سياست او روانې چارې
ولسونو ته جزا ورکول.
اتل
22.09.2014
محترمو پښتنو وروڼو، السلام علیکم
په غزني کې وسله والو پر خلکو لارې بندې کړي دي.
ولسي خلک وایي چې طالبانو او دداعش طرفدارانو په ګډه دولس ځورولو ته ملا تړلې ده. دوی وایي چې طالبان ولسونو ته دسته جمحې جزا ورکوي.
ګرانو لوستونکو:
داسې ښکاري چې اوس طالبان پدې پوهیدلي دي چې ولس ددوی پرخلاف په انتخاباتو کې د کډون له لارې دوی ته وښودل شوه چې ولس دطالبانو نه بیزاره شویدئ. اوس طالبان دولس نه په دسته جمعې ډول کسات اخلي. طالبان اوس دټول ولس سره برالا دښمنې کوي، او دا نا اعلان شوئ جنګه په ولس تحمیلوي.
د غزني د جاغوريو، مالستان، ناور، خوګياڼيو او جغتو ولسواليو اوسېدونکي وايي، له تېرو دریو ورځو راهيسې طالب وسله وال دغو ولسواليو ته پر تلليو لارو ولاړ وي او خلک له موټرو څخه کښته کوي.
دوی وايي، وسله وال نه له ښاره څوک ولسوالۍ ته پرېږدي او نه هم له ولسواليو څخه څوک ښار ته راپرېږدي.
طالب وسله وال پر دغو لارو د خلکو موټرونه دروي؛ خلک تلاشي کوي او ځينې کسان خو د څه وخت لپاره له ځان سره هم بنديانوي.
د جغتو ولسوالۍ يو تن اوسېدونکی اسدالله وايي؛ هغه کسان چې له ښاره ولسوالۍ ته تللي؛ طالبانو په نيمه لار کې له موټرو کښته کړي او بيا يې کليو ته پياده لېږلي دي.
د اسدالله په خبره، وسله والو خلکو ته ګواښ کړی دی چې؛ که يې بيا ښار ته د تلو هڅه وکړه، نو موټر به يې وسوځوي.
"طالب صاحبانو زموږ په کلي، قياق کې لاره په بشپړه توګه بنده کړې ده. مسافر يې له سړکه کښته کړي او غرونو ته يې خېږولي دي؛ هغوی يې هلته تلاشي کړي؛ وروسته يې موټر تش رالېږلي او په موټرو کې سپاره ښځې او ماشومان پياده تر کليو پورې تللي دي."
"زه فرهاد يم، د جغتو ولسوالۍ د جرمتو اوسېدونکی يم. تر اوسه هيڅ نه ده مالومه چې ولې دوی دغه لاره بنده کړې ده. له هغوی څخه خو څوک پوښتنه هم نه شي کولای چې ولې داسې کوي."
خلک وايي، وسله والو ځينو له ځان سره د داعش ډلې بيرغونه را اخيستي؛ مخونه يې پټ کړي او ځانونه داعشيان بولي او ځينو يې بيا مولونه وهلي او ځانونه طالب وسله وال معرفي کوي.
د غزني امنيتي مسوولين په دې اړه څه نه وايي؛ خو د دغه ولايت مرستيال والي محمد عملي احمدي بيا مني چې؛ له دريو ورځو راهيسې وسله والو د غزني د پنځو ولسواليو لارې بندې کړې دي.
د ده په وینا، سمه ده چې، ځينې وسله وال ځانونه د داعش جنګيالي بولي؛ خو وايي، باوري دی چې دغه کسان طالبان دي او د وېرې خپرولو په موخه يې موخونه پټ کړي او د داعش بيرغونه له ځان سره ګرځوي.
"د طالبانو ګروپونه د لارو په اوږدو کې سړک ته راختلي دي؛ هغه موټرونه چې له ښاره ولسواليو ته ځي؛ يا له ولسواليو ښار ته را روان وي هغوی دروي، ګواښي يې او ورته وايي، چې دوی د لارو د بندلو پرېکړه کړې او که بل ځل څوک ښار ته د تلو هڅه وکړي؛ نو و به وژل شي او موټرو ته به يې اور ورواچوي."
Re: ولسونو ته جزا ورکول.
lawangin
22.09.2014
انډيواله دشرم ځای دی چې اوس هم د څو دالرو لپاره cia ته لګيایې
ورشه چوپړا جمهوررئیس او عبدالله لنډغر دې وګوره چې څه کوي!
چې زړه دې در خلاص کړم تر څو چې دا پاسد رژیم او دا فاسدين
وي جنګ به هم وي !
داسې جزا به ستا بادارې Cia ټاکلې وي زمونږ دکلي طالبان خو
داسې جک نه وهي !
[quote:61452de14e="اتل"]محترمو پښتنو وروڼو، السلام علیکم
په غزني کې وسله والو پر خلکو لارې بندې کړي دي.
ولسي خلک وایي چې طالبانو او دداعش طرفدارانو په ګډه دولس ځورولو ته ملا تړلې ده. دوی وایي چې طالبان ولسونو ته دسته جمحې جزا ورکوي.
ګرانو لوستونکو:
داسې ښکاري چې اوس طالبان پدې پوهیدلي دي چې ولس ددوی پرخلاف په انتخاباتو کې د کډون له لارې دوی ته وښودل شوه چې ولس دطالبانو نه بیزاره شویدئ. اوس طالبان دولس نه په دسته جمعې ډول کسات اخلي. طالبان اوس دټول ولس سره برالا دښمنې کوي، او دا نا اعلان شوئ جنګه په ولس تحمیلوي.
د غزني د جاغوريو، مالستان، ناور، خوګياڼيو او جغتو ولسواليو اوسېدونکي وايي، له تېرو دریو ورځو راهيسې طالب وسله وال دغو ولسواليو ته پر تلليو لارو ولاړ وي او خلک له موټرو څخه کښته کوي.
دوی وايي، وسله وال نه له ښاره څوک ولسوالۍ ته پرېږدي او نه هم له ولسواليو څخه څوک ښار ته راپرېږدي.
طالب وسله وال پر دغو لارو د خلکو موټرونه دروي؛ خلک تلاشي کوي او ځينې کسان خو د څه وخت لپاره له ځان سره هم بنديانوي.
د جغتو ولسوالۍ يو تن اوسېدونکی اسدالله وايي؛ هغه کسان چې له ښاره ولسوالۍ ته تللي؛ طالبانو په نيمه لار کې له موټرو کښته کړي او بيا يې کليو ته پياده لېږلي دي.
د اسدالله په خبره، وسله والو خلکو ته ګواښ کړی دی چې؛ که يې بيا ښار ته د تلو هڅه وکړه، نو موټر به يې وسوځوي.
"طالب صاحبانو زموږ په کلي، قياق کې لاره په بشپړه توګه بنده کړې ده. مسافر يې له سړکه کښته کړي او غرونو ته يې خېږولي دي؛ هغوی يې هلته تلاشي کړي؛ وروسته يې موټر تش رالېږلي او په موټرو کې سپاره ښځې او ماشومان پياده تر کليو پورې تللي دي."
"زه فرهاد يم، د جغتو ولسوالۍ د جرمتو اوسېدونکی يم. تر اوسه هيڅ نه ده مالومه چې ولې دوی دغه لاره بنده کړې ده. له هغوی څخه خو څوک پوښتنه هم نه شي کولای چې ولې داسې کوي."
خلک وايي، وسله والو ځينو له ځان سره د داعش ډلې بيرغونه را اخيستي؛ مخونه يې پټ کړي او ځانونه داعشيان بولي او ځينو يې بيا مولونه وهلي او ځانونه طالب وسله وال معرفي کوي.
د غزني امنيتي مسوولين په دې اړه څه نه وايي؛ خو د دغه ولايت مرستيال والي محمد عملي احمدي بيا مني چې؛ له دريو ورځو راهيسې وسله والو د غزني د پنځو ولسواليو لارې بندې کړې دي.
د ده په وینا، سمه ده چې، ځينې وسله وال ځانونه د داعش جنګيالي بولي؛ خو وايي، باوري دی چې دغه کسان طالبان دي او د وېرې خپرولو په موخه يې موخونه پټ کړي او د داعش بيرغونه له ځان سره ګرځوي.
"د طالبانو ګروپونه د لارو په اوږدو کې سړک ته راختلي دي؛ هغه موټرونه چې له ښاره ولسواليو ته ځي؛ يا له ولسواليو ښار ته را روان وي هغوی دروي، ګواښي يې او ورته وايي، چې دوی د لارو د بندلو پرېکړه کړې او که بل ځل څوک ښار ته د تلو هڅه وکړي؛ نو و به وژل شي او موټرو ته به يې اور ورواچوي."[/quote:61452de14e]
اتل
01.10.2014
السلام علیکم، لونګین صاحب
وروره، په ولس باندې د طالبانو ظلم، دسته جمعې جزا ورکول، په بمومونو کې د ولسي خلکو الوزول، د سرونو غوڅول، د اسلام او جهاد په نامه بدعت کول، په اسلامي امت باندې د خوارجو د جنګ تحمیلول، د حکومت دبې کفایتۍ، او ناوړه کارونو سره هيڅ ډول اړیکې نلري.
تاسې واياست، تر څو چې جنګ دوام لري، طالبان به همدغسې کفري اعمال سرته رسوي. دا جنګ خو هم طالبانو کوي، نه بل څوک. دوی دې جنګ ودروي، لاړ دې شي د افغان ولس سره دې ګډ حکومت جوړ کړي او بیا دې د حکومت د بې کفایتۍ مخه ونیسي. په الله دې سپارم.
waleed432
12.11.2014
سلام کابلی صاحب
اول این که ما به خارجی ها در مملکت خود ضرورت نداریم که برای افغانها تامین امنیت کنند و دوم اینکه طالبان در زمان زمامداری خود با یک چوب یک منطقه را از هر نوع جرایم پاک می کردند. ای کاش امنیت که در زمان طالبان بود حالا می بود. در زمان طالب ها هیچ نوع تجاوز جنسی بالای ناموس مردم رخ نمی داد و حالا ببین که بی امنیتی تا چه حد رسیده است.
______________________
https://www.apple.com
http://www.pass4-sure.net/E20-018-dumps.html
http://www.washington.edu
http://en.wikipedia.org/wiki/Exin
https://www.facebook.com/authorized.apple