د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

متل: که ولي نه یم، خالي هم نه یم ـ دریم ثبوټ

میرویس
12.09.2014

ګرانږ وطنوالو بیا مې سلامونه او احترامونه قبول کړئ.
دالاندې رپوټ زما د تحلیل دثبوت دپاره بله مؤثقه بیلګه ده چې القاعدې او افغان طالبانو پاکستاني طالبان خلق کړل تر څو په قبایلو کې ځان ته د ټیک ځای پیدا کړي او په اوږده موده کې خپل هدفونه تر لاسه کړي. ترڅو افغان طالبان لدې علاقې نه په افغانستان کې و جنګیږي او القاعده خپل نړیوال ترورستي اهداف تر لاسه کړي.

القاعدې په پاکستاني طالبانو کې خپل جاسوس اجنټ امیر خالد خراساني په دستوري شکل ولګاوه، اوشخصیت یې ورکړ. کله چې په پاکستاني طالبانو کې د خراساني مقام قوي شو، القاعدې دسیسه جوړه کړه اود شهریار او سجنا ترمنځ یې د یو او بل د وژنو او دښمنیو اوربل کړ، اوبیا یې په پاکستاني طالبانو باندې زور واچاوه او د سجنا پرعوض یې امیرخالد دخراساني پر مقام مقرر کړ او سجنا یې د پاکستاني طالبانو له لیکو نه و ایست.

وروسته یې امیر خالد خراساني دې ته راوست چې د جماعت احرار ډله تشکیل کړي، او د پاکستاني طالبانو لخوا ورټل شي. القاعدې چې امیر خالد خراساني ډله د پاکستاني طالبانو نه بیله کړه او ښه يې منزوي کړه، نویې دېته مجبوره کړه چې
په کراچۍ کې دپاکستان په سمندري قواوو باندې حملې وکړي. اول یې دخراساني په ډله یعنې جماعت الاحرار باندې ددې حملې مسؤلیت ومانه، خو اوس یې اعلان وکړ چې دا حمله پخپله موږیعنې القاعدې کړیده. القاعدې پدې ترتیب نړۍ ته وښودله چې القاعده او جمات الاحرار دواړه دیوه خره دوه غوږونه دي. د القاعدې دې اعلامیې زما تحلیل هم یو ځل بیا د شیخ سعدي په صراحت تائید کړ چې القاعدې ځنکه د پاکستان طالبانو په تحریک کې نفوذ وکړ، ټوټې یې کړ او بیا یې څنکه د خپلو نړیوالو هدفونو د پاره اشتعمال کړ.
دا لاندې رپوټ ولونئ:
===
پخوانیو پاکستاني افسرانو د کراچی په حمله کې له القاعده سره مرسته کړې

21.06.1393
القاعده شبکې په کراچۍ ښارکې د پاکستان د سمندري ځواکونو پر یوه مرکز د حملې مسوولیت منلی دی.
د القاعده شبکې د جنوبي اسیا څانګه وايي، د پاکستان د پوځ یو شمېر پخوانیو افسرانو په دې حمله کې له دوی سره مرسته وکړه.
په دې حمله کې چې د روانې اونۍ په پیل کې وشوه درې پاکستاني سرتېري او درې واړه بریدکوونکي ووژل شول.
القاعده ډلې د پاکستان د سمندري ځواکونو پر مرکز د برید مسوولیت د سپټمبر په یوولسمه ومانه.
دا هغه نېټه ده چې همدې ډلې پوره دیارلس کاله مخکې د څلورو الوتکو په وسیله پرامریکا تروریستي بریدونه وکړل.
د القاعده شبکې مشرایمن الظواهري تېره اونۍ د دې ډلې د جنوبي آسیا د څانګې د جوړېدو خبر ورکړ.
القاعده شبکې په یو بیان کې ویلي دي چې په کراچۍ کې د سمندري ځواکونو پر مرکز په برید کې د پاکستان د پوځ افسرانو له دې ډلې سره مرسته کړې ده.
فرانسپرس خبري آژانس لیکي، چې د سپټمبرپه یوولسمه د داسې یوه خبر خپرول ښايي هغه اندېښې لا زیاتې کړي چې د پاکستان د پوځ په لیکو کې د افراطي وسله والو د نفوذ په اړه شته.
له دې مخکې طالبانو هم چې په دې حملو کې د لاس لرلو ادعا یې کړې، ویلي و، چې د پوځ له مینځه مرسته ورسره شوې ده.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف د چارشنبې په ورځ په پارلمان کې د وینا پرمهال د امنیتي ځواکونو په جزوتامونو کې د افراطي وسله والو د نفوذ له کبله اندېښنه وښوده او ویې ویل، دا مرستې باید له پامه ونه غورځول شي ځکه د ده په وینا له دننه څخه له مرستې پرته افراطي وسله وال نشي کولای امنیت ګډوډ کړي.
القاعده شبکې په یو بیان کې چې پرون په اردو ژبه خپور شو، ویلي دي چې کراچۍ ته نژدې د دوی حمله د جنوبي آسیا په نیمه وچه کې د حملې حیثیت لري.
القاعده شبکه ادعا کوي چې دا برید پر یوه امریکایۍ اکمالاتي کشتۍ وشو او په نتیجه کې یې وژل شوی وسله وال د پاکستان د سمندري ځواکونو پخوانی افسر و.
په دې اړه تراوسه څه نه دي ویل شوي چې آیا د حملې پرمهال په بندر کې کومه امریکايۍ کشتې وه کنه.
د پاکستان د سمندري ځواکونو ویاند ندیم بخاري وايي د پېښې په اړه تحقیقات روان دي خو د ده په وینا دا له وخته مخکې ده که وویل شي چې دا برید د پاکستان د پوځي افسرانو په مرسته شوی.
القاعده شبکه په ۲۰۱۱ کال کې په کراچۍ کې د پاکستان د سمندري ځواکونو پر یوه اډه په برید کې چې اولس ساعته یې دوام وکړ هم په لاس لرلو تورنه شوه.
په دې پېښه کې د پاکستان د هوايي ځواکونو لس تنه سرتېري ووژل شول او همدا راز د امریکا دوه کشفي الوتکې ګردسره ویجاړې شوې.


Re: متل: که ولي نه یم، خالي هم نه یم ـ دریم ثبوټ

lawangin
12.09.2014

لوده کوم کار چې ته یې کوې هغه نه دين ده ، نه وطن ، نه ناموس
نه ازادي بلکې هغه خبرې دي چې غربي مېديا او Cia یې مخته
بيا یې او مسلمانان په مختلفو نومونو بد ناموي او وژني یې !
پتنګ

[quote:2635b9c6cf="میرویس"]ګرانږ وطنوالو بیا مې سلامونه او احترامونه قبول کړئ.
دالاندې رپوټ زما د تحلیل دثبوت دپاره بله مؤثقه بیلګه ده چې القاعدې او افغان طالبانو پاکستاني طالبان خلق کړل تر څو په قبایلو کې ځان ته د ټیک ځای پیدا کړي او په اوږده موده کې خپل هدفونه تر لاسه کړي. ترڅو افغان طالبان لدې علاقې نه په افغانستان کې و جنګیږي او القاعده خپل نړیوال ترورستي اهداف تر لاسه کړي.

القاعدې په پاکستاني طالبانو کې خپل جاسوس اجنټ امیر خالد خراساني په دستوري شکل ولګاوه، اوشخصیت یې ورکړ. کله چې په پاکستاني طالبانو کې د خراساني مقام قوي شو، القاعدې دسیسه جوړه کړه اود شهریار او سجنا ترمنځ یې د یو او بل د وژنو او دښمنیو اوربل کړ، اوبیا یې په پاکستاني طالبانو باندې زور واچاوه او د سجنا پرعوض یې امیرخالد دخراساني پر مقام مقرر کړ او سجنا یې د پاکستاني طالبانو له لیکو نه و ایست.

وروسته یې امیر خالد خراساني دې ته راوست چې د جماعت احرار ډله تشکیل کړي، او د پاکستاني طالبانو لخوا ورټل شي. القاعدې چې امیر خالد خراساني ډله د پاکستاني طالبانو نه بیله کړه او ښه يې منزوي کړه، نویې دېته مجبوره کړه چې
په کراچۍ کې دپاکستان په سمندري قواوو باندې حملې وکړي. اول یې دخراساني په ډله یعنې جماعت الاحرار باندې ددې حملې مسؤلیت ومانه، خو اوس یې اعلان وکړ چې دا حمله پخپله موږیعنې القاعدې کړیده. القاعدې پدې ترتیب نړۍ ته وښودله چې القاعده او جمات الاحرار دواړه دیوه خره دوه غوږونه دي. د القاعدې دې اعلامیې زما تحلیل هم یو ځل بیا د شیخ سعدي په صراحت تائید کړ چې القاعدې ځنکه د پاکستان طالبانو په تحریک کې نفوذ وکړ، ټوټې یې کړ او بیا یې څنکه د خپلو نړیوالو هدفونو د پاره اشتعمال کړ.
دا لاندې رپوټ ولونئ:
===
پخوانیو پاکستاني افسرانو د کراچی په حمله کې له القاعده سره مرسته کړې

21.06.1393
القاعده شبکې په کراچۍ ښارکې د پاکستان د سمندري ځواکونو پر یوه مرکز د حملې مسوولیت منلی دی.
د القاعده شبکې د جنوبي اسیا څانګه وايي، د پاکستان د پوځ یو شمېر پخوانیو افسرانو په دې حمله کې له دوی سره مرسته وکړه.
په دې حمله کې چې د روانې اونۍ په پیل کې وشوه درې پاکستاني سرتېري او درې واړه بریدکوونکي ووژل شول.
القاعده ډلې د پاکستان د سمندري ځواکونو پر مرکز د برید مسوولیت د سپټمبر په یوولسمه ومانه.
دا هغه نېټه ده چې همدې ډلې پوره دیارلس کاله مخکې د څلورو الوتکو په وسیله پرامریکا تروریستي بریدونه وکړل.
د القاعده شبکې مشرایمن الظواهري تېره اونۍ د دې ډلې د جنوبي آسیا د څانګې د جوړېدو خبر ورکړ.
القاعده شبکې په یو بیان کې ویلي دي چې په کراچۍ کې د سمندري ځواکونو پر مرکز په برید کې د پاکستان د پوځ افسرانو له دې ډلې سره مرسته کړې ده.
فرانسپرس خبري آژانس لیکي، چې د سپټمبرپه یوولسمه د داسې یوه خبر خپرول ښايي هغه اندېښې لا زیاتې کړي چې د پاکستان د پوځ په لیکو کې د افراطي وسله والو د نفوذ په اړه شته.
له دې مخکې طالبانو هم چې په دې حملو کې د لاس لرلو ادعا یې کړې، ویلي و، چې د پوځ له مینځه مرسته ورسره شوې ده.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف د چارشنبې په ورځ په پارلمان کې د وینا پرمهال د امنیتي ځواکونو په جزوتامونو کې د افراطي وسله والو د نفوذ له کبله اندېښنه وښوده او ویې ویل، دا مرستې باید له پامه ونه غورځول شي ځکه د ده په وینا له دننه څخه له مرستې پرته افراطي وسله وال نشي کولای امنیت ګډوډ کړي.
القاعده شبکې په یو بیان کې چې پرون په اردو ژبه خپور شو، ویلي دي چې کراچۍ ته نژدې د دوی حمله د جنوبي آسیا په نیمه وچه کې د حملې حیثیت لري.
القاعده شبکه ادعا کوي چې دا برید پر یوه امریکایۍ اکمالاتي کشتۍ وشو او په نتیجه کې یې وژل شوی وسله وال د پاکستان د سمندري ځواکونو پخوانی افسر و.
په دې اړه تراوسه څه نه دي ویل شوي چې آیا د حملې پرمهال په بندر کې کومه امریکايۍ کشتې وه کنه.
د پاکستان د سمندري ځواکونو ویاند ندیم بخاري وايي د پېښې په اړه تحقیقات روان دي خو د ده په وینا دا له وخته مخکې ده که وویل شي چې دا برید د پاکستان د پوځي افسرانو په مرسته شوی.
القاعده شبکه په ۲۰۱۱ کال کې په کراچۍ کې د پاکستان د سمندري ځواکونو پر یوه اډه په برید کې چې اولس ساعته یې دوام وکړ هم په لاس لرلو تورنه شوه.
په دې پېښه کې د پاکستان د هوايي ځواکونو لس تنه سرتېري ووژل شول او همدا راز د امریکا دوه کشفي الوتکې ګردسره ویجاړې شوې.[/quote:2635b9c6cf]


میرویس
15.09.2014

حترم لونګینه، السلام علیکم
ورورجانه ستاسې په معیار غیر له طالبه، پاکستاني پنجابي ترورستانو، القاعدې، داعش او نورو افراطیانو نه پرته بل هیڅوک حتي انسانان هم ندي. تاسې ولې په اصلي موضوع بحث نه کوئ؟ تاسې کوښښ مه کوئ چې اوبه خړې کړئ او کبان ونیسئ.

زما ددې تحلیل چې القاعدې د پاکستان په طالبانو کې نفوذ کړئ او ټوټې به یې کړی ځلورمه بیلګه هم را وټوکیده او هغه دا چې قوماندان شهریار محسود هم د ملا فضل الله په مشرۍ د پاکستان د طالبانو دډلې نه بهر شو. د شهریار نطاق طارق اعظم لکه د پنجابي طالبانو د ډلې مشر عصمت الله معاویه د پاکستان په حکومت حملې وغندلې پداسې حال کې چې دغو دواړو ډلو تر پرون پورې هم د پاکستان په حکومت او هم ولسي خلکو باندې په حملو په زرګونو بې ګناه خلک وزلي دي. دادئ ستا دطالبانو منافقت او د القاعدې په لاس د هغوی تباهي.

القاعدې په پاکستاني طالبانو کې نفاق واچاوه، په وړو ډلو یې وویشل، تر څو په هره ډله ځاتګړې قیضه ولګوي او د خپلو نړیوالو ترورستي اهدافو په پوره کولو کې کار ترې واخلي لکه په کراچۍ کې یې چې د خراساني ډله د پاکستان د سمندري قوې پر خلاف په حمله کې استعمال کړه.
وروره، لږ هوښیار شه.
The Express Tribune Online
URL:www.tribune.com.pk.


lawangin
15.09.2014

زه تا له خپلې لارې نشم ګرځولی خو نصيحت درته کوم !
که افغان یې او مسلمان یې دا پروپاګنده پرېږده په خپل هېواد درحم
وکړه !
که صليبي اشغالګر زمونږ له خاورې ورک شي او فاسدين افغاني
لاسپوڅي هم محاکمه او يا ورک شي نو نه به جنګ او نه به دا
طالب پر دې شکل وي !
نور نو څه غواړې ؟ زه وعده درکوم !!

په پښتني مينه
پتنګ

[quote:7b7e0a37c1="میرویس"]حترم لونګینه، السلام علیکم
ورورجانه ستاسې په معیار غیر له طالبه، پاکستاني پنجابي ترورستانو، القاعدې، داعش او نورو افراطیانو نه پرته بل هیڅوک حتي انسانان هم ندي. تاسې ولې په اصلي موضوع بحث نه کوئ؟ تاسې کوښښ مه کوئ چې اوبه خړې کړئ او کبان ونیسئ.

زما ددې تحلیل چې القاعدې د پاکستان په طالبانو کې نفوذ کړئ او ټوټې به یې کړی ځلورمه بیلګه هم را وټوکیده او هغه دا چې قوماندان شهریار محسود هم د ملا فضل الله په مشرۍ د پاکستان د طالبانو دډلې نه بهر شو. د شهریار نطاق طارق اعظم لکه د پنجابي طالبانو د ډلې مشر عصمت الله معاویه د پاکستان په حکومت حملې وغندلې پداسې حال کې چې دغو دواړو ډلو تر پرون پورې هم د پاکستان په حکومت او هم ولسي خلکو باندې په حملو په زرګونو بې ګناه خلک وزلي دي. دادئ ستا دطالبانو منافقت او د القاعدې په لاس د هغوی تباهي.

القاعدې په پاکستاني طالبانو کې نفاق واچاوه، په وړو ډلو یې وویشل، تر څو په هره ډله ځاتګړې قیضه ولګوي او د خپلو نړیوالو ترورستي اهدافو په پوره کولو کې کار ترې واخلي لکه په کراچۍ کې یې چې د خراساني ډله د پاکستان د سمندري قوې پر خلاف په حمله کې استعمال کړه.
وروره، لږ هوښیار شه.
The Express Tribune Online
URL:www.tribune.com.pk.[/quote:7b7e0a37c1]


میرویس
16.09.2014

لونګین صاحب، السلام علیکم
وروجانه که مې په افغان ولس په تیره بیا په پښتون قام زړهسوئ ندرلودلئ، بیا مې داخبرې چې اوس یې کوم، چیرې هم نه کولې.
رحم خوباید ستاسې پر مظلوم ملت راشي چې ستاسې د پنجاب د طالبانو امیر عصمت الله معاویه اعلان وکړ چې په افغانستان کې به جنګ کوي، نه په پاکستان کې. تر اوسه یې چې په پاکستان کې قتلونه کول د هغو ځواب ځنګه وایي؟

رابه شو ستاسې دې خبرې ته چې:[که صليبي اشغالګر زمونږ له خاورې ورک شي او فاسدين افغاني
لاسپوڅي هم محاکمه او يا ورک شي نو نه به جنګ او نه به دا
طالب پر دې شکل وي !
نور نو څه غواړې ؟ زه وعده درکوم] !!

ورور جانه، د خارجي قواوو د راتګ نه مخکې هم طالبانو امتحان ورکړئ. هلته خو خارجي قواوې نه وې، خو عربي القاعده اونور ترورستان په خروارونو موجود وو او جنګ یې کاوه. همدغو طالبانو او د هغوی خارجي بړیڅو بدعتیانو افغانستان پر خارجي قواوو اشغال کړ او اوس پلمه کوي چې د خارجي قواوو سره جنګیږي.
ورور جانه لږ انصاف وکړه.
په درنښت.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more