د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

کونړ: د بهرنیو ځواکونو په بمباري کې د ملکي وګړو د مرګ ـ ژوبل ې شمېره نوره هم لوړه شوه

lawangin
10.09.2014

[img:9b087d4cf0]http://nunnasia.s3.amazonaws.com/wp-content/uploads/2014/09/mulki-talafat-s-.jpg[/img:9b087d4cf0]

کونړ: د بهرنیو ځواکونو په بمباري کې د ملکي وګړو د مرګ ـ ژوبلې
شمېره نوره هم لوړه شوه
نشرونکی: عبد الودود سنګین
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۱۹مه، ۱۳۹۳ل): د کونړ ولایت د
نرنګ ولسوالي په باډېل دره کې د بهرنیو ځواکونو له لوري په شوې
بمبارۍ کې د ملکي وګړو د مرګ ـ ژوبلې شمېره نوره هم لوړه
شوه.
په لومړنیو راپورونو کې راغلي وو، چې په یاده سیمه کې د تېرې
شپې په بمباري کې د ګڼو ماشومانو په ګډون دوولس تنه شهیدان
شوي دي.
د تازه رارسېدلو راپورونو له مخې په دې بمباري کې څوارلس تنه
شهیدان او دیارلس تنه نور ټپیان شوي دي.
د کونړ ولایت والي شجاع الملک جلاله هم مني چې تېره ورځ ګډو
ځواکونو په باډېل دره کې د طالبانو د له منځه وړلو په مؤخه
عملیات کړي دي او د امریکایانو په هوايي بمباري کې ملکي وګړو ته
مرګ ـ ژوبله اوښتې ده.
د کونړ د والي په خبره په دې بمباریو کې لس تنه عام وګړي شهیدان
او دوولس نور ټپیان شوي دي.
په کونړ کې د اسعد اباد مرکزي روغتون مسوولین هم وايي چې دوی
ته د پېښ له ځایه د دریو مېرمنو په ګډون اته تنه ټپیان وړل شوي
دي.
په کابل کې د ایساف مطبوعاتي دفتر وايي چې د دوی ځواکونو په
یاده سیمه کې په هوايي برید کې یو طالب له منځه وړی او له ملکي
تلفاتو بې خبري ښيي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې په
یاده سیمه کې د دوی ملګرو ته زیان نه دی اوښتی، بلکې برعکس د
دوی کاري ګوازرونو ګډ ځواکونه په غوسه کړي دي او هغوی له
عامو وګړیو خپل غچ اخیستی دی.
مجاهد په بهرنیو ځواکونو غږ کړی چې د دوی دا ډول چلند د دوی
«وحشي» څېره لا را بربنډوي: «له بې دفاع ملکي خلکو څخه د
کسات اخيستل او په هغو بریدونه کول هيڅکله هم تاسو خپلو شومو
هيلوته نشي رسولي، بلکې ستاسو مکاره او وحشيانه څيره نوره هم
بربنډوي، تاسو بې له دې چې د ننګياليو له دې ټاټوبي څخه په ټيټ
سر وتښتئ او د ابد لپاره عبرت واخلئ بله هيڅ لاره او چانس نه
لري.»
دا په داسې حال کې دی چې د یوناما له لوري د ملکي تلفاتو په کلني
راپور کې ډېری وخت د ملکي تلقاتو ډېره ګڼه طالبانو ته متوجه وي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more