سياست او روانې چارې
دروغجن حافظه نه لري
میرویس
29.09.2014
ګرانو وطنوالو، السلام علیکم
متلونه د ا نساني ټولنو د اوږدو تجربو په رڼا کې د مسائلو او حادثاتو د بیان د لنډیزد پاره راټوکیدلي دي. دا متل هر چا اوریدلئ دي چې وايي:
دروغجن حافظه نلري
طالبانو تل دعوی کوله چې د مسلمان امت استازي توب کوي، او دامت د حق او الله جل جلاله د احکامو د تامین په لاره جهاد کوي. خو ولس په تیرو انتخاباتو کې طالبانو ته د شیخ سعدي په صراحت دا خبره جوته کړه چې نه ولس د طالبانو ملاتړ کوي او نه هم طالبان د ولس استازیتوب کولئ شي،
ولس د طالبانو نه خپله لار بیله کړه او د یوه انتخابي حکومت د جوړلو په تکل یې په عظیمه پیمانه په انتخاباتو کې برخه واخیسته. پداسې حال کې چې طالبان د ملت په اراده ښه پوهیږي، څان يې په ټګۍ وهلئ او په لوی لاس د خپل ځان او ولس د دوکه کولو ناکامې هڅې کوي.
اوس چې ولس طالبانو ته د انتخاباتوله لارې خپله اراده څرګنده کړه، طالبان باید نورنه دولس د ملاتړ خبره وکړي او نه هم د ولس د اردې خلاف عمل وکړي. وايي دروغجن حافظه نلري، طالبانو هم خپله خبره هیره کړې او درګرده د ولس د ارادې خلا ف نا ښایسته اعمال سرته رسوي.
که طالبانو حافظه لرلئ او د الله جل جلاله او ولس ارادې ته یې غاړه اېښودلئ نو دوی به ولې، پداسې حل کې چې د ولس په اراده د جمهور رئیس د سوګند مراسم تر سره کیدل، د کابل په هوايي میدان، د ذمبق په څلور لارې او د پکتیا په زرمت کې حملې کولې او مسلمانان به یې قتل کول؟
http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2014/09/140929_ma_afghanistan_kabul_blast