د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

زمونږ ملا یې نمني

Samsor Afghan
26.09.2014

زمونږ ملا یې نمني

واي بــه ملا جان چـې زه ورځـمه کـا بـل جان ګټم
زه خـپـل جــومـاتـونه، زیارتونــه، امـــا مــان ګــټم
زه پـــه ســه دکـان کـې عــا شـقـان او عـارفان ګټم
زه لـــه مدرســو نه خــواره شــوي طـالـبــان ګـټم
زه لــه «مــلــحدانو» شریعــت ګــټم ، قــران ګـټـم
زما باور به نه راته

واي بـــه ملا جــان دغـه دنیـا خـو تــیریــدونـکې ده
ټوله مافیا په دی فـــانی کـــــې خـــتمیـدونـــکې ده
دا د قدرتـــونو ډنـــډوره تـــمـــا مـــیـــدونــکــې ده
ورځ دعــرصـات او دمـــحشـــر رارســـیـدونکې ده
زه پــه خــپــل جهاد کې تشــه خوښه د سبحـان ګټــم
زما باور به نه راته

واي به مـلا جـان زه دلالــونــو تـــمه دار نه یــم
زه یو مجـاهد یـم، زه شـــوقــی داقــتدارنــه یـم
زه مامور دشـرعې یم، دهیچا صوبه دار نه یم
زه دپـرنګـیـانـــو دپــلانــونو ټــیـکـــه دار نــه یم
زه دروس لـه پـوځه پــاکــه خــاوره د افغان ګټم
زما باور به نه راته

واي بـــه مـلا جـــان زه چــــې دا دومــــره اذانـونه کم
چـــرګ د ډیـــران نه یـــم، زه مـخـلوق ته اوازونه کم
زه لـــه روح الله سره په عــرش کـــې پـــروازونه کـم
زه لــه چــا څــه نـه غواړم په خدای باندې نازونه کم
زه لـــه کــــا فـــرانــــو آزادۍ دمـــســـلـــمـــان ګــټــم
زما باور به نه راته

راشـه اوس یی ګوره ملا جان چه څه نـخرې کوي
خلــک ســره وژنــی دی پــی خاندی مسخرې کوي
تښـــتی لــه جـــومـــاتـــه مــقـــتدیانو ته پلمې کوي
ټول هیـواد یی چور کړ او لا ناست دی مسالې کوي
هــــره نــاروا، روا کــوي خپــلـی چړچـــې کـــوي
راشه ملا وګوره

اوس مـلا حاکــــم شــــو ســر غـــنـه دجــلادانو شو
دوســـت دکـــافرانو شـــو، دښــمــن دمومــنــــانوشو
نـــیم دیـــهــــودیانوشو، نیـــم نور دسعودیــانو شو
زیـــا ت دپاکســــتان شو، یو څه کم دایرانیانو شو
اوس دا خیـــرات خـــور، د ډالرونو تـــفـــالـې کوي
راشه ملا وګوره

اوس واعــظ دشــهر پیــش امام د شــیطانــانو دی
خـنډ د صـادقــانو، مـــلا تـــړ دخـــایـنـــانــو دی
قـــتل دحســین ته، تیـــغ بر دار د یزیـــدانـــو دی
دوســت دهــر دښمـــن دی او دښمن دافعانانو دی
ناســـت دی دوطـــن د خــرڅـــولو قـبـــالـی کـوي
راشه ملا وګوره

وایــــي مـــلا جـــان چـــی زه غــازي یمه تورزن یمه
زه واکـــدار دژونـــد او قـــتـــلـــولــو د هـــر تـــن یــمه
تــخـت او تاج می خپل دی، زه مالک د دی وطن یمه
کــــــوز به تــرې نه نشـــم په چوکـــی باندی میـن یمه
اوس پـــه خـــیټه مـــوړ شـــو، نوی نوی تــوطعې کوي
راشه ملا وګوره

خلـــک ورتـــه وایي ملا ورشــــه جومـــاتونو ته
وتـــــــړه، وروتـــــړه ټـــوپـــکو ته، بــمونـــو تـه
ټـــینــګ شه عبادت ته، ریاضـت تـــه، اذانـــونوته
دا دنـــیا فـاني ده، ځـــان تیـار کـــړه، جــنتــونوته
ځان رسوه حوروته، غلمــانـوتـــه، جـامونـــوتــه
زموږ ملا یې نه مني

خلـــک ورتــه وایي، چې ورورۍ ښه ده، امان ښه دی
ناســـته د مومـــن ښه ده، مـــلاتړ د مــــسلمـــان ښه دی
بــیا تر هــــر پردی نه، دخـــپــل کور کلی افغان ښه ده
دې ګـــردۍ دنــیا نـــه یــو بڅـــری دایـــمـــان ښــــه ده
مـــه خــــلا صـــــوه لاره تـــبـــا هی د ولـــسونـوتــــه
زموږ ملا یې نه مني

خلـــک ورته وایي افـــغانـــان پـــه پردو مـــه وژنــه
دغـــه خــوار وګــــړي دایـــران پـــه پیــسو مـه وژنه
دا خـــواره واره د پاکــــستان په بــــمــو مـــه وژنـــــه
دغـــه دینـــــداران دبــــې دینـــۍ په پلــــمـــو مه وژنه
وګـــوره قـــرآن ته، پـــاکــــالله ته، کـــتـــــابــــونوتــه
زموږ ملایې نه مني

زه خپله قاضی یم، هم قانون یم، هم سرکــــار یمه
زه د رســــولانــو د مــــــیرا ث سلـــسله داریـمـــه
زه د جـــنـتــونــو د ویشــــــلو ټـــــیکه داریـــمــــه
ولـــــس وایـــــي لږ پام کوه زموږ ماتو سرونو ته
زموږ ملا یې نه مني

زموږ مــلا اوس مخـــامخ د دین سو داګري کوي
تللی پــــیښور ته زموږ د خاوری بیــــپاري کــوي
نــــــوی وهابی شــــوی د سـیاف سره یاري کوي
ووته مـــــیــــدان ته د ډالرو جـــــــواري کـــــوي
اوس قــومندان شوی، بله ورځ به خرکاري کوي
چوپ شه چاته مه وایه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more