د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د امریکا په لاس په کابل کې د نوي مامور د ټاکل کيدو په اړه د اسلامي امارت اعلاميه

lawangin
22.09.2014

د امریکا په لاس په کابل کې د نوي مامور د ټاکل کيدو په اړه د اسلامي امارت اعلاميه
امریکايي اشغالګرو له اولې ورځې څخه د افغانستان د اشغال ترڅنګ د افغانانو د دوکه کولو او تير ايستلو لپاره بیلا بیلې ډرامې، پروژې او پروسې وخت په وخت په لاره اچولي چې لله الحمد هره یوه يې له ناکامۍ، شرم او ذلت سره مخ او نامراده شوې ده.
د دغو جعلي هڅو له جملې یوه یې د انتخاباتو په نامه افغان تيرايستونکې پروسه وه چې پرلپسې له شرمندګۍ او ناکامۍ سره مخ شوه او افغانانوته يې حيثيت بربنډ شو، تيره ورځ د انتخاباتو پروسې ته د اوړو پوزې د جوړولو په جریان کې د کابل ادارې لپاره نوي امریکايي ګمارل شوی مامورین اشرف غني اوډاکټر عبدالله دپنځو کلونو لپاره په اصطلاح دولسمشر او اجرایوي مشر په توګه دامریکايي سفير لخوا معرفي شول .
د اشغال په صورت کې دغه ډول بې ماهيته حرکتونه اصلا کومه معنی نه لري، صرف يرغلګر جهت په خپل زعم فکر کوي چې ګنې افغانان يې تير ايستل او خپل هدفونه به تر لاسه کړي،لکه امنیتي تړون لاسلیک کول یاداسي نور.
د اشرف غني معرفي کول او په اصطلاح د نوي فرمايشي ادارې جوړول افغانانو ته په هيڅ ډول هم د منلو نه دي ، څرنګه چې پروسه جعلي او شرمونکی وه همداراز يې نتيجه او حاصل هم له شرمه ډک دي چې افغانانو داسې فرمايشي اونصب شوې څيرې د تاریخ په اوږدو کې رد کړې دي.
امریکايي جهت بايد درک کړي چې زموږ خاوره په موږ پورې اړه لري، دلته تصاميم او پريکړې هم دافغانانو کار او دنده ده نه د امریکايي خارجه وزیر يا سفير.
موږ باور لرو چې د انتخاباتو په نوم د تبلیغاتي کمپاینونو،درای اچولود تقلبي بهیر،درای شمیرنې دجنجالونو،ګواښونو او شخړو او په پای کې دامریکایانو بربنډه مداخله او د انتصاب په چاره کې ټاکونکی رول چې ټول اولس او جهانیانو ولید،دغه راز عام اولس ددې طویل المیعاده شرموونکي ډرامې، اقتصادي،رواني او نورې ډول ډول منفي اغیزې هم وزغملې اوس به د ولس فرد فرد ته دیرغلګرو دسیسه ګر ماهیت نور هم ښکاره شوی وي او اشغالګر به یې زموږ ددین، هیواد ، حیثیت او ملي وحدت د بې رحمه دښمنانو په حیث لا ښه پیژندلي وي.
موږ د افغانانود غولونې دغه امریکايي هڅه هم دپخوا په شان ردوو، او ژمنه کوو چې په وړاندې به يي وسلوال جهاد ته ترهغو ادامه ورکوو چې هېواد مو له اشغال څخه په کامله توګه ژغورلی نه وي او په افغانستان کې مو واقعا سوچه اسلامي حاکميت ته زمينه نه وي مساعده کړې.
څو تنه امریکايي پلوه مزدوران او د هيواد تاریخي بدمرغه څيرې چې په هيواد ويجاړونه کې اوږده سابقه لري کله هم په زور سره د افغانانو نماينده ګان نشي کیدای اونه هم افغان ولس دومره بې څوکه ده چې دغه تش په نامه تراشل شوي د خپلو مشرانو او زعيمانو په توګه ومني، اسلامي امارت ديو مسئول جهت په توګه جعلي انتخابات، شرمونکی بهیر یې او په پايله کې يي دسهامي شرکت را مينځته کيدل ټول د امریکايي دسیسو برخه بولي، چې خنثی کول يې د فرد فرد مسلمان افغان دنده او وجیبه ده.
دافغانستان اسلامي امارت
۱۴۳۵/۱۱/۲۷هـ ق
۱۳۹۳/۶/۳۱هـ ش ــ 2014/9/22م


Samsor Afghan
24.09.2014

اسلامی امارت ته د بلا د اسلام د نوم ور واوړی.

نور د بس کړی دا قتال چی دوی اسلام په نوم شروع کړی.


lawangin
24.09.2014

زه داسې نشم وېیلی ځکه دهغوی په وخت کې ارامي ، انسانيت، عدالت
سوله وه خو دفاسدو لپاره دوزخ وو !
خو نالت په صلیبی اشغالګرو چې خپل دديموکراتي اصول خرڅوي او
په افغانستان کې یې تجربه کوي نو په داسې دوه ډزې ديموکراتي د
نالت وي ! جار له شرېعته شمه !

[quote:8466c847af="Samsor Afghan"]اسلامی امارت ته د بلا د اسلام د نوم ور واوړی.
نور د بس کړی دا قتال چی دوی اسلام په نوم شروع کړی.[/quote:8466c847af]


waleed345
05.11.2014

ستوري

دغړيتوب نېټه: 27 ميئ 2006
ليکنې: 218

ليکنهد ليکنې نېټه : ٤ شنبه سپتمبر 24, 2014 12:44 pm عنوان : Re: کرزي ته مشوره: Reply with quote
لرغونيه په بل یې مه وژنه په خپله یې مړ که !
cia یې ولا که دوه ورځې ژوندی پرېږدي !
هو که حال ترې اخلي نو راځه چې دا دله کوم پټ ځای ته
وتښته وو ؛ په زور اقرار ترې واخلو او بيا یې په تور خره څټ مخ
لاس تړلی سپور او دکابل په کوځو کې چکر ور کړو !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more