سياست او روانې چارې
داربکیو مرګ ژوبله زیاته شوی
طیب زابلی *
16.07.2014
اربکیان دکلیو اوبانډو هغه نشیان،چرسیان ،غله ،پوډریان ،بېکسبه بېکماله،بېپوهی ،بېسواده او دمور او پلار ازاریان دی چی دیوڅو افغانیو په بدل کی امریکایانو واخستل دځان ددفاع او دافغانانو دځورولو لپاره یی وګومارل،
کومی سیمی چی ددوئ ترواک لاندی دی هلته خلک ډیر آزرده دی ځکه چی له اربکیانو څخه نه دچا سر په امن ده نه مال او نه ناموس،ډیری خلک له داسی سیمو څخه کډی کولو ته مجبور شوی دی، خلک وایی چی اربکیانو ورته امرکړی چی دخپلو کورونو دروازی به دشپې لخوا نه بندوۍ او که اربکیان دشپې لخوا دچا کورته ورتلل ممانعت به یی نکوی،
اوکومی ښځی یا جینکۍ که له کوم اربکی سره تعلق درلود دهغه ممانعت به څوک نکوی، کنه سخته سزابه وینی،
اوداهرڅه حقیقت لری داسی خلک چی ما پیژندل پرداسی موضوعاتو داربکیانو لخوا یاپه شهادت رسیدلی دی اویا سخت وهل شوی او ټکول شوی دی،
خو الله پاک ظالم ته ډیر مهلت نه ورکوی،اوس داسی ښکاری چی ددوئ له شر او فساد څخه نور اولس پرخلاصیدو ده،زیاتره یا وژل کیږی او یا طالبانو ته تسلیمیږی،
د سیمه ییزو پولیسو د مرگژوبلې کچه بي ساري لوړه شوې
خپرونکی: خبریال July 16, 2014 افغانستان او نړۍ, راپورونه تبصره وکړئ
د افغانستان د سیمه ییزو پولیسو د مرګ ژوبلي کچه د تیرو دوو کلونو په پرتله په بي ساري توګه لوړه شوي ده .
دغه ځواک د امریکا د ځانګړو قواوو له لوري په خپلوسیمو کې د طالبانو د نفوذ د مخ نیوي او ټکولو لپاره څو کاله دمخه رامنځ ته کړای شوی دی.
د هغوي مالي امکانات پر امریکایانو دي او افغان حکومت سره چې پر هغه مهال يی د جوړیدو مخالف وو اوږه پر اوږه کار کوي. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت شمیري ښيي چې د سیمه ییز پولیسو له رامنځ ته کیدو راهیسې د دغو ځواکونو شاوخوا ۴۰۰۰ تنو غړو ته مرگژوبله اوښتې ده.
په افغانستان کې په ۲۰۱۰ کال کې د سیمه ییزو پولیسو د جوړیدو بهیر پیل شو.
د دغه وزارت د یوې سرچینې په خبره چې د موضوع د حساسیت له کبله خپل نوم پټ ساتي، د سیمه ییزو پولیسو د مرګ ژوبلې شمیره په تیرو څو میاشتو کې د پام وړ لوړه شوې ده چې له کبله یې دوی ډیر اندیښمن شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت د دغه چارواکي په خبره تر اوسه پورې د سیمه ییزو پولیسو شاوخوا ۹۰۰ تنه غړي تښتیدلي چې یو شمیر يې له زورپالو سره یو ځای شوي هم دي.
سرچیني وویل چې سیمه ییز پولیس د جګړې په لومړۍ کرښه کې له زورپالو سره په نښتو کې ښکیل دي او له همدې کبله یې د مرګژوبلې کچه لوړه ده.
هغه روښانه کړه چې د افغان حکومت وسله وال مخالفین هڅه چې سیمه ییز پولیس تر زیات فشار لاندې راولي: «سیمه ییزو پولیسو اوس په ډیرو ناامنو سیمو کې ځای پر ځای دي چې دا په خپله د دغو ځواکنو د مرګ ژوبلې په ډیریدو دلالت کوي. زموږ دغه ځواکونه د جګړې په لومړۍ کرښه کې دي.
اوس مهال د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې سیمه ییز پولیس موجود دی. د دغو ځواکونو شمیر اوس له شل زرو اوښتې ده. ټاکل شوې ده چې د دغو ځواکونو شمیر ۴۵۰۰۰ پورې ورسیږي.
سرچیني وویل چې سیمه ییزو پولیسو په ډیر کم لګښت د امنیت د ټینگولو په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی. هغه په عین حال کې هغو غیر مسوول وسله والو کسانو ته هم اشاره وکړه چې د سیمه ییزو پولیسو له نوم څخه ناوړه استفاده کوي.
ویل کیږي اوس په منځنۍ توګه د ورځي له لسو څخه تر ۱۵ تنو پوري سیمه یز پولیس د طالبانو له لوري په نښتو او ماین چاودنو کې مړه او ژوبل کیږي.
دا په داسې حال کې ده چې په ځینو مواردو کې د سیمه ییزو پولیسو د کړو وړو په اړه اندیښنه څرگنده شوې ده. د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په خپل تیر څلور میاشتنې راپور کې په دې اړه اندیښنه څرگنده کړې وه چې په ځینو سیمو سمه ییزو او ملي پولیسو بشري حقونه تر پښو لاندې کړي دي
میرویس جلالزی