سياست او روانې چارې
بمونو فابریکې/انتحاري مرکزونه
میرویس
03.07.2014
ګرانو وطنوالو، سلامونه
د پاکستاني طالبانو پرخلاف د شمالي وزیرستان په روانو پوځي عملیاتو کې چې ددې ملک د سنی علماوو تحریک یې د طالبانو پرخالف جهادبولي، د بمونو د تولید فابریکې او د انتحاریانو د روزنې مرکزونه پیدا شویدي.د چاودونکو موادو لویې زیرمې، د ټانک ضد ماینونه، راکټونه، د انتحرایانو د روزنې مرکز، او د افراطیت رسالې او نوردې ته ورته مواد کشف شویدي. دغسې هم دسیمی په هوټلونو او لویو لارو کې د طالبانو لګول شوي ماینونه او بمونه شنډ کړئ شویدیي.
د سیاسي او ټولنیزو چارو ماهران وايي پکار وو چې دغه اقدامات ډیر مخکې شوی واي او دطالبانو او د هغوی د ترورستانو په لاس به دډیرو مسلمانانو د قتل او سمیې د بربادۍ مخه نیول شوې وه.
د طالبانو او د هغوی خارجي ترورستو بړېڅو له یوې خوا پښتانه په ترورستي حملو کې قتل کړل او جایدادونه یې ورتبا کړل او له بلې خوايې د پوځ سره جنګ دپښتنو علاقو ته یوړاو پښتانه یې د خپلو کورونو نه کډې کولو ته مجبورکړل. د طالبانو د لاسه اوس نیم میلیون پښتانه په پاکستان کې د ننه او په افغانستان کې د مهاجرت رقت بار ژوند کوي.
پاکستاني طالبان نه دو لس پروا لري او نه هم د آسماني او زمیني قوانینیو مراعات کوي. دوی فقط یو مقصد لري او هغه د تشدد، قتل، بدعت او خوارجو د جنګ له لارې ددنیا او دولت پیدا کول، دحکومت چپه کول او قدرت ته رسیدل دي او بس.
http://www.graanafghanistan.com/?p=129182