نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
صبا ښكنځلنامه باباولي(رح) ښكنځي، انځور وګورئ!
Jalazai
13.03.2005
ارزښتپالنه يو سړيتوب ټاكونكى بريد دى، هغه انسان چې په ژوندانه كې ارزښتپال نه وي په ټولنيز لحاظ له ژويو سره څه دومره توپير نه لري.
څه مادي ارزښتونه وي او څه معنوي ارزښتونه، څه ديني وي او څه عمومي اخلاقي ارزښتونه وي.
ددغسې ارزښتونو له ډلې څخه هم دنني انسان لپاره دهغه په ملي تعهد پورې تړلي ارزښتونه دي چې نننى انسان په هغو ارزښتونو كې چې ګروهه پرې لري لمړۍ درجه اهميت وركوي. هغه وګړي چې په ننۍ نړۍ كې ملي ارزښتونو ته اهميت نه وركوي، ياغي او شاذ وګړي بلل كېږي، د ننۍ نړۍ ډېر مضر بلل شوي وګړي (مذهبي بنسټپال) كه څه هم بريد او حد نه منونكي ګڼل شوي خو هغوى هم ملي ارزښتونو ته كه په عملي نه وي نو په شعاري لحاظ ټينګ قايل دي.
په ملي ارزښتونو كې يو ډېر مهم ارزښت د ملي سټو درناوى دى، دانسانانو ترمينځ ټولنيز تړاوو او انتساب د يولړداسې ارزښتونو پر بنسټ وي چې ټول پرې اجتماع پرې ايمان او ګروهه لري، د يوې ملي ټولنې قيام هم هلته شونى شو چې په معينو اقدارو مو اتفاق راغى، كه دغه څه ترمينځ نه وي نو بياخو دې د دروغجنو مخ تور وي. كه مو يوځاى اوسېدلو ته اړتيا نه وي بيا به نه سره اوسېږو، هرسړى دې هلته ځي چې په نوم يې دى، په سر، مال، وينه او قلم يې پاللى، تردې بيا هاغسې بهتره ده، لږترلږه په خپل كور كې به څوك نه ښكنځل كېږي.
پيغمبر(ص) وايي: چې د بندګانو شكر يې پرځاى نكړ، دخداى شكر به هم په ځاى نكړاى شي.افغانستان زمونږ كور دى، زمونږ غرغر يې د نيكونو د قربانيو څلى او درې درې يې د نيكونو د ستړيو او غازي آسونو سومې ښكل كړي. هغه خلك چې ګمان كوي د چا له هڅو او قربانيو پرته د خپل هېواد خاوند شوى د حماقت رنځور دى او هغه څوك چې دخداى داد او د نيكونو د قربانيو دغه هديه ناڅه ګڼي هغوى پدې خاوره د اوسېدلو حق نه لري.
موده وړاندې مي، د صبا په نامه په يوه داسې مجله كې چې لورونه يې كمه او ځورونه يې ډېره لرله، په يوه كاريكاتور سترګي ونښتې چې د مجلې د مېنځ د پاڼو په ډېره ابتره توګه پداسې ډول چاپل شوې وو چې له مخكې، ورسته، نن، پرون، پوهې، ادب، هنر، نقد، څېړنې، فلسفې او طنر او يا بل كوم مضمون او غرض سره يې هيڅ ډول تړاو نه تعبيرېده چې د نشر توجيه يې پرې شوې واى، او د نفرت، حقارت، نفاق، دوه مخي، سپك خوى، لجاجت، سفاهت او جسارت پرې له يوې خوا هم نه جوړېده.
د رهين د بيان د ازادي تر چتر او د خليلزاد د جمهوري افغانستان تر نيم ځوړند بيرغ لاندې د ملي توهين دغه وثيقه ولولئ، دغه كښلى رسم چې موترلاسه كړ، په هغه كې خپل باباولي (رح) ولټوئ، كـه نن تاسو ته پدې كرغېړن تصوير كې خپل باباولي در حضور نشي نو د سبا لپاره پدې پاخه باوري اوسئ چې ستاسو د اولادونو او نوي نسل په ذهن كې به بابا ولي(رحمه الله) همدغسې انځور وي لكه د صبا د علمي! فرهنګي! او ادبي !!!!! مجلې پدې ګڼه كي چې دغو كرغېړنو او ګناهګارو ګوتو انځور كړى .
په رسم كې باباولي چې په ښي مټ يې د احمدشا بابا ليكلي، كيڼ لورته د يوه ډېر بده بڼي انسان په څېره لاړه دى،ببر برېتونه، تېره تېره ښكرونه او بې سليقې جامې يې اغوستي او د تاريخ زده كونكى ورڅخه خپل شكايت كوي، چې ګواكي دهغه ددور له تاريخ څخه ماهيڅه هم ندي زده كړي او ځكه په تاريخ مضمون كې ناكام شوى يم.
انځور د صبا مجلې دشپږدېرشمي ګڼې په ۳۳ مخ كې وګورئ:
كه څوك دغه كاريكاتور په ايمېل غواړي نو په qararander@hotmail.com دې غوښتنه راواستوي.
درناوى