سياست او روانې چارې
ملګري ملتونه: په افغان جنګ کې ماشومان استعمالیږي
اتل
08.07.2014
محترمو لوستونکو، السلام علیکم
ملګري ملتونه وايي چې د افغانستان په روانه جګړه کې د ماشومانو نه په مختلفو ډولونو کار اخیستل کیږي چې پکار دې مخه یې ونیوله شي.
د ملګرو ملتونو دا تجویز خو دیر انساني او مفید دئ. اسلام هم اجازه نه ورکوي چې د ماشومانو نه په ځانمرګي حملو او عام قتل کې کار واخیستل شي. طالبان صاحبان چې دا کار کوي، په حقیقت کې دوی د اسلام نه منحرف شویدي.
څوک چې انتحار وکړي په آخرت کې به په ابدې ډول په هماغه شي چې ځان یې پرې وژلئ، انتحار کوي، را ژوندئ کیږې به او دا کار به مکرر دوام کوي. طالبان چې ماشومان مغز شويي کوي اویا یې انتحار ته مجبوروي، بیا دبلې عظیمې ګناه مرتکب کیږي.
اوه لس کلن حبیب چې طالبانو مغز شوي کړي او انتحار یې کاوه نیول شوي او د کابل د بادام باغ په زندان کې یو کال ورسته هم په خپل تصمیم ندئ پښیمانه.
د روانې ناروغیو متخصص ډاکتر یاسین قرباني وایي تر بالغانو نه ماشومان آسانه انتحار ته قانع کیدای شي.
همدغه سبب دئ چې طالبان ماشومان یا تښتوي او یایې په بهانو او پلمو د ځان سره ببایي او بیا انتحاریان ترې جوړوي. طالبان دوه کناهونه کوي. یو داچې دانتحار سبب کیږي اوبل داچې ماشومان چې د خپل ځان د خیر اوشر فیصله نشي کولئ انتحار ورباندې کوي او نور بې ګناه انسانان هم ورباندې وژني.