وطن پال او نور ګټور شعرونه
دښاغلي داود ستومان خواږه شعرونه
      صادق مينوال
      06.03.2005
    
٧٨٦
     دښاغلي داود ستومان خواږه شعرونه
            
                  څلوريزه 
 هر څه به ووني په سترکو چې ساتلي دي موږ
 دهر چا حال باندې جدا  ، جدا  ژړلي  دي موږ
 مؤږ شاعران يو لکه سترګې،هرې خواته ګورو
 لکه  ملکې  ښه او بد ، دواړه  ليکلي  دي  موږ 
                  غزل
  هرڅه راځي خو لاکن ،نه راځي سحر دخندا
  چې کاينات ېې دي محتاجه ،هغه لمر  دخندا
  
   چې دژړا روژې ېې ټولې ښې پوره ونيوې 
   دزړګي کلي ته به خود راوړي اختر دخندا
   
   ماوې،چې وسپړئ غوټۍدشونډوګل،ګل کړئ 
   تاسو په وينو باندې رنګ کړ، پيغمبر دخندا 
   بدل کې کوم غواړې،دزړه ارام،که نوردسترګو
  چې تا پر موږه احسان وکړو سر په سردخندا
   خلک به څه اوڅه راوړي زموږه وران کلي ته
   زه  به  راوړمه  ورته  خامخا  يو  غر دخندا 
  ما وې ستومانه به ېې ډېر، له لرې ځايه راغلې؛
  دشونډو  لپه  کې  مې  راړلو   کوثر  د خندا 
  
  محمد داود''ستومان'' نړيوال اسلامي پوهنتون اسلام اباد 
 په ټوله پښتنه مينه 
 صادق ''مينوال'' اسلام اباد