د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

***هر چا خپله برخه وران كړې!!


څاروان
01.03.2005

...............................هر چا خپله برخه وران كړې!!
............... فضل مولا توره كى

اى زما خوږه وطنه هر چا خپله برخه وران كړې
--------------- چا دې وشپېلل هډوكې چا دې غوښې نوش جان كړې
د نادان دهقان په لاس دې د زړه نيلى شولې وچې
--------------- چا دې لوټ كړلې مېوې او چادې پاڼې چور تالان كړې
داد چا سپېره نظر دې په سمسورو درو پرېوت
--------------- چې موسم كې سپرلي يې داسې خوار سپېره خزان كړې
د تور تمو شپو په تل كې د رڼا په طلب وركه
--------------- چا له ځان څخه پردى او چا خپل ځان لكه جانان كړې
مونږه وه د سر په بيه ستا د پت ساتنه كړې
--------------- ناخلفو وارثانو په پرديو خرڅ ارزان كړې
لمر د حق به خامخا پر دغه هسك باندې ځلېږي
--------------- كه هر څومره بد خواهانو تورو لړو كې پنهان كړى
هره لوټه جره تيږه دى سنګر دى اى وطنه
--------------- ستا تسخير به كېږى څنګه چې رب هسك لكه آسمان كړې
-------- په ژوندون د غلامۍ دې اورشي پورې توره كيه------------
-------- هر مؤمن شهادت غواړى رحمتونه پرې باران كړې! ------
===================

----------- د ښكيلاكو صليبي ځواكونو څخه د هيواد د ازادي په هيله

------------------------------------------------ څاروان


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more