د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

باران دى د ډالرو

صابر ننګرهاري
12.03.2005

[color=white:e932c68261]باران دى د ډالرو[/color:e932c68261]

رئيس د انجيو يم كمي نشته دموټرو
................... باران دى د ډالرو باران دى د ډالرو
نعمتونه هر څه زيات دي
................... ډالر راوړي باد دي
پاده كې مي خر نه و اوس مي كور دي د مرمرو
................... باران دى د ډالرو باران دى د ډالرو
لس شل لرم كورونه
................... داسي واخله ماركيټونه
نيستي ځما شليدلي يمه شمار په معتبرو
................... باران دى د ډالرو باران دى د ډالرو
نه علم او تحصيل شته
................... نه مسلك او نه سجل شته
رئيس د موسيسي يم د انګليش په څو خبرو
................... باران دى د ډالرو باران دى د ډالرو
بازار د چالاكي دي
................... نن زمان د سفاكي دي
بچى د زماني يم ښه پوهيږم په سندرو
................... باران دى د ډالرو باران دى د ډالرو
دفتر مي دي نيولي
................... د ارګ په سطحه ښكلي
خپلوان مي راټول كړي چپرړاسي او كه ناضرو
................... باران دى د ډالرو باران دى د ډالرو
راغلي ښه بدلون دي
................... ارام ځما ژوندون دي
بي خرته مصرف كړمه څه مي كار دي په بزګرو
................... باران دى د ډالرو باران دى د ډالرو
حساب او كتاب نشته انارشي ده
................... نقسبنده خيال كوه ديموكراسي ده
طبقاتي كې وي هر څه د زورورو
................... باران دى د ډالرو باران دى د ډالرو
------------------------------------------- حاجى نقشبند
==============

صابر ننګرهاري


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more