د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د حزب اسلامي د اجيرانو اپلتې

lawangin
13.08.2014

د حزب اسلامي د اجيرانو اپلتې!

[img:44ff7fc187]http://www.nunn.asia/wp-content/uploads/2014/06/Imam-Ud-Din-Safi-e1407954512958.jpg[/img:44ff7fc187]

لیکوال: الحاج امام الدين ساپى
دوزير محمد گل خان ناظر چې په سمنگانو کې اوسېده ناڅاپه ليونى
شو. د يو څه وخت په تېرېدو سره له درملنې وروسته لږ څه له
ليونتوبه راښه شو خو چې چا به ورته د نامه سره د ليوني غږ وکړ
بيا به پرهغه ليونتوب سر او په اپلتو به يې پېل وکړ. دارښاواښاد
قدرت الله حداد فرهاد دويناله مخې چې هرچا به ورته دنامه اخيستو
څخه وروسته ليونى وايه نوبدبد به يې وکانځه ارواښاد حداد به وايل
چې يوسړي د نورو په څير ووايل خوليوني ورته يوازې دومره ووايل
(بروگم شو) حداد صاحب بياترې وپوښتل داشخص دې ولې ونه
کانځه نيم ليوني ورته وويل(داپښتون و)ځکه خو سره دانبارشواهدو
په هرڅه خوله چوپه ساتم او نه غواړم چې يوپښتون که زماترحده
زيات مخالف وي په سپک نامه يادکړل شي .دارواښاداستادالفت په
وينا (نه دي دويلو هغه څه چې ماليدلي دي .
زه د حزب اسلامي گوند او مشر تابه ته په پوره درناوي او د تل
دپاره په نيک نظر احترام لرم خو د افغانستان د جهاد يعنې د
کمونستي کودتا راوروسته چې د مجاهدينو سپېڅلى جهاد پيل شوى په
حزب اسلامي کې يو شمېر خودغرضو او له حکمتيار نه راچاپېره
کسانو د حزب اسلامي گوند له ستونزو سره مخ کړ. د هر گوند سره
يې خپړې ولگولې د جهاد تود سنگر په خپلمنځي جگړو بدل شو او د
حکمتيار صاحب په ځاى د دې چې دوستان يې زيات شي دښمنان يې
ورزيات کړل. په دې کې د نورو غوړمالانو ترڅنگ په فرهنگي کميټه
کې څو تنه ليکوالان و چې په خپرونو کې به يې خپلې نارواو ته روا
او بل گوندي مشرانو باندې ډول ډول ټاپې لگولې. ټولو گوندونو کې
به ستونزې وي ځکه خو زمونږ د جهاد او شهيدانو سپېڅلي ارمانونه
ترسره نه شول خو حزب اسلامي ته چې اوس ورته په ځينو رسنيو
کې( حزب سلامي )ليکل کيږي هغه په دې معنا چې هغه حزب
اسلامي چې يوازې په افغانستان نه بلکې په نړۍ کې يې شهرت
درلود د يو څو تنو اجيرخورو ليکوالانو او پړسېدلو مشاورينو په
غلطو مشورو حزب اسلامي دې حالات ته راورسيد. د څو ورځو
راپدېخوا د حزب اسلامي څو تنه کرايه کښ ليکوالان د پخوانۍ دندې
په بيا ترسره کولو چې د حضرت صاحب مجددي نه نيولى د ټولو
جهادي مشرانو ان د مولوي نصر الله منصور پورې يې په خپلو
اپلتو په بېلا بېلو نومونو وبلل. زه وايم چې دا څو تنه اجير ليکولان
چې د ټولې کورنۍ او کورونو کرايه حزب اسلامي ورکوي او په دې
اپلتو ليکلو امتيازات ترسره کوي. همدا يې وظيفه ده دوى هم گرم نه
دي دا سرنچيان خواران نور څه وکړي دا يوه مشوره ورته ورکوم
چې په شرعي لحاظ هم گمان د ايمان زوال دى. زه په جرمني کې
ژوند کوم په دې گناهگار شوم چې کورنۍ هم راسره ده خو هغه د
پښتو متل دى چې کوزې ته غلبيل پېغور ورکړى چې تا کې دوه
سوري دي اوبه درنه څاڅي. زه به حزب اسلامي سره او نور
جهادي گوندونو سره د توپ او ټوپک په سنگر کې نه يم ولاړ خو که
په بل گوند کې ولاړ هم يم خو چې څوک د حزب اسلامي مجاهد نه
وي د نورو گوندونو مجاهدينو ته دا بې فرهنگه ليکوالان مجاهدين نه
ليکي. ليکوالي سپېڅلې او مقدسه وظيفه ده. د افغانستان په مطبوعاتو
کې په حق الزحمه ليکوالان داسې ليکنې کوي چې د خپلې ليکنې سره
د نظر يووالى نه لري خو د قلم عفت په کې ساتي.
يوه ورځ زما يو ميلمه و مونږ چې له افغانستان يعنې له هېواده څوک
تازه راشي ډېر ورته خوشحاله يو. د افغاني دود له مخې يوه ترخه
پياله چاى ورکوو. دى ميلمه راته وويل چې زه په راډيو افغانستان
يعنې کابل راډيو کې مامور او د شپې د اتو بجو وروسته تبصره به
ما ليکله پخوانى مامور وم. د ډاکټر نجيب تر نظامه پاتې وم د
مجاهدينو له دورې وروسته چې د طالبانو تحريک د تلويزيون په
رياست کې ليکوال خوښ کړم زه هم د ليکوال په صفت پاتې شوم.
د شپې لخوا به د پخوا په شان تبصره نشرېده. يوه ورځ راته حکم
وشو چې په حزب اسلامي او د هغوى د پاټکونو په ټوپکيانو تبصره
وليکه او سبا ورځ به په احمد شاه مسعود تبصره ليکې. ما دوه
ورځې د مريضتيا په نامه رخصتي وکړه. زړه مې نه غوښتل چې
مجاهدو گوندونه په بدو الفاظو ياد کړم يا د هغوى د څو کسانو بد
اعمال د ټول حزب اسلامي په نامه ياد کړم.
يوه ورځ د حزب اسلامي د پروپاگنډ نامې کارتونست ته وويل چې
زمونږ سره که کار کوئ نو معاش به تر روان معاش ښه درکوو او
د کور کرايه به هم درکوو. کارتونسټ ورته وويل : په خپلو گوتو
مې ستاسې پسې ډېر ناروا او له شرمه ډک کارتونونه جوړ کړي دي
زه په کومو سترگو درشم. ما ته تاسو پسې د جوړ کړو کارتونونو
حيا راځي چې په درواغو مو درپسې جوړ کړي دي. که لوستوالو ته
ياد وي د حضرت صاحب مجددي پسې يې هم بې شرمانه ليکنې او
کارتونونه جوړول. معنا دا چې يو اسلامي گوند هم ترې په حيا کې
نه دى پاتې. کله وايم هيڅ ځواب مه ورکوه چې څومره ځواب
ورکوې دومره د اجيرخورو ليکوالانو سره په بيا بيا ليکنه مرسته
کوي. د بلې خوا د غير پښتانه او غير تهذيبي ليکوالان چې د ليکنې
يې د پښتونولۍ ذره بوي نه هم راځي د پښتنو پر خلاف يو کمپاين
چلوي. غواړي د پښتنو او مجاهدينو ترمنځ دا ډول حالت رامنځته
کړي. د طالبانو تحريک چې اکثريت يې پښتانه تشکيلوي نه غواړي
تحريک دا امتيازات ترلاسه کړي چې امريکايان طالبانو تېښتې ته
مجبور کړ. زه د اپلتو ځواب په اپلتو نه ورکوم. دا يوه خبره ده چې
په غرب کې ژوند کوم خو بيا هم هم ځان غوره په دې گڼم چې په
زرگونو بې گناه افغانانو د وژلو جرم مې نه دى کړى او د چا د
مرگ مجرم نه يم. هر ځاى کې چې ژوند کوم په ارام يې کوم.
وگورئ چا چې افغانان په يوه او بله نامه وژلي ځان نه شي ښکاره

کولى او خوب پرې حرام دى. يو شاعر وايي :
خوب به يې په شان لکه هوسې په ميږتون وي
پاتې چا ته مه شه د تودو وينو پورونه
په غرب کې نه په شرابو عادي يم او په نه مې هېواد کې تورسرې
کونډې کړي دي. ما سره ډېر ډول ډول د جناياتو ثبتونه شته دي
کرايه کښو ليکوالانوبه د خپلې ذيرې د زياتوالي لپاره درواغ ليکل
وي خو دا چې د حزب مشرتابه د يوې خوا مجاهد او د بلې خوا
پښتون قيادت دى نه غواړم مجاهد او پښتون په سپکو وبولم چې گټه
يې غيرمسلمو او غيرپښتنو ته رسي.دکرايي ليکوال زماپه اړه ليکلي
چې ږيره نه لري ،زه دومره وايم چې البنا،عبدالرحيم
نيازى،استادسربلندخان،استادنعمان خان،اوخپله حکمتيارصاحب په
پوهنتون کې ږيره لرله ؟ اوياداچې سنتي عمل ږيرې ته په پوره
درناوى په کابل کې ږيره ورورو دامريکابيرغ ته سرونه ټيټ کړي
خوزماپه څېربې ږيرو ورسره ځکه چى په اولس کې ورباندې پوره
اعتمادشته اوکوي يي په خپل دين ، وطن اوناموس مين او سرونه
پرې ور کوي تل يي دخپل اولس دپاره قرباني ورکړې په هيڅ
صورت يې دچاسره دقدرت پرسر معامله نه ده کړې اولس دچاږيرې
ته نه ګوري اعمالوته ګوري
دا يوه خبره چې کرايه کښو ليکوالانو ورته اشاره کړې چې طالبان
د کرايې جگړه ماران دي دومره وايم چې تاسې د جهاد دعوه کوئ
تاسې ته وسلې چا درکولې؟ د شرم خبره ده. مجددي صاحب چې
کوم ځوابونه دوى ته ورکول زه يې د قلم د عفت په ساتلو نه شم
ليکلى خو لوستوال هغه متل دى چې (عاقلان خود ميداند)
که زه هم قلم راواخلم او د کرايه کښو ليکوالانو په څېر په درواغو
پېل وکړم نو بويه چې ځان څه ټول پښتون قام مې سپک کړ ځکه که
زه يو څه خاليگاوې د ثبوت سره وليکم سبا به همدا زما خپله ليکنه
يا ماته او يا زما بل پښتون ته د پېغور په ډول ياوي. د هر پښتو
پسې ليکل د ځان پسې ليکل دي.
د ١٣٤٤ کال په اخر کې چې په کابل کې د برتانيې د سفير
(ارترجيمز) د ماموريت دوره پاى ته ورسېده خبرنگارانو ترې
وپوښتل چې د افغانانو څه خاطر لري وې ويل په دې مې خوښ دى
چې ميلمه پال دى خو په دې مې خوښ نه شول چې که د يو هدف
غوره خبره يو تن وکړي بل افغان سره له دې چې د ده هم دا د زړه
خبره وي نه يې شي زغملى.
بدبختي همدا ده چې زما او د حزب اسلامي د مشرتابه مغز کې به
توپير نه وي. د يوه آزاد مسلمان ملت په خپلو پښو درېدل او آزاد
ولت جوړول د هر افغان هدف دى خو يو د بل خبره مونږ نه منو.
دى کرايه کښو ليکوالانو په خپله ليکنه کې به ځاى د دې چې ما به
بدوستايئ خپله يې خپل گوند ته ليکنه منصوب کړې ده. په خپله ليکنه
هم نه پوهيږي چې زه څه ليکم د خوشحال خټک شعر دى وايي :
د غزل نه يې مطلع نه يې مقطع وه
نه صفت نه يې تشبيه نه يې مثال


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more