د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

محمود خان اڅکزئ: د تروریزم ختمول ساده دي.

میرویس
18.07.2014

ګرانو وطنوالو، السلام علیکم
د پاکستان دپښتنو مخکښ سیاسي مشر محمود خان اڅکزي د بی بي سي سره په مرکه کې په افغانستان او پاکستان کې د تروریزم ختمول ډیرساده انځور کړل، خو شرط یې هم کیښود.

هغه وویل چې دماکې کول، حملې کول او ترور کول ډیرآسان او ساده کار دئ، خو بیا پټیدل مشل کار دئ. هغه وویل پکار دي چې افغانستان او پاکستان داوړه پدې لار کې یو معتبر نړیوال سند لاسلیک کړي او بیا یې دعملي کولو اراده وکړي. هغه وویل افغان طالبان چې په افغانستان کې ترور وکړي، آو پاکستان یې پرې نږدي چې هلته پټ شي، افغان طالبان مجبوریږي چې لاړشي د خپل ملک د حکومت سره صلحه وکړي.

محمود خان اڅکزي زیاته کړه همداسې هم افغانستان پرې نږدي چې پاکستاني طالبان افغانستانتان ته واوړي. پدې ترتیب پاکستاني طالبان هم مجبور کیږي چې د پاکستان د حکومت پرخلاف د ترور نه لاس واخلي او دغه روان ترورستي جنګ پای ته رسیږي. محمود خان اڅکزې دا هم وویل چې د قبایلو ولسونو ته هم کار دي چې خارجي جګړه ماران او ترورستان خلع سلا کړي او یا یې د ملک نه وشړي. دا کار چې وشي د تروریزم جرړې ووزي او په دواړو ملکونو کې به خیر خیرت شي.
په درناوي.
ww.bbc.co.uk/pashto/multimedia/2014/07/140717_st_mahmood_khan_achakzai_interview.shtml


Re: محمود خان اڅکزئ: د تروریزم ختمول ساده دي.

lawangin
18.07.2014

داغټ منافق دی دپښتنو خبرې به يې کولې خو اوس یې چې ورور
د بلوچستان دايالت ګورنر دی افغانان له پنجابي ځخه ډېر زيات ځوروي !
ددې چټلو خانانو وخت کم پاته دی !

[quote:c93d9547ba="میرویس"]ګرانو وطنوالو، السلام علیکم
د پاکستان دپښتنو مخکښ سیاسي مشر محمود خان اڅکزي د بی بي سي سره په مرکه کې په افغانستان او پاکستان کې د تروریزم ختمول ډیرساده انځور کړل، خو شرط یې هم کیښود.

هغه وویل چې دماکې کول، حملې کول او ترور کول ډیرآسان او ساده کار دئ، خو بیا پټیدل مشل کار دئ. هغه وویل پکار دي چې افغانستان او پاکستان داوړه پدې لار کې یو معتبر نړیوال سند لاسلیک کړي او بیا یې دعملي کولو اراده وکړي. هغه وویل افغان طالبان چې په افغانستان کې ترور وکړي، آو پاکستان یې پرې نږدي چې هلته پټ شي، افغان طالبان مجبوریږي چې لاړشي د خپل ملک د حکومت سره صلحه وکړي.

محمود خان اڅکزي زیاته کړه همداسې هم افغانستان پرې نږدي چې پاکستاني طالبان افغانستانتان ته واوړي. پدې ترتیب پاکستاني طالبان هم مجبور کیږي چې د پاکستان د حکومت پرخلاف د ترور نه لاس واخلي او دغه روان ترورستي جنګ پای ته رسیږي. محمود خان اڅکزې دا هم وویل چې د قبایلو ولسونو ته هم کار دي چې خارجي جګړه ماران او ترورستان خلع سلا کړي او یا یې د ملک نه وشړي. دا کار چې وشي د تروریزم جرړې ووزي او په دواړو ملکونو کې به خیر خیرت شي.
په درناوي.
ww.bbc.co.uk/pashto/multimedia/2014/07/140717_st_mahmood_khan_achakzai_interview.shtml[/quote:c93d9547ba]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more