سياست او روانې چارې
د سولي نړیواله ورځ!
Hashmat Kahn
19.09.2014
د سولي نړیواله ورځ په کال ۱۹۸۱ د ملګرو ملتونو لخوا تاسیس شوي او دا د هر وګړي، اداري او هیواد دنده ده چې د دغې ورځې په لمانځلو کې ونډه واخلي. ددغې ورځې د بنسټ ایښودلو له پیل څخه ګڼ شمیر مدنې ټولنو، مذهبی ډلو، ملګري ملتونو، دولتی او غیر دولتې ادارو په پراخه توګه په ټوله نړي کې ونډه اخیستې او د تاوتریخوالي پر ضد او د سولي په ملاتړ یې خپل کلک دریځ ښکاره کړي.
افغان ځوانانو هم د افغانستان په ګوټ ګوټ کې په دوامداره توګه د سولي ملاتړ کوي او دا یوڅرګند حقیقت دي چې افغانستان د طالبانو د رژیم د نسکوریدو نه وروسته ډیر پر مختګ کړي دي. دا ډیر د خوشحالي او نیکمرغي ځای دي چې ځوانان د سولي په راوستلو کې فعاله ونډه اخلې. د دوي هڅې او ونډه اخیستل به د افغانستان په راتلونکې ډیر اغیزولري او خلکو ته د یو ښه احساس او خوشبینې هیله پیدا کړي. د یادونې وړ ده چې دا ورځ هر کال د سپتمبر په ۲۱ مه لمانځل کیږي.
ستاسو په اند د ځوانانو ونډه اخیستل د سولي په راوستلو کې څومره رول لري؟
په درنښت
حشمت
دامریکا د متحده ایالاتودعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواترو تیم