توکو ډک موټر د ملي اردو د سرتېرو له موټر سره جنګولی.اووه کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.
په وژل شویو کې یو ولسي وګړی او په ټپیانو کې ۹ ولسي وګړي دي.
د برید پړه وسله والو طالبانو پرغاړه اخیستې ده.

دویمه چاودنه تر لومړۍ چاودنې څو دقیقې وروسته د کابل ښار ده سبز ولسوالۍ تره خېلو سیمه کې شوې ده.

د دفاع وزارت ویاند ظاهر عظیمي مني، چې برید د یوه پلي روان ځانمرګي برید کوونکي له خوا شوی، خپله کرولا یې د ملي اردو پر سرتېرو چوولې ده.
په پېښه کې د ملي اردو دوه سرتېري او دوه ولسي وګړي ټپیان شوي.

http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2014/10/141001_hh-kabul-double-suicides


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more