سياست او روانې چارې
د افغان امنیتی ځواکونو قابلیتونه!
Hashmat Kahn
23.07.2014
د افغانستان امنیتی ځواکونه به د ۲۰۱۴ میلادی کال تر پایه په بشپړه توګه امنیتی مسولیتونه په غاړه واخلی. دغه مسولیتونه په غاره اخیستل په خپله پر مختګ ښایې او دغه لاسته راوړنې او پرمختګونه د افغانستان لپاره د امنیت مرستندویه نړیوال ځواکونه او افغان امنیتی ځواکونو په زیار لاسته راغلې.
د افغان امنیتی ځواکونو هلو ځلو او زیار د ټاکنو په ورځ ټولو ته دا په ډاګه کړه چې دوي امنیت ټینګولي شې او له همدی کبله ډیرو افغانانو په ټاکنو کې برخه واخیسته. افغان ملی اردو او پولیسو د ۶۰۰۰ نه د ډیرو ټاکنیزو مرکزونو امنیت په ټول افغانستان کې ټینګ کړ.
د افغان هوایې ځواکونو پیاوړی کیدل په افغان ملی ځواکونو ډیر مهم او اغیزناکه اثرغورزولي دي. افغان هوایې ځواکونه دم مهال شپږ مختلف الډوله الوتکې لري چې له ډول، ډول قابلیتونو څخه برخورداره دي. دغه الوتکې سسنا ۲۰۸ ډوله، ام آی ۱۷ ډوله چورلکۍ چې د امداد د ټوکو او زخمیانو په حمل او نقل کې ورڅخه کار اخیستل کیږي او د بدخشان په وروستۍ ځمکې ښویدنې کې هم ورڅخه کار واخسیل شو، ام آی ۳۵ ډوله برید کونکې چورلکۍ او دوه سی ۱۳۰ ډوله د حمل او نقل الوتکې لري.
تاسې د افغان ملی ځواکونو پرمختګونه څنګه ارزوي ؟
حشمت
دامریکا متحده ایالاتودمرکزي قومنداني دبریښنایې خبرواترو تیم