د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

نهه تنه انتحاریان نیول شویدي.

میرویس
01.07.2014

د فورم ګرانو ګډونوالو، السلام علیکم
په خوست کې نهه تنه انتحاریان د حملو نه مخکې نیول شوي او د هغوی ټولې انتحارې دسیسې شنډې شویدي.
که دوی دخپلو هدفونو په پوره کولو کې کامیاب شوي واي، خدای خبر چې څومره میندې به یې کونډې او بورې کړې وې او څومره ماشومان به یې یتیم او یسیر کړي وو؟
لدې امله چې افغان او پاکستاني طالبان بې ګناه مسلمانان وژني او خپل خود ساخته بدعتي مذهب د ټوپک په زور په خلکو تحمیل کوي، د پاکستان د سني علماوو تحریک د هغوی پرخلاف پوځي عملیات جهاد وبلل.

ددغو نهو تنو انتحاریانو قصد چې د خپل ځان او بې ګناه خلکو قتل ؤ، دواړه په اسلام کې حرام دي. د افغانستان، پاکستان دیني عالمانو او دغه راز د مکې، الاظهر او دیو بند مفتیانو هم دغه اعمال په اسلام کې حرام بللي دي.

د پاکستان د طالبانو نطاق شاهدالله شاهد هم د اپریل په نهم تاریخ اعلان وکړ چې دبې ګناه خلکو قتلول په شریعت کې حرام دي.

اوس سوال دادئ چې آیا افغان طالبانو چې دغه نهه تنه انتحایان برابر کړي وو چې بې ګناه خلک ووزني، دوی د الله او اسلام په مقابل کې بغاوت کړیدئ؟ آیا دوی مسلمانان دي؟ او که د پاسکتان طالبان، سني عالمان او نور ذکر شوي مفتیان ټول دروغ وایي؟
http://pa.azadiradio.org/content/article/25441165.html


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more