سياست او روانې چارې
د ملکې وګړو په مرګ ژوبله کې ډیروالی!
Hashmat Kahn
10.07.2014
د روان عیسوي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ملګرو ملتونو د یو راپور له مخې چې پرون خپور شوي د ماشومانو او ملکې وګړو د مرګ ژوبلي شمیره په لوړه کچه ډیره شوي. دماشومانو او ملکي وګړو ددي تلفاتو زیاته شمیره د افغان وسله والو مخالفینو دځانمرگو بریدونو او د ماینونو د انفجار په نتیجه کې رامنځته شویده. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي د (یوناما) د بشري د حقوقو د اداري رئيسه وایې " ډیرو هلو ځلو ته اړتیا شته چې ملکي وګړي د جګړي په ډګر کې خوندي وساتل شې او هغه کسان چې دوي په دله ییزه او قصدي توګه وژنې مسولیت یې پرغاړه دي"
د عیسوي کال په لومړیو شپږو میاشتوکې طالبانو په رسمی توګه د ۱۴۷ بریدونو پړه پر غاړه اخیستی چې ۲۳۴ کسان یې وژلي او ۳۱۹ نور یې ټپیان کړي.
تاسی د ملکي وګړو د مرګ ژوبلي ډیروالي څنګه ارزیابي کوي.؟
په درنښت
حشمت
دامریکا د متحده ایالاتودعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواترو تیم