د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

شمالي وزيرستان : دډرون حمله کې ٧ کسان وژل شوي • Print

میرویس
24.09.2014

'ګرانو وطنوالو، سلامونه.
پداسې حال کې چې له یوې خوا د پاکستان پوځ په طالبانو باندې جنګ وروړئ، په سلکونو یې ترې وزلي، دهغوی ترورستي مرکزونه یې وران کړي او نور یې یا د سیمې نه تشتیدلې دي اویا په پته کې کرزي، او دغه راز ددغو حملو د قوت په وجه طالبان په پنځو ډلو ویشل شويدي. له بلې خوا وخت ناوخت دبې پیلوټه الوتکو حملې ورباندې حواله دي.
په پرونۍ حمل کې بیا یو شمیر ترورستان وژل شوي او یو شمیر یې ټپي شویدي.

ولسونه د بې پیلوټه الوتکو د کذارونو حمایه کوي ځکه چې له یوې خوا خارجي ترورستان په نښه کوي او له بلې جانبي عوارض نلري.

راپورونه وائي دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دشورو په ورځ دبې پائيلټه جاسوسي الوتکې يا ډرون په يوه حمله کې لږ ترلږه ٧ کسان وژل شوي اؤ يو شمير نور ژوبل شوي دي.
داستخباراتي سرچينو ترمخه دشورو په ورځ دشمالي وزيرستان ددته خيل په لوړه منډۍ سيمه کې په يوه ودانۍ اؤ گاډي دډرون څخه څلور ميزائيلونه داغل شوي چې پکې دغه وداني اؤ گاډى تباه شوي.
سرچينې وائي دحملې نه پس هم سيمه کې تر ډيره وخته ډرون الوتکو الوت کولو.
سرچينې دا هم وائي چې دډرون په دغه حمله کې دوژل شوؤ کسانو پيژندگلو نۀ ده اؤ دمړو دشمير دزياتيدو انديښنه ده.
شمالي وزيرستان کې دډرون دغه وروستۍ حمله په داسې حال کې شوې چې هم په دغه قبائيلي سيمه کې دپاکستان پوځ دمقامي اؤ غيرملکي ترهه گرو خلاف په عملياتو بوخت دى.
په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more