د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

طالبانو غور ماچ کې دوه زره دولتي عسکر محاصره کړي

lawangin
24.08.2014

تف لانت د cia په اجيرانو او بې همته غلو !

[img:b500af98e0]http://nunnasia.s3.amazonaws.com/wp-content/uploads/2014/08/2000-NA-620x330.jpg[/img:b500af98e0]

طالبانو غور ماچ کې دوه زره دولتي عسکر محاصره کړي

نشرونکی: احمد جرس

نن ټکی اسیا ( يکشنبه، وږي ۲، ۱۳۹۳ل): د فارياب ولايت امنيتي
چارواکي وايي، چې طالبانو غورماچ ولسوالۍ کې له دوو زرو زيات
دولتي عسکر محاصره کړي دي.
چارواکي وايي، چې له يوې هفتې راهيسې طالبانو پر غورماچ
ولسوالۍ د ډله ييز بريدونو په نتيجه کې د غورماچ ولسوالۍ نيولې
ده.
د فارياب والي محمدالله بکتاش وايي، چې طالبانو له دوو زرو زيات
عسکر محاصره کړي او که مرکزي حکومت پر وخت مرستې راونه
رسولې، د نوموړو عسکرو ژوند له جدي خطر سره مخ دی.
بل پلو د فارياب ولايت امنيه قومندان شيرين شاه کوبندي د والي
خبرې ردوي او زياتوي، چې دوی پر طالبانو برلاسي دي او تر
اوسه يې د قيصار او غورماچ لارې له طالبانو نيولي او له ۵۵
زيات طالبان يې وژلي دي؛ مګر د طالبانو وياند قاري محمد يوسف
احمدي رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د
اوسنيو بريدونو په نتيجه کې نهه لويې امنيتي پوستې د طالبانو لاس
کې دي او دوی مخ پر وړاندې روان دي.
د فارياب والي ښاغلی بکتاش هم وايي، چې د غورماچ ولسوالۍ ۹۵٪
سلنه ځمکه د طالبانو کنټرول کې ده او د دوی وژل شوي او ټپي
عسکر د جګړې په ميدان کې پراته دي او دوی نشي کولای، چې
نوموړي عسکر راوباسي.
د والي په وينا دوی يوازې د پوځي چورلکو له لارې کولای شي، چې
د خپلو عسکرو مړي او ټپيان د جګړې له ميدانه راوباسي.
چارواکي وايي، چې د فارياب کوهستان ستراتيژيکه سيمه له ډېرې
مودې راهيسې د طالبانو واک کې ده. له همدې امله د غورماچ
ولسوالۍ تر څنګ قيصار او د بادغيس غورماچ ولسوالۍ هم تر
سخت امنيتي ګواښونو لاندې ده او کېدای شي طالبان ډېر ژر
نوموړې سيمې هم په بشپړه ونيسي.
د يادونې وړ ده، چې د غورماچ په نوم يوه ولسوالۍ فارياب او يوه
بادغيس ولايت کې ده او د دواړو ولسواليو ډېری برخې د طالبانو
کنټرول کې دي. :lol:


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more